د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

د کرکټ د بریا د خوشحالۍ ډزو په کابل، خوست او ننګرهار کې لس تنه ټپیان کړي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې له پاکستانه د کرکټ د بریا د خوشحالیو په هوايي ډزو کې په کابل، خوست او ننګرهار کې لس تنه ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی په دې تړاو یو شمېر کسان نیولي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"په کابل، خوست او جلال اباد کې د هوايي ډزو له امله لس کسان ټپیان شوي، امنیتي ځواکونو له هدایت سره سم په کابل کې ۴۳، په خوست کې ۱۴ او په جلال اباد کې ۳۱ کسان له وسلو او مهماتو سره نیولي دي."

تېره شپه د نړیوال جام د تمریناتي پړاو لوبو په بهیر کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لومړنۍ تمریناتي لوبه وشوه چې افغان لوبډلې پاکستانۍ لوبدلې ته ماته ورکړه چې ورسره سم د ټوپکوالو د ټوپکو خولې هم هواته شوې او ډزو د خلکو ارام وواژه.

د کرکټ د افغان لوبډلې ځيني لوبغاړي
د کرکټ د افغان لوبډلې ځيني لوبغاړي

دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د کرکټ بریا یا د کومې بلې خوشحالي له امله هوايي ډزې کېږي، بلکې دا عمل اوس په دغه هېواد کې په یوه دود بدل شوی، داسې دود چې خوشحالۍ په غم اړوي.

عام خلک یې په اړه وایي:

"محب الله ستانکزی یم د کابل اوسېدونکی، وسلې او مرمۍ د حکومت دي، په افغانستان کې هره ورځ انتحار او انفجار وي، د دې پرځای چې هوايي ډزې وشي، دغه مرمۍ باید د دښمن په وړاندې استعمال شي."

"نوم مې سکندر دی د جلال اباد اوسېدونکی یم، کله چې یوه پټاقۍ هم چوي، د خلکو زړونه خپه کېږي، خلک ستړي دي، خلک سخت کړېدلي او ځورېدلي دي، نه باید خلک هوايي ډزې وکړي."

"نوم مې سېلاب دی، خوشحالي باید په اتڼونو ونمانځو، نه په ډزو سره، ځکه په هوايي ډزو کې خلکو ته زیان رسېږي."

د افغانستان کرکټ بورډ او د کرکټ لوبغاړو هم په وار وار له خلکو غوښتي چې د دوی بریا په هوايي ډزو ونه نمانځي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په ټول هېواد کې اړوندو امنیتي ادارو ته د یو منظم سېستم او هدایت له مخې سپارښتنه شوې چې په راتلونکي کې هم د هوايي ډزو عاملین ونیسي او د قانون منګُلو ته دې وسپارل شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG