د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

کابل چاپ ورځپاڼو د روانو ناامنیو او په کابل کې د هدفي وژنو په اړه لیکنې کړي


کابل چاپ ورځپاڼې
کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان سولې بهیر، روانو ناامنیو او په کابل ښار کې د هدفي وژنو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکي، په کابل پوهنتون له برید وروسته په قطر کې د افغان دولت مذاکره کوونکي پلاوي له طالبانو سره له مخامخ ناستو ډډه کړې، خو روښانه نه‌ده چې دغه اعتراض به د څو ورځو لپاره دوام وکړي.

په سرمقاله کې راغلي، که د افغان پلاوي هدف طالبانو باندې له دې امله فشار راوستل وي چې تاوتریخوالي راکم کړي، نو نورې لارې هم وې.

سرمقاله لیکونکی وېره ښيي چې له مخامخ ناستو د افغان پلاوي ډډه به د سولې روان بهیر له خڼد او ځنډ سره مخ کړي او حالت به نور هم خراب شي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، قطر او نور هېوادونه چې د دغو مذاکراتو تسهیل کوونکي دي، بابد په اوسني وضعیت کې استوار پاتې شي او د ژر خبرو د پیل لپاره خپلې هڅې چټکې کړي.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې لیکلي، ورځ تر بلې په ټول افغانستان کې تاوتریخوالي زیاتېږي چې زیان‌یې د سولې روان بهیر ته چې له ډېره وخته ورته د ولس سترګې دي، اوړي.

د لیکوال په خبره د سولې رامنځته شوی فرصت باید له لاسه ونه‌وځي او په باور یې روانه جګړه او تاوتریخوالی هغه څه دي چې په سخته د سولې ترلاسه شوی فرصت ګواښي.

یو شمېر نورو ورځپاڼو بیا په کابل ښار کې په هدفي وژنو په ځانګړې توګه د پخواني خبریال یما سیاوش د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې د سیاوش وژل کېدو ته په اشارې سره لیکي، په علمي، اکاډمیکو مرکزونو له بریدونو وروسته اوس په پياوړو شخصیتونو د حملو وار رسېدلی.

د سرمقاله لیکونکي د معلوماتو له مخې دا د وسله‌والو ډلو تاکیک دی چې ممکن له دې وروسته انتحاري حملې او چاودنې یو ځل بیا له سره پیل شي، نو لازمه ده چې امنیتي او کشفي بنسټونه فعال او د دا ډول حملو مخه ونیسي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې لیکلي، حکومت دې د خلکو امنیت تأمین کړي، په څېړنو قربانیان او مړي نه‌ژوندي کېږي.

په سرمقاله کې یادونه شوې، ۲۰ کاله کېږي، له پېښو وروسته حکومتي چارواکي دا ټکي چې په سختو ټکو یې غندو، دا د دښمنانو کار دی، څېړنه کوو، تکراره وي، خو هېڅ درد نه دوا کوي.

لیکوال سپارښتنه کوي، ښه به دا وي چې حکومت له پېښې وړاندې یو احتمالي خطر شنډ کړي او د مخنیوي لپاره هر اړخيزه څېړنه وکړي، نه له پېښو وروسته بېلابېلې څرګندونې.

XS
SM
MD
LG