د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

سبا امریکا کې انتخابات؛ شاوخوا ۹۰ میلیونو خلکو لا له وړاندې رأیې کارولي


سبا امریکا کې انتخابات کیږي
سبا امریکا کې انتخابات کیږي

سبا سې شنبه (د لړم ۱۲مه) د امریکا په متحدو ایالتونو کې د ولسمشرۍ انتخابات کېږي. مخکې تر مخکې شاوخوا ۹۰ میلیونه امریکایانو خپلې رأیې کارولي دي.

د کرونا وبا د خپرېدو له کبله ډېر امریکایان په الکترونیکي بڼه او یا هم د پوسټ له لارې رایې کاروي.

پرون دوشنبه (د لړم ۱۱مه) هم دواړو کاندیدانو په بېلابېلو ایالتونو کې د انتخاباتي کمپاینونو په لړ کې غونډې وکړې.

د امریکا ولسمشر او د جمهوريپال ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ په پنسلوانیا ایالت کې د خپل انتخاباتي کمپاین په وروستي پړاو کې له انتخاباتو وروسته د ناوړه پېښو د احتمال پر وړاندې خبرداری ورکړ.

ده ټینګار وکړ چې که له انتخاباتو سمدلاسه وروسته نهايي ګټونکی اعلان نهشي، ممکن د انتخاباتو د نتیجې پر اعلان څو اوونۍ ووځي او په لړ کې یې ډېرې نادودې وشي.

ډونالډ ټرمپ په پنسلوانیا ایالت کې له انتخاباتو وروسته د ناوړه پېښو د احتمال پر وړاندې خبرداری ورکړ.
ډونالډ ټرمپ په پنسلوانیا ایالت کې له انتخاباتو وروسته د ناوړه پېښو د احتمال پر وړاندې خبرداری ورکړ.

د نظر پوښتنو وروستۍ پایلې ښيي چې د دیموکراټ ګوند کاندید جو بایډن لږ تر لږه په سلو کې ۸ تر خپل سیال ډونالډ ټرمپ وړاندې دی.

ډونالډ ټرمپ خپلې انتخاباتي هلې خلې په ایوا، میشیګان، شمالي کارولینا، جورجیا او فلوریډا کې متمرکزې کړي او جوبایډن هم په پینسلوانیا کې انتخاباتې کمپاین ته دوام ورکوي.

ښاغلي ټرمپ د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې په دې ایالت کې په لږ توپیر بریالی شوی و. دا وار هم اټکل کېږي چې دی په سبانیو انتخاباتو کې د بریالیتوب لپاره اړتیا لري چې په دې ایالت کې ډېرې رأیې ترلاسه کړي.

ده د شنبې په ورځ په ریډینګ ښار کې د انتخاباتي کمپاین په وینا کې وویل: "که په پینسلوانیا کې بریالی شم، خبره خلاصه ده."

ټرمپ دغه راز وویل، که جوبایډن واک ته ورسېږي، د دغه ایالت له فوسیلي موادو 'لکه سکرو' څخه استفاده به ودروي او زرګونه تنه به بې کاره شي.

د ډیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن د شنبې په ورځ له پخواني ولسمشر بارک اوباما سره په میشیګان ایالت کې په انتخاباتي غونډه کې ګډون وکړ.

د امریکا د ولسمشرۍ کاندید جو بایډن څوک دی؟
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:08:00 0:00

په دې غونډه کې بارک اوباما وویل، که اوسني ولسمشر له کورونا وبا سره د مبارزې سمه لار غوره کړې وای، لږ تر لږه ۱۴۰ زره امریکایان به ژغورل شوي وو.

ټرمپ د ۲۰۱۶ میلادي کال په انتخاباتو کې په میشیګان کې تر خپلې سیالې لږ زیاتې رأیې ګټلې وې.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د شنبې تر ورځې پورې تر ۹۰ میلیونه ډېرو امریکایانو د انتخاباتو تر اصلي نېټې وړاندې خپلې رایې کارولې وې. دا د هغو ټولو رایو چې د ۲۰۱۶ په انتخاباتو کې اچول شوې وې، په سلو کې ۶۵ کېږي او د دې معنی دا ده چې دا ځل خلک په انتخاباتو کې ګډون ته ډېره لېوالتیا لري.

XS
SM
MD
LG