د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

هشت صبح: په مذاکراتو کې باید بین‌الافغاني اصل وساتل شي


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې، د افغان سولې، د امریکا او طالبانو ترمنځ وروستۍ لیدنې او د کابینې بشپړېدو کې د ځنډ د پایلو په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • هشت صبح

"په مذاکراتو کې باید بین‌الافغاني اصل وساتل شي" دا د هشت صبح ورځپاڼې عنوان دی

د دې ورځپاڼې په سرمقاله کې د رسمي راپورونو پر بنسټ راغلي چې د طالبانو او د افغان حکومت مرکچي پلاوو د استازو په غوښتنه او قطر ته د زلمي خلیلزاد وروستي سفر سره، قطر هېواد د دې مذاکراتو د اسانتیا برابروونکي په توګه ګمارل شوی دی.

په سرمقاله کې دا هم لیکل شوي چې طالبانو د افغانستان سولې خبرو لپاره د اسانتیاوو برابرولو لپاره د قطر هېواد وړاندیز کړی و، ځکه چې طالبان او قطر هېواد له وړاندې ښې اړیکې لري او دا هېواد د لومړي ځل لپاره د دې ډلې د سیاسي دفتر کوربه پاتې شوی دی.

وړاندې لیکوال په سرمقاله کې د افغانستان او امریکا سره د قطر ډیپلوماتیکې اړیکې هم څېړلي، د لیکوال د معلوماتو پر بنسټ، قطر امریکا سره دوستانه، خو افغانستان سره‌یې اړیکې تازه پيل شوې دي.

د سرمقالې وروستیو کرښو کې راغلي، که څه هم قطر د افغانستان سولې خبرو لپاره د اسانتیاوو برابروونکي په توګه ګمارل شوی، خو کوښښ دې وکړي چې یادو مذاکراتو کې لاسوهنه ونه‌کړي ترڅو د بین‌الافغاني خبرو اصل په ځای پاتې شي.

په قطر کې د سنبلې په ۲۲مه، د بین‌الافغاني خبرو لومړۍ خبرې پیل شوې، د دې خبرو پیلېدو سره ټېنګار پر دې و چې دا خبرې باید دافغانانو خپلمنځي خبرې وي او هېڅ کوم بل لوری باید لاسوهنه ونه‌کړي.

  • هېواد

د هېواد دولتي ورځپاڼې سرمقاله په قطر کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر او د طالبانو مذاکراتي غړي ملا برادر سره د لیدنې او د دې ناستې پر جزئیاتو راڅرخي.

په سرمقاله کې راغلي، د امریکایي او د طالبانو د استازو په دې لیدنه کې امریکایي لوری نهیلی و، ځکه چې تر دې دمه طالبانو، د امریکا او د دې ډلې ترمنځ شوې هوکړه چې له ترهګرو ډلو سره د طالبانو اړیکې پرې کول او د تاوتریخوالي کمول هم په‌کې شامل و، نه‌ده عملي کړې.

د لیکوال په باور، د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه ماته شوې ځکه چې وروستیو کې امریکا، هلمند او میدان وردک ولایتونو کې د دې ډلې خلاف هوایي بریدونه کړي دي.

په سرمقاله کې قطر کې د امریکايي او طالبانو د استازو ترمنځ د دې دوه اړخیزې ناستې په اړه دا هم راغلي چې طالبانو، د زندانیانو د خوشې کېدو، د تور لېستونو په ختمولو او همداراز د امریکا له‌خوا د عملیاتو په زیاتوالي هم بحث کړی دی.

طالبان په داسي حال کې یو ځل بیا د خپلو پاتې زندانیانو د خوشې کېدو غوښتنه کوي چې له دې وړاندې افغان حکومت د دې ډلې څه د پاسه ۵ زره زندانیان خوشې کړي دي.

  • اطلاعات روز

د اطلاعات روز ورځپاڼې بیا د کابینې ځنډېدو په اړه کرښې تورې کړې دي.

د دې ورځپاڼې سرمقاله لیکونکي لیکلي، اوسنی حکومت باید د کابینې ټاکلو کې د ملي وحدت حکومت تجربه تکرار نه‌کړي.

د لیکوال په باور، دا چې د جمهور رئیس له‌خوا ۱۰ ورځې وړاندې د ۲۳ نوماند وزیران او دوه رئیسان ولسي جرګې ته ورمعرفي شوي، خو لا هم ولسي جرګې د دې کسانو اسناد نه‌دي څېړلي.

د افغانستان ولسي جرګې د دې نوماندانو د معرفي غونډه کې ویلي و چې د یوې اوونۍ په ترڅ کې به د ټولو نوماندانو اسناد وڅېړي او د رایې اخیستو پروسه به بشپړه شي، هغه څه چې لا یې برخلیک معلوم نه‌دی.

سرمقاله کې راغلي، په وزارتونو کې د سرپرستانو شتون، د هېواد حکومتدارۍ سخته ټکنۍ کړې او خلک‌یې له بېلابېلو اندېښنو سره مخ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسي جرګې ځیني غړي، په ۲۵ نوماندانو سختې نیوکې لري او وايي چې دا نوماند وزیران او رئیسان نه‌شي کولای د خلکو غوښتنو ته ځواب ووایي او هېواد کې شته خراب امنیتي وضعیت کنټرول کړي.

XS
SM
MD
LG