د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

د امریکا په تاریخ کې بې‌ساري انتخابات؛ '۱۶۰ میلیونه کسان به رایه ورکړي'


د امریکا میشیګان ایالت کې د رأی ورکولو بهیر
د امریکا میشیګان ایالت کې د رأی ورکولو بهیر

په امریکا کې د ولسمشرۍ انتخاباتو بهیر په ډېرو ایالتونو کې په سیمه‌ییز وخت د سهار له اوو بجو پیل شوی او هغوی چې تر اوسه‌یې رایې نه‌دي ورکړي، د رأی ورکولو مرکزونو ته ځي او خپلې رایې غوره کاندید ته ورکوي.

جمهوري‌پال ولسمشر ډونالد ټرمپ د خپل ډیموکرات سیال جوبایډن له سختې سیالۍ سره مخ دی.

دا د امریکا په تاریخ کې بې‌ساري انتخابات دي چې په دې هېواد کې د کرونا د خپرې شوې وبا تر سیوري لاندې ترسره کېږي.

له ننه چې د انتخاباتو ورځ ده، مخکې له ۱۰۰ میلیونو زیاتو امریکایانو د پوسټ یا هم د رأی ورکولو د مرکزونو له لارې رایې ورکړي او دغه بهیر هم د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره په ډېرو ایالتونو کې غځول شوی و.

واشنګټن کې د ولسمشریزو انتخاباتو د رأی ورکولو یو مرکز
واشنګټن کې د ولسمشریزو انتخاباتو د رأی ورکولو یو مرکز

دې ته په پام چې د رأی ورکولو په شرایطو ډېرو برابرو کسانو خپلې رایې له مخکې ورکړي، ښایي په دې انتخاباتو کې د ټولو ګډونوالو شمېر له مخکېنیو د ۲۰۱۶ د ولسمشرۍ له انتخاباتو لوړ شي، یعنې په ۱۰۰ کې به له ۵۵ واوړي.

مایکل مک ډونالد چې په فلوریدا پوهنتون کې استاد دی او د امریکا د انتخاباتو پروژه مخ ته وړي، ازادي راډیو ته وویل چې دی اټکل کوي چې ۱۶۰ میلیونه وګړي یا په ۱۰۰ کې ۶۷ به په دغو انتخاباتو کې ګډون وکړي چې دا د ۱۹۵۰ لسیزې راهیسې یوه تر ټولو لوړه شمېره ده.

په امریکا کې د رأی ورکولو پر شرایطو د برابرو کسانو شمېر شااوخوا ۲۴۴ میلیونه ښودل شوی.

مک ډونالد لکه د نورو کتونکو په څېر په دې باور دی چې دا به وخت ونیسي چې څوک د دغو انتخاباتو ګټونکی دی. یو کاندید باید د الکټرول کالج ۲۷۰ رایې خپلې کړي چې ګټونکی اعلان شي خو دې ته په پام چې ډېرې رایې د پوسټ له لارې ورکړل شوي، هغه شمېرلو ته اړتیا لري.

د پنسلوانیا ایالت چې د الکټرول کالج ۲۰ رایې لري او مهم ایالت بلل کېږي، په ګډون یو شمېر ایالتونه تر هغو چې د انتخاباتو ورځ نه‌وي رارسېدلې، د پوسټ له لارې د ورکړل شویو رایو د شمېرلو بهیر نه‌پیلوي.

ولسمشر ټرمپ نن د نومبر په درېیمه له فاکس نیوز چینل سره په مرکه کې وویل چې تېره اوونۍ یې ډېر ښه انتخاباتي کمپاین له نویو بدلونونو سره مخ ته وړی چې هغه به د ده بیا ټاکل کېدو ته لاره هواره کړي.

د امریکا ولسمشر او روانو انتخاباتو کې جمهوري غوښتونکی نوماند ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر او روانو انتخاباتو کې جمهوري غوښتونکی نوماند ډونالد ټرمپ

نوموړي د بریالیتوب د اعلانونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې په سنجول شوې لهجې وویل چې هله به د بریالیتوب اعلان وکړي چې بریالی شوی وي. د هغه په وینا د لوبې کولو ته اړتیا نه‌شته.

د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې د ریل کلییر پولټېکس په نوم وېب‌پاڼې چې د انتخاباتو ارقام څاري، اټکل کړی چې بایډن او د هغه مرستیالې کامالا هارس په هغو ایالتونو کې چې د نظر شمېرنو له مخې دوی مخکې و، د الکټرول کالج ۲۱۶ رایو ته نږدې شوي.

د اټکل له مخې ټرمپ او د هغه مرستیال مایک پنس بیا په هغو ایالتونو کې چې دوی مخکې و، د الکټرول کالج ۱۲۵ رایو ته نږدې شوي.

XS
SM
MD
LG