د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې د شویو بې نظمیو او ادعاوو د څېړلو امر وشو


د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو د رایو بیا شمېرلو د ملاتړو معترضو یو انځور- 04 November, 2020
د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو د رایو بیا شمېرلو د ملاتړو معترضو یو انځور- 04 November, 2020

د امریکا لوی څارنوال ویلیام بار فدرالي څارنوالانو ته دنده سپارلې چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بې نظمیو د هغو ادعاوو په اړه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ راپورته کړي او شواهد یې نه دي وړاندې کړي، څېړنه وکړي.

د امریکا د ولسمشرۍ په ترسره شویو ټاکنو کې د بې نظمیو د ادعاوو د څېړنې په اړه د هغه لیک په غبرګون کې چې د امریکا لوی څارنوال ویلیام بار فدرالي څارنوالانو ته استولی او هغوی ته یې دنده سپارلې چې په دې اړه څېړنې پیل کړي، د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا په عدلیې وزارت کې د ټاکنیزو جرمونو د څانګې مشر په یوه ایمیل کې چې د وزارت د ننه یې استولی، له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

هغه ویلي، وروسته له هغې چې یوه نوې پالیسي او نتایج یې ولوستل، له دغې دندې یې استعفا ورکړه.

د امریکا لوی څارنوال ویلیام بار چې د ټرمپ له نږدې مدافعانو دی، منتقدینو او د ډیموکراټانو تورن کړی چې د خپلې دندې په مهال یې څو ځلې هڅه کړې چې عدلي سیسټم سیاسي کړي.

د امریکا لوی څارنوال ویلیام بار
د امریکا لوی څارنوال ویلیام بار

جوبایډن چې د الکټرول کالج ۲۷۰ رایو په ګټلو سره چې سپینې ماڼۍ ته د رسېدو لپاره اړینې دي، د ولسمشرۍ د نومبر د درېیمې ټاکنو ګټونکی اعلان شوی، کمپاین یې بار تورن کړی چې هڅه کوي، د ټرمپ بې بنسټه ادعاووې ثابتې کړي.

د بایډن یوه جګپوړي سلاکار باب باویر وویل، دا هغه ادعاوې دې چې ولسمشر او د هغه وکیلان یې هره ورځ کوي او دعواوې یې په هره محکمه کې مسخره کېږي.

جوبایډن
جوبایډن

د امریکا لوی څارنوال فدرالي ویلیام بار څارنوالانو ته دغه لیک داسې مهال استولی چې د ټرمپ ادارې د عدلیې له وزارته غوښتي چې د درغلیو ادعاوې وڅېړي او د هغه کمپیان هم په څو ایالتونو کې اقامه د دعوا کړې ده.

قاضیانو په میشیګان او جورجیا ایالتونو کې دغه دعواوې رد کړي او د چارو د کتونکو په باورد ټرمپ حقوقي دعوا ډېر لږ چانس لري چې د ټاکنو پایله بدله کړي.

د امریکا ټولو ایالتونو کې فدرالي څارنوالانو ته په استولي لیک کې د امریکا لوی څارنوال ویلیام بار ټینګار کړی چې عدلیې وزارت دې ته اړتیا نه لري چې په ترسره شویو ټاکنو کې د درغلیو د مواردو په اړه باید شواهد موجود وي.

خو په دې لیک کې ښاغلي بار پخواني محدودیتونه لغوه کړي چې فدرالي څارنوالان یې د دغسې څېړنو له پیلېدو منع کول.

معمولاً دغه څېړنې د ایالتونو له خوا ترسره کېږي.

ښاغلي بار فدرالي څارنوالانو ته ویلي، دې ته پام چې اوس د ټاکنو پروسه بشپړه شوې، تاسو ته دنده سپارل کېږي چې د خپل حقوقي مسئولیت په حوزه کې د ټاکنو د پایلو له تایید مخکې د ټاکنو په اړه د مشخصو او تنظیم شویو بې نظمیو د ادعاوو په اړه څېړنه وکړئ.

هغه ویلي، چې دا ډول څېړنې به په هغو مواردو کې چې د بې نظمیو د ادعاوو په اړه واضح او کره شواهد وي او هغه حقیقت ولري چې د هر ایالت د ټاکنو پر پایلو مهم اغېز لرلی شي، ترسره کېږي.

د امریکا د عدلیې وزارت موجوده پالیسۍ تر هغو چې ټولې رایې تایید شوې او بیا شمېرنه یې بشپړه شوې نه وي او هم دغه سیالي پای ته نه وي رسېدلي، د فدرالي چارواکو مداخلې ته اجازه نه ورکوي.

د دغه طرزالعمل له مخې د ایالتونو د ټاکنو سیمه ییز او ایالتي چارواکو ته دغه دنده سپارل شوي، نه فدرالي څارنوالانو ته چې د رایې د پایلو په اړه څېړنه وکړي.

سره له چې امریکایي رسنیو پخوانی مرستیال ولسمشر جوبایډن د ولسمشرۍ د ټاکنو ګټونکی بللی او ویلي یې دې چې هغه په ډېرو ایالتونو کې په لوی توپیر له ټرمپ مخکې شوی او عامه ډېرې رایې یې ګټلي، د هغه سیال اوسني جمهوریپال ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټاکنو کې لا تر اوسه خپله ماتې نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG