د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

خوست کې د یو شمېر ښادیو هوايي ډزې نورې کورنۍ د غم په ټغر کینوي


محمد مبین وايي، په هغه ورځ یې له همدې ودونو څخه هوا ته فایر شوې څو مرمۍ په کور ولګیدې.
محمد مبین وايي، په هغه ورځ یې له همدې ودونو څخه هوا ته فایر شوې څو مرمۍ په کور ولګیدې.

خوست کې په ودونو کې لاهم هوایي ډزې کېږي چې ځینې وخت نورو کسانو ته مرګ ژوبله اړوي.دغلته د پولیسو چارواکي وايي، وخت ناوخت یې ځینې کسان د هوايي ډزو په جرم نیولي، خو بېرته یې د قومي سپین ږیرو په منځګړیتوب خوشې کړي، هغه څه چې د ځايي خلکو په وینا په خوښیو کې د هوايي ډزو د دوام یو لامل دی.

څو ورځې وړاندې د خوست د اسماعیل خیلو مندوزیو ولسوالۍ اسمان مرمیو نیولی و او له یو کلي یې د تودو ډزو غږونه اوریدل کېدل.

دا ډزې د جګړې یا نښتې ډزې نه وي، بلکې په یو ورځ په یو کلي کې د درې ودونو د خوښۍ په مناسبت هوايي ډزې وې.

ښايي د هغو لپاره چې په دې ودونو کې یې د ټوپکو خولې اسمان ته نیولې وې او ډزې یې کولې دا ډزې د خوښۍ څرګندونه وه، خو د همدې کلي د یو اوسیدونکي محمد مبین کورنۍ ته یې بیا دا ورځ په ویر بدله کړه.

محمد مبین وايي، په هغه ورځ یې له همدې ودونو څخه هوا ته فایر شوې څو مرمۍ په کور ولګیدې:

"زموږ وریندار چې په انګړ کې وه، په یوه سړه مرمۍ پر مټ ولګېده او بیا مو روغتون ته یوړه عملیات یې بریالي و، دا هوایي ډزې په خوست کې رواج دی او د دوی خوشالي زموږ د غم سبب شوه."

خوست بازار
خوست بازار

د خوست د عامې روغتیا چارواکي که څه هم د هغو کسانو رسمي شمېرې نه لري چې په هوايي ډزو ټپیان یا مړه شوي، خو زیاتوي، ډېر کله ورته داسې کسان ور وړل کېږي چې هوايي ډزو ژوبل کړي وي .

دوی وايي، عموماً دا ډول ټپیان دوی "په ټوپک د ټپي شوي" په توګه ثبتوي.

په خوست کې پولیس هم هوايي ډزو له ننګونو سره مخ کړي.

د خوست د امنیه قومندانۍ ویاند عادل حیدر وايي، په داسې حال کې چې پولیس تر ډېره د امنیتي پېښو په مخنیوي بوخت دي، د هوايي ډزو مسئله نه یوازې دا چې د خلکو د مرګ ژوبلې سبب کېږي بلکې د امنیتې پېښو په وړاندې پولیسو د مبارزې چاره هم ستونزمنوي.

د ښاغلي عادل په وینا په وینا ډېرکله یې د هوايي ډزو په جرم کسان نیولي، خو وروسته یې د قومي مشرانو په منځګړیتوب او د بیا لپاره د هوايي ډزو د نه کولو په شرط خوشې کړي.

ښاغلي حیدر زیاته کړه: "موږ ته چې خلکو اطلاع راکړې ده، کسان مو راوړي، یوه یا نیمه شپه مو هم پرې کړي، خو دوسیه مو یې رسمي کړې نه ده، ځکه د خوست خلک اتیا سلنه د دولت ملاتړي دي او قوماندان صیب هم د قومي مشرانو، ولایتي شورا او نورو کسانو لپاره دوی بېرته خوشې کوي."

هغوی چې د هوايي ډزو مخالف دي وايي، د سرغړونکو سره د پولیسو همداسې نرم چلند د دې لامل کېږي چې په خوښیو کې د هوايي ‌ډزو دود د دې پرځای چې له منځه ولاړ شي له یوې ورځې بلې ته زیاتیږي.

یوازې ودونه نه دي چې یو شمېر خوستوال په کې هوايي ډزې کوي، بلکې په خوست او د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې یو شمېر خلک هره خوښي د هوايي ډزو لپاره پلمه کوي. دوی په نورو مناسبتونو لکه د ماشومانو په زوکړو، کوژدو، د اخترونو په شپو، د کرکټ او فوټبال د لوبو په بریاوو او نورو خوښیو هم هوايي ډزې کوي.

محمد مبین وايي، پر دې چې ورینداره یې ژوندۍ پاتې شوه خوښ دی، خو په وینا یې هغوی چې د خوښۍ پرمهال هوايي ډزې کوي باید دا له یاده ونه باسي چې هغه مرمۍ چې اسمان ته یې فایر کوي، بېرته ځمکې ته خامخا راپریوزي او دا ډېره ممکنه ده چې د کوم بل انسان یا کورنۍ د ژوند د خوښۍ ډېوه د تل لپاره مړه کړي.

XS
SM
MD
LG