د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

د نړۍ ۱۱م ډېر کرونا ویروس لرونکی هېواد؛ مکسیکو بندیزونه نه‌لګوي


مکسیکو کې د کرونا ویروس له امله د یوه مړه شوي ناروغ کورنۍ
مکسیکو کې د کرونا ویروس له امله د یوه مړه شوي ناروغ کورنۍ

مکسیکو د نړۍ ۱۱م هېواد شو چې د کرونا ویروس پېښې یې تر یو میلیون واوښتې، خو د امریکا او نورو هېوادونو خلاف مکسیکو په پام کې نه‌لري چې بندیزونه ولګوي.

د دغه هېواد د روغتیا وزارت پرون وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۵ زره ۸۶۰ نوې مثبتې پېښې ثبت کړي چې ورسره د کرونا د مثبتو پېښو شمېر یو میلیون او ۳ زره ۲۵۳ ته ورسېد.

په دغه هېواد کې تر اوسه پورې د کرونا ویروس له کبله ۹۸ زره ۲۵۹ تنه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG