د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۵

ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو د پروګرامونو وړاندې کولو لړۍ پيل شوه


ولسي جرګې ته معرفي شوي نوماند وزیران
ولسي جرګې ته معرفي شوي نوماند وزیران

د افغانستان ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو د پروګرامونو وړاندې کولو لړۍ پيل شوه.

د افغانستان ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو تر ورپېژندلو یوه میاشت وروسته د نوماند وزیرانو د پروګرامونو د وړاندې کولو لړۍ پیل شوه.

د بهرنیو چارو وزارت نوماند وزیر حنیف اتمر، د کورنیو چارو نوماند وزیر مسعود اندرابي او د ماليې وزارت نوماند وزیر عبدالهادي ارغندیوال د دوشنبې په ورځ د راتلونکو څلورو کلونو لپاره خپلي کاري پروګرامونه له ولسي جرګې سره شریک کړل.

د بهرنیو چارو نوماند وزیر حنیف اتمر د خپلو کاري پروګرامونو په لړ کې وویل، د بهرني سیاست برخه کې به افغان سولې ته او دغه شان د افغانستان د ډيپلوماسۍ پياوړتیا، پراختیا او ظرفیت لوړونې برخو ته لومړیتوب ورکوي.

محمد حنیف اتمر
محمد حنیف اتمر

هغه زیاته کړه: "برنامې مو په دوه برخو ویشلي دي، لومړی هغه څه چې باید بهرني سیاست کې یې ترسره کړو، دا برخه مو په پنځو برخو ویشلې ده او دوهم دا چې د افغانستان ډیپلوماسي، پیاوړتیا، پراختیا، اصلاحات برخه کې یوولس برنامې لرو."

ښاغلي اتمر زیاته کړه، وېره شته چې بهرنۍ مرستې پرې شي خو راتلونکي جینوا کنفرانس کې به هڅه وکړو چې یو ځل بیا دا مرستې خپلې کړو.

د افغانستان مالیې وزارت ته نوماند وزیر عبدالهادي ارغندیوال، په راتلونکو ۵ کلونو کې په اقتصادي برخه کې د ځان بسیایني خبره وکړه.

ښاغلي ارغندیوال وویل، تر ۲۰۲۵ میلادي کاله پورې به ملي عواید ۴ سوه میلیارده افغانیو ته ورسوي چې له دې لارې به د نورو بنسټونو تر څنګ امنیتي ارګانونه هم تمویلوي.

عبدالهادي ارغندیوال
عبدالهادي ارغندیوال

نوموړي په مالیه وزارت کې ځینو ستونزو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې راتلونکو کلونو کې به یې د اصلاحاتو لپاره کار کوي.

هغه زیاته کړه: "عایداتي واحدونو او ګمرکونو کې فساد او د هغې بېلابېل اړخونه، د کاري پروسو او سیستمونو پيچلتیا،د اموالو په طی مراحل کې د مدرنو تجهیزاتو نه کارول لا هم د ادارې موثریت ګواښي."

مسعود اندرابي
مسعود اندرابي

د کورنیو چارو وزارت نوماند وزیر مسعود اندرابي، بیا په یاد وزارت کې د اصلاحاتو خبره وکړه.

د ښاغلي اندرابي په خبره، افغان امنیتي ځواکونو له ستونزو سره سره وسلوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولي او د جګړې لیکې یې ګټلې دي.

هغه زیاتوي: "د تاسو امنیتي سکټور او پولیس د نظم او ډیسپلین پر بنسټ دې ته اړ شوي چې متغیر حالت کنټرول او هغه ځایونو کې چې دښمن غوښتل ناوړه استفاده وکړي هلته غاښ ماتونکی ځواب ورته ورکړل شو."

یوه میاشت وړاندې جمهور رییس محمد اشرف غني د افغانستان ولسي جرګې ته ۲۳ نوماند وزیران او دوه رئیسان ور وپېژندل خو د جرګې لخوا د دې وزیرانو د اسنادو څېړلو دا پروسه له ځنډ سره مخ کړه.

ولسي جرګې تر دې دمه یوازي د لسو نوماند وزیرانو اسناد څېړلي او ټاکل شوې چې راتلونکې پنجشنبه به یاد نوماند وزیران د باور یا رد رایې واخلي.

ټاکل شوي سبا د دفاع وزارت نوماند وزیر اسدالله خالد، دعدلیې وزارت نوماند وزیر فضل احمد معنوي او د لوړو زده کړو وزارت نوماند وزیر عباس بصیري له ولسي جرګې سره خپل کاري پروګرامونه شریک کړي.

XS
SM
MD
LG