د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

مېل انلان د بایډن د انتخابېدو په اړه د افغانانو څرګندونې را اخیستي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • مېل انلان

مېل انلاین ورځپاڼې د امریکا د ولسمشر په توګه د ډیموکرات کاندید جوبایډن د انتخابېدو په اړه د افغان ولسمشر اشرف غني د مبارکۍ پیغام او له واشنګټن سره‌یې د راتلونکو اړیکو په اړه څرګندونو ته پام اړولی او لیکي، اشرف غني د یکشنبې په ورځ په خپل ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي، تمه کوي چې د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکې به د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې او د سولې د ټینګېدو په برخو کې لا پراخې شي.

غني همدا شان ویلي چې له خپل اساسي شریک، متحده ایالاتو سره د هر اړخیز ستراتېژیک شراکت لا پیاوړي کېدو ته سترګې په لاره دی.

په مېل انلاین کې په دې اړه په خپاره شوي مطلب کې د بایډن د انتخابېدو په اړه د یو شمېر عامو افغانانو څرګندونې هم را اخیستل شوي چې اکثرو یې ویلي دي، نوموړی به له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل چې ډېر په بېړه و، ښایي ورو کړي.

محمد داود چې په کابل کې جامې پلوري، ویلي چې بایډن به دغه جګړه ختمه کړي، خو هغه په یو مسؤلانه ډول، نه په هغه ډول چې ولسمشر ډونالد ټرمپ غوښتل.

تیمور شاران چې په کابل کې په امریکایي پوهنتون کې استاد دی ویلي چې له طالبانو سره د واشنګټن موافقه یوه بده موافقه وه چې د افغانستان دولت ته‌یې هېڅ امتیاز نه‌وو ورکړی، خو د بایډن راتلونکې اداره به د سولې د خبرو په وړاندې د زغم وړ یوه تګلاره مخې ته کړي.

احمد جاوېد چې په کابل کې محصل دی، ویلي د بایډن انتخابېدل یو ښه خبر دی او دی ګومان کوي نوموړی به هغه تېروتنې تکرار نه‌کړي چې ټرمپ ترسره کړي.

جاوېد ويلي، د ده فکر بایډن به ښایي د طالبانو او امریکا پر شوې موافقې له سره غور وکړي او یو شمېر امریکایي ځواکونو به هم په افغانستان کې وساتي.

د طالبانو او د امریکا ترمنځ د فبرورۍ د میاشتې د سولې تړون له مخې به امریکا تر راتلونکې مې میاشتې پورې، ټول سرتېري له افغانستانه باسي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند محمد نعیم هم د بایډن د انتخابېدو په اړه پرون یکشنبې ازادي راډیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې دوی هیله‌من دي چې د بایډن ټاکنه د سولې پر شویو موافقو کوم منفي تأثیر ونه‌لري، بلکې له عملي کېدو سره‌یې لا مرسته وکړي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په کابل کې د حملو زیاتوالي ته پام اړولی او لیکي چې ډېر خلک د دغو حملو پړه پر حکومت اچوي. ورځپاڼه د پیل په کرښو کې لیکي، دغه حملې نه‌یوازې دا چې د دې ښکارندویي کوي چې دغه ښار د حملو له زیاتوالي سره مخ دی، بلکې هغه پر افغان حکومت د خلکو د مخ په زیاتېدونکي نارضایتي څرګندونه هم کوي چې د دوی په وینا نه‌شي کولای د خپلو خلکو ساتنه وکړي.

د نیویارک ټایمز په لیکنه په کابل کې په یوه اوونۍ کې د دغو حملو په ترڅ کې یو پخوانی وتلی ژورنالېست، د یوې ښاروالې پلار او د کابل پوهنتون لږترلږه ۲۲ محصلان او نور کارکوونکي یې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG