د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

'تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۷ ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو جګړه روانه ده'


افغان ځواکونه
افغان ځواکونه

افغانستان کې د سولې خبرو له پيل سره د جګړې شدت چې قربانیان‌يې یوازې افغانان دي.

د افغانستان دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۷ ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

د دې وزارت مرستیال ویاند فواد امان د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د لړم ۱۱» ازادي راډیو ته وویل، که څه هم افغان امنیتي ځواکونه په فعال دفاعي حالت کې دي، خو جګړه کې یې مقابل لوري ته درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده، هغه څه چې طالبان‌یې ردوي.

فواد امان
فواد امان

ښاغلی امان وايي: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۷ ولایتونو کې تاوتریخوالی ترسره شوی، افغان امنیتی ځواکونو د دښمنانو د حملو په ځواب کې ۸۵ ترهګر وژلي او ۴۰ نور یې ټپیان کړي دي، افغان امنیتي ځواکونه په فعال دفاعي حالت کې په ښه توګه کولای شي له خپلو خلکو دفاع وکړي."

د راپورنو پر بنسټ، هلمند، ارزګان، فراه، هرات، بدخشان، کندهار هغه ولایتونه دي چې د نورو پر بنسټ جګړې په‌کې تودې او تاوتریخوالی ډېر دی.

که څه هم افغان امنیتي ځواکونو په قطر کې د بین‌الافغاني مذاکرتو د لومړیو خبرو پیل سره فعال دفاعي حالت غوره کړی، خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، دا حالت د دوی په زیان دی.

د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون غړی بسم‌الله جان محمد ازادي راډیو ته ویلي، مخکې له دې چې طالبان حملې پیل کړي باید افغان امنیتي ځواکونه‌یې مخه ونیسي.

خو د افغانستان دفاع وزارت بیا وايي چې دوی د افغان سولې خبرو د پرمختګ لپاره فعال دفاعي حالت غوره کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د دفاع وزارت خبرې ردوي او وايي چې د روانې جګړې لوی لامل همدا دی چې افغان امنیتي ځواکونه غواړي د دوی تر واک لاندې سیمې ونیسي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي چې د دوی جنګیالي یوازې د خپلو سیمو د دفاع په حالت کې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون په هېواد کې د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې جګړه ودروي.

د دې کمېسیون ویاند ذبیح‌الله فرهنګ ازادي راډیو ته ویلي، د تېرې اوونۍ پنځو ورځو کې د دوی موندنې ښیي چې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو په جګړه کې لسګونه ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ذبیح‌الله فرهنګ
ذبیح‌الله فرهنګ

هغه زیاته کړه: "د تېرې اوونۍ پنځو ورځو کې ۱۳۹ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې چې په دې ډله کې ۵۶ وژل شوي او ۸۳ نور ټپيان دي. زموږ اندېښنه د تاوتریخوالي دوام دی، جګړه باید محکومه شي ترڅو له دې ډېر د ملکیانو بشري حقونه تر پښو لاندې نه‌شي."

د افغانستان په لوړ شمېر ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې په داسې حال کې زور اخیستی چې قطر کې د دواړو لورو ترمنځ د بین‌الافغاني مذاکراتو د پيل په موخه لا د خبرو پر کړنلاره هم هوکړه نه‌ده شوې.

XS
SM
MD
LG