د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۲

نورستان کې مظاهره‌چیان: پر کابل پوهنتون برید د بشري اصولو خلاف دی


په نورستان کې مظاهره کوونکي
په نورستان کې مظاهره کوونکي

د نورستان په مرکز پارون کې په سلګونو کسانو نن د پنجشبنې(د لړم ۱۵مه) په سهار د کابل پر پوهنتون د شوي وسله وال برید پر خلاف لاریون وکړ.

دغه لاریون کوونکو په دغه برید کې چې ۲۲ تنه محصلین پکې ووژل شول او زیات شمېر په کې ټپیان شول و غندل او دا یې د اسلامي او بشري اصولو خلاف وبلل.

په یاد لاریون کې دیني عالمانو وویل چې په تعلیمي مرکزونو، جوماتونو او په نورو ټولګټو پروژو باندې بریدونه کول ناروا دي.

په نورستان کې لاریون کوونکي
په نورستان کې لاریون کوونکي

د لاریون کوونکو له ډلې مولوي عنایت الله اعتراض کوونکو ته وویل: "هر څوک چې دغو انفجاراتو لپاره زمېنه برابروي، په پوهنتونونو او تعليمي ادارو کې چاودنې کوي، ددې چارې مشوره ورکوونکی به يې هم د قیامت په ورځ د الله له رحمته بې برخې وي."

مظاهره چیانو ویل، دوی له جنګونو او وژنو پوزې ته راغلي او هرڅوک چې افغان وژنې ته دوام ورکوي هغوی د افغانستان او افغانانو دښمنان دي.

په تعلیمي مرکزونو، جوماتونو او په نورو ټولګټو پروژو باندې بریدونه کول ناروا دي.د لاریون ګډونوالو محمد حنیف جمال او عبدالوهاب ازادي راډیو ته وویل:"هرڅوک چې دغه عمل کوي، که هغه طالب دی یا داعش او یا هم بله ډله ده دوی د هېواد دښمنان دي. د دې هېواد او د دې مسلمانو پرضد دي.

په تعلیمي مرکزونو، جوماتونو او په نورو ټولګټو پروژو باندې بریدونه کول ناروا دي.

-موږ دا ټول ظالمانه اعمال غندو، دا د اسلام سره هېڅ تړاو نه لري. هر څوک چې د مسلمانانو وېنه تویول حلال ګڼي، نو د هغوی خپل اسلام او ایمان کې شک دی."

خلک وايي، د دوشنبې په ورځ شوي برید کې چې ۲۲ تنه محصلین پکې ووژل شول او تر ۴۰ نور ټپیان شول، حکومتي مسولینو دعوه کړې چې برید کوونکي يي هم وژلي، خو تراوسه يي د برید ګرو جسدونه رسنیو ته نه دي ښودلي.

په نورستان کې د کابل په پوهنتون شوی وسله وال برید په داسې حال کې غندل کېږي چې وسله والو طالبانو غندلی، خو حکومت بیا پړه پر طالبانو اچولې ده.

په افغانستان کې روانه جګړه او بریدونه د اکثرو اسلامي هېوادونو دیني عالمانو د اسلام د دین له احکامو او بشري حقوقو خلاف بللې ده او په جنګ کې يې له ښکېلو خواو د جګړې بندولو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG