د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

په افغانستان کې د ناټو ماموریت څومره اغېزمن و؟


ارشیف- په افغانستان کې د ناټو ځواکونه
ارشیف- په افغانستان کې د ناټو ځواکونه

پرون د دې سازمان د غړو او متحدو هېوادنو د ځوانانو سره د یوې ناستې کوربه و.

په دغه ناسته کې د ګډونکونو هېوادنو ځوانو استازو د ناټو راتلونکی پرګرامونو په اړه له سټولټنبرک سره خبرې وکړې.

د ناټو عممومي سر منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عممومي سر منشي ینس سټولټنبرګ

افغانستان هم د دې سازمان متحد دی، دغه سازمان په افغانستان له تېرو اتلسو کلونو راپدېخوا خپل نظامي حضور لري خو دغه نظامي حضور په افغانستان د جګړې د کمښت او له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې څومره اغېزمن رول لوبولی؟

دغه سازمان افغانستان ته دوه لسیزې وړاندې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره راغی خو لا هم دغه ماموریت دوام لري او پای ته نه ده رسېدلی.

د ناټو د ماموریت تر چتر لاندې یو وخت ۱۳۰ زره پوځیان په افغانستان کې و خو په ۲۰۱۵ م کال کې دغه پوځیان کم او د دې ماموریت نوم ایساف ته واوښت.

اوسمهال د دې ماموریت پوځیان په افغانستان کې شاوخوا ۱۶ زرو ته رسېږي.

د ناټو ماموریت په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تجهیز او د سیمه په کچه د اړوند مسایلو په اړه د یوې اجماع رامنځته کول دي.

خو په افغانستان کې یو شمېر ځوانان وايي، ناټو ونه شوای کړای چې روانه جګړه په افغانستان کې پای ته ورسوي.

محمد عارف هلالي چې له تېرو اتلسو کلنو راپدېخوا د دې ماموریت او کړنو په اړه حالات له نږدې څارلي وايي، دغه ماموریت په افغانستان د تمې خلاف ناکامه و.

هغه وویل: "زما په باور هغه ډول چې اړتیا و دغه ماموریت کامیابه نه و، بریالیتوبونه یې درلودل خو د پام وړ نه، که په راتلونکې کې هم همداسې فکر نه کوم چې افغانان د پاتې کېدو لپاره زړه ښه کړي."

د امریکا او طالبانو د هوکړې پربنسټ ټاکل شوې چې ۴۵۰۰ امریکايي ځواکونه او ۶۱۰۰ هغه پوځیان چې د ناټو د ماموریت تر چتر لاندې دی راتلونکي میلادي کال کې افغانستان پرېږدي.

خو په دې هوکړه کې راغلي چې د بهرنیانو وتل له افغانستان څخه مشروط دې ته دي چې طالبان خپلې اړیکې له نورو ترهګریزو ډلو سره پرې کړي.

خالد مومند چې په نړېوالو اړیکوي کې ماسټري کوي وايي، ښه ده چې بهرنیان له افغانستان څخه ووځي خو دا وتل باید مسئولانه وي، نه دا چې بیا تېرې دورې تکراري شي.

مومند زیاته کړه: "په جنګ کې رالوی شوی یم، جګره هماغسې توده او ټول قربانیان عام وګړي دي، که د ناټو ماموریت په افغانستان کې کامیابه وای اوس به د یو سوله ییز افغانستان خاوندان و، که بهرنیان وي یا نه وي موږ ته اوس مهم نه ده خو که وځي باید مسئولانه ووځي."

مودې وړاندې بیا د ناټو سرمنشي اعلان وکړ چې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره به خپلو پوځي مرستو ته دوام ورکوي.

یو شمېر پوځي کار پوهان او خلک د ناټو حضور په افغانستان کې په تېرو کلونو کې ځکه ناکام بولي چې په خپلو کړنو کې ريښتنې نه و.

ناټو سازمان په ۱۹۴۹ میلادي کال کې د کډ دفاعي هدف په موخه په واشنګټن کې جوړ شو او اوس مهال ۳۰ هېوادونه یې غړيتوب لري.

ناټو سازمان له غړو هېوادونو سره داسې تړول لاسلیک کړی چې که د دې سازمان په هر غړي هېواد حمله کېږي هغه به د دې سازمان په ټولو غړو هېوادونو برید او د دفاع لپاره به یې په ګډه مقابلې ته ورځي.

افغانستان هم له ۲۰۰۱م کال راهیسې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې ددې سازمان یو له متحدینو څخه دی.

XS
SM
MD
LG