د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

دانش: د امریکا-طالبانو د هوکړې مسؤلیت نه‌لرو، واشنګټن دې د سولې بهیر بیا وارزوي


د جمهور رئیس غني دوهم مرستیال سرور دانش
د جمهور رئیس غني دوهم مرستیال سرور دانش

د افغانستان حکومت له طالبانو سره د سولې مذاکراتو د پیل او تر خوا یې په دې بهیر کې د شته ستونزو په اړه نوي مسایل راپورته کړي دي.

تازه د جمهور رئیس غني دوهم مرستیال سرور دانش د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د لړم ۱۰» په یوې غونډه کې غوښتنه وکړه چې د امریکا نوي رهبري باید د سولې روان بهیر ته له سره کتنه وکړي او دا بهیر بیا وارزوي، څو په خبره‌یې دې برخه کې شته ستونزې حل شي.

د جمهور رئیس دوهم مرستیال وویل، طالبان د سولې مذاکراتو د پیل لپاره د دوحې هوکړه یو بنسټ بولي، هغه څه چې د افغان دولت مذاکره کوونکی پلاوی یې نه‌مني او نه هم افغان دولت د دې هوکړې د جزئیاتو پر وړاندې مسؤل دی.

سرور دانش د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د شوې هوکړې پر وړاندې د افغان دولت مسؤلیت هم رد کړ او طالبان‌یې هم تورن کړل چې دا هوکړه‌یې نقض کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو بیا له جوبایډن غوښتي چې د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي.

دوحه کې د سولې خبرې
دوحه کې د سولې خبرې

هغه زیاته کړه: "موږ د افغانستان حکومت په توګه دا هوکړه نه لاسلیک کړې، نه‌یې یو لوری یو، نه مو توحید کړې او له حقوقي او قانوني اړخه، د هغه څه په اړه چې د هوکړې په جزئیاتو کې راغلي، هېڅ ډول مسؤلیت هم نه‌لرو."

ښاغلي دانش طالبان له امریکا سره د شوې هوکړې په نقض، د تاوتریخوالي په زیاتېدو او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو په دوام هم تورن کړل، هغه چې د هغه له قوله، د دوحې د هوکړې خلاف دي.

د جمهور رئیس غني دوهم مرستیال دا څرګندونې داسې مهال کوي چې طالبانو د امریکا له راتلونکي جمهور رئیس څخه غوښتي، د هغه موافقې درناوی وکړي چې له افغانستان څخه‌یې د امریکایي ځواکونو وتلو ته زمینه برابره کړې ده.

د طالبانو یو ویاند فرانس پرس اژانس ته ویلي، د دې ډلې مشرانو د یو کس سره نه، بلکې د امریکا له حکومت سره هوکړه لاسلیک کړې ده.

په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري د سولې مذاکرات له بن‌بست سره مخ بولي او زیاتوي، د طالبانو وړاندیزونه او غوښتنې د منلو نه‌دي.

ده وویل: "هغه وړاندیزونه چې موږ ته د منلو نه‌دي. یو د حنفي او جعفري فقهې مسئله وه او بل دا چې د سولې د مذاکراتو بنسټ باید د دوحې هوکړه وي."

طالبان بیا وايي، د دوحې هوکړه د سولې د روانې پروسې لپاره اصل دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردک ازادي راډیو ته په رالېږلي پیغام کې لیکلي "په دې اړه ډېر بحثونه شوي او دا د ټولو په ګټه هم ده، د هوکړې عملي کول او ورته التزام لرل د ټولو په ګټه دي."

افغانستان کې امریکايي سرتېري
افغانستان کې امریکايي سرتېري

دا چې د امریکا حکومت به د افغانستان د غوښتنې په اړه څه دریځ ولري، لا هم روښانه نه‌ده، خو جوبایډن د کمپاین پر مهال فارین پالېسي ته په یوه مقاله کې لیکلي و، د افغانستان او منځني ختیځ له جګړو څخه خپل اکثریت سرتېري وباسي او القاعده او داعش به ماتوي.

ښاغلي بایډن دا هم لیکلي و چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې به د ترهګرۍ پر ضد مبارزه باندې تمرکز کوي او د ډېرو سرتېرو د استولو پر ځای به په استخباراتي او ځانګړو مأموریتونو تکیه کوي.

XS
SM
MD
LG