د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

هشت صبح: د بایډن تر بریا وروسته د افغان سولې په تړاو مخالفتونو زور اخېستی


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې مذاکراتو او د خبریالانو او مدني فعالانو پر وړاندې د حملو د زیاتېدو په اړه لیکنې او تبصرې چاپ کړي دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته په اشارې سره لیکلي، د بایډن تر بریا وروسته د افغان سولې په تړاو مخالفتونو هم زور اخېستی.

وړاندې د افغان چارواکو څرګندونو ته اشاره شوې راغلي، طالبانو ته نور له حساب او کتاب پرته د امتیاز ورکولو موده پای ته رسېدلې او دغې ډلې د افغانستان د دولت او ملت ښه نیت نه دی درک کړی.

ورځپاڼې لیکلي چې د ټرمپ تر ماتې وروسته افغان چارواکي اوس په خبرو راغلي او هر یو په خپل وار سره د ټرمپ له لوري د پیل شوې سولې پروسې مخالفت کوي.

د لیکوال په باور، د ولسمشرغني او مرستيالانو له خبرو يې داسې څرګندیږي چې افغان حکومت د ټرمپ ادارې تر فشار لاندې طالب زندانیان خوشي کړي وو او په خبره یې تر دې وروسته ممکن د سولې پروسه د بدلونونو شاهده وي.

  • صبح کابل

صبح کابل ورځپاڼه هم په دوحه کې د سولې مذاکراتو ته تم شوې.

وړاندې په سرمقاله کې د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله څرګندونو ته اشاره شوې لیکل شوي چې د افغان چارواکو له وروستیو څرګندونو ښکاري چې دوی د سولې خبرو دوام سره مخالف دي او ان د سولې د مذاکراتي پلاوي د بېرته را غوښتلو خبرې هم کېږي.

ورځپاڼې لیکلي، ممکن دا یو ډول سیاسي فشار وي چې پر طالبانو راوستل کېږي خو په وینا یې د بایډن تر بري وروسته په ټوله کې نظرونه بدل شوي دي.

ورځپاڼې پر حکومت انتقاد کړی چې په هېڅ کار کې صداقت او قاطعیت نه لري او دا لامل شوي چې د سولې پروسه هم ځنډنۍ شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي چې په هلمند کې د ازادي راډيو خبريال الياس داعي تر وژل کېدو وړاندې د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح خبرداری ورکړی و چې دښمن دا ځل نيت کړی چې د رسنيو کارکوونکي، مدني فعالان او د دې کورنۍ نور همکاران په نښه کړي او پرې ترهريز بريدونه وکړي!

د سرمقاله لیکوونکي په وینا، دا خبرداری که څه هم تريخ حقيقت دی، خو هېڅ داسې لاره نه ده په ګوته شوې چې د رسنيو د کارکوونکو او مدني فعالينو ژوند خوندي کړای شي.

ورځپاڼې لیکلي، دا ډول ترهګريز بريدونه نه یوازینۍ او نه هم وروستۍ پېښې دي بلکې په وینا یې په تېرو لسیزو کې د دې حملو لړۍ ښه په درز روانه وه چې پراخه مرګ ژوبله يې اړولې او سره له دې چې بشري جنايتونه دي، خو بيا هم نړۍ پرې غلې ده.

لېکوال پر افغان حکومت، د رسنيو په ملاتړې کورنيو او اړوندو نړيوالو ادارو غږ کړی چې بايد د رسنيو د کارکوونکو او د مدني ټولنې فعالينو ته متوجه خطر بابېځه ونه ګڼي، بلکې پر وړاندې يې پياوړي ګامونه اوچت کړي، که نه نو د سرمقاله ليکونکي په باور د دې برخې پر فعالينو بريدونه سختې ناوړې پايلې لرلی شي.

XS
SM
MD
LG