د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

وسله‌والو ویانا کې ۳ تنه ووژل؛ مشکوکو قاتلینو پسې سخت لټون روان دی


په اتریش کې د پولیسو د لټون عملیات روان دي.
په اتریش کې د پولیسو د لټون عملیات روان دي.

وروسته له هغې چې د اتریش په پلازمېنه ویانا کې یو شمېر وسله‌ والو کسانو په ډزو لږ تر لږه درې کسان ووژل، په مشکوکو کسانو پسې سخته پلټنه پیل شوې ده.

په وسله‌ والو کسانو پسې نن سې شنبه د پلټنې عملیات پیل شوي او یو مشکوک تن چې د اسلامي دولت یا داعش خواخوږی بلل شوی د پولیسو له خوا وژل شوی او پولیس وايي، لږ تر لږه په یوه بل حمله کوونکي پسې په تالاشۍ بوخت دي.

پولیسو تېره شپه وویل، په وسلو سمبالو «ګڼو» مشکوکو لږ تر لږه په شپږو ساحو کې دا حملې کړي چې یوه حمله د یهودانو یوه عبادتځای ته څېرمه وه.

دا ډزې څو ساعته مخکې تر دې پیل شوې چې په ویانا کې د کرونا وېروس له کبله محدودیتونه بیا د نافذېدو په حال کې وو او لا هم خلک په بارونو او رسټورانټونو کې وو او په ازادانه ډول د ګرځېدو راګرځېدو له وروستۍ شپې یې خوند اخېست.

د ویانا ښار په څو ساحو کې حملې وشوې چې ګڼ کسان یې ټپیان کړل د اتریش یوه چارواکي پېښې تروریستي بللي دي.

پولیس وايي، نن سې شنبه د وژل شویو کسانو شمېر درېیو ته زیات شوی چې دوه یې نارینه او یوه ښځه ده. مخکې د وژل شویو شمېر ۲ ښوول شوی وو.

د نړۍ د ځینو هېوادونو او سازمانونو مشرانو دا پېښه غندلې او له اتریش سره یې خواخوږي ښوولې ده.

تر دې مخکې د ویانا ښاروال میکایل لودوینګ ویلي وو، ۱۵ کسان روغتونونو ته وړل شوي چې د ګڼو هغو ټپونه ژور دي. پولیس وايي د حملو په وخت کې یو پولیس هم ژوبل شوی دی.

حملې پر ځايي وخت د تېرې شپې شا و خوا اته بجې هغه وخت پیل شوې چې د ویانا د مرکز په لومړۍ ناحیه کې د ډزو غږونه واورېدل شول.

د کورنیو چارو وزیر کارل نیهامیر نن یوه کنفرانس ته وویل، وژل شوی حمله کوونکی یو افراطي کس و چې له داعش سره یې نږدې اړیکې وې.

د اتریش پولیس په ویانا کې د پلټنو پر مهال
د اتریش پولیس په ویانا کې د پلټنو پر مهال

پولیس له چاودېدونکو توکو څخه په استفادې د وژل شوي کس، چې د کورنیو چارو وزیر په خبره په ډېرو وسلو سمبال وو، اپارتمان ته ننوتل.

تر اوسه معلومه نه ده چې مشخصا په حمله کې څو حمله کوونکي دخیل وو.

خو د اتریش یوه بل چارواکي ویلي، حمله کوونکي په ماشینګڼو او نورو وسلو سمبال وو او په مسلکي ډول چمتو کړای شوي وو.

د کورنیو چارو وزیر د ویانا له اوسېدونکو وغوښتل چې په کورونو کې پاتې شي او له ټولو عامه ځایونو او عامه ټرانسپورټ ځانونه لیرې وساتي.

ده وویل، چې نن سې شنبه ښايي ماشومان ښوونځیو ته لاړ نه شي.

  • 16x9 Image

    صالح محمد صالح

    صالح محمد صالح (Salih Mohammad Salih) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او ویندوی دی، چې له ۲۰۰۶م کال راهیسې له دې راډیو سره کار کوي.

XS
SM
MD
LG