د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

ولسي جرګه: که د ۴ وزارتونو وزیران معرفي نه‌شي بودجه پرې قطع کېږي


د افغانستان ولسي جرګه
د افغانستان ولسي جرګه

د افغانستان ولسي جرګه وايي، د سولې په چارو، پارلماني چارو کې، د شهیدانو او معلولینو او طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیران دې جرګې ته معرفي شي، که نه نو بودجه‌یې قطع کېږي.

ولسي جرګې زیاتوي چې د کابینې د نوماندو وزیرانو ترڅنګ باید د دولت څلور وزیران هم د باور رأیې د ترلاسه کولو لپاره دې جرګې ته معرفي شي.

د دې جرګې رئیس میر رحمان رحماني د چهارشنبې (د لړم ۱۴مه) په ورځ د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې دا پریکړه د دې جرګې د مخکینۍ مصوبې پر بنسټ شوې ده.ښاغلي رحماني ویلي، که دا وزیران رایه وانه‎خلي نو وزارتونو ته به یې بودجه ورنه کړل شي: "په پارلماني چارو کې پېښو ته د رسیدنې، د شهیدانو او معلولینو چارو او د سولې په چارو کې د دولت وزیران باید راشي او له ولسي جرګې رایه واخلي که نه په مطلق ډول له موږ سره بودجه نه لري."

د افغانستان د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني
د افغانستان د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان جمهور رئیس په وروستیو کلونو کې د سولې په چارو کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې او طبیعي پېښو ته د رسیدنې په چارو کې د دولت وزارتونه رامنځته کړي.

دغه راز په پارلماني چارو کې د دولت وزارت هم له څه باندې لسو کلونو راهیسې فعالیت لري.

خو اوس د افغانستان ولسي جرګه وایي چې د دې وزارتونو وزیران باید د کابینې د نورو غړو په څېر له دې جرګې نه رایه واخلي.

شمروز خان مسجدي
شمروز خان مسجدي

د جمهور رئیس دفتر په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه، خو د مالیې وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي ازادي راډیو ته وویل چې د دغو وزارتونو د بودجې په اړه به د ولسي جرګې د پریکړې له مخې اجرأت وشي.

ښاغلي مسجدي زیاته کړه: "که د ملت د کور پریکړه وي نو د مالیې وزارت به د قانون په چوکاټ کې ورسره عمل وکړي. یعنې که ولسي جرګې رایه ورکړي وي چې دا نهادونه او وزارتونه بودجوي واحدونه نه دي او باید بودجه ورته ورنه کړل شي موږ د قانون سره سم پرې عمل کوو."

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د کابینې ټول غړي او دوه کاندید رئیسان ولسي جرګې ته د رأی د اخېستلو لپاره معرفي کړل.

د دې جرګې اداري پلاوي ویلي چې دا مهال د کاندیدانو د اسنادو څېړل دوام لري او کله چې دا لړۍ پای ته ورسېږي نو د رأی ورکولو پروسه به پیل شي.

XS
SM
MD
LG