د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۶

د کرویشیا پولیسو له لوري د پناه غوښتونکو د وهلو ډبولو په اړه غبرګونونه


ارشیف، د کرویشیا او بوسنیا پر پوله پناه غوښتونکي
ارشیف، د کرویشیا او بوسنیا پر پوله پناه غوښتونکي

لسګونه پناه غوښتونکي چې په‌کې ډېر د افغانستان او پاکستان وګړي دي د کرویشیا د پولیسو له‌خوا وهل شوي دي.

دا پناه غوښتونکي له بوسنیا څخه کرویشیا ته تلل چې د پولیسو له‌خوا نیول شوي او تر وهل کېدو وروسته بېرته بوسنیا ته شړل شوي.

د کډوالو مدافع سازمانونه د پناه غوښتونکو د ژوبلېدو د پېښو څېړنه غواړي او غږ یې کړی چې د کرویشیا د پولیسو د بد چلند مخه ونیول شي.

پناه غوښتونکي د ښه ژوند په هیله اروپايي هېوادونو ته مخه کوي، خو په لار کې له داسې ستونزو سره مخ وي چې په خپل سفر پښېمانېږي.

اکثر پناه غوښتونکي د بېلابېلو هېوادونو د پولیسو او پوله‌ساتو ځواکونو له بد چلند شکایت کوي.

تازه د بوسنیا هرزګوېنا په ولیکا کلادوسا سیمه کې یوه روغتیايي مرکز ته ۱۵۰ پناه غوښتونکي چې په‌کې اکثر افغانان او پاکستانیان دي د درملنې لپاره وړل شوي.

د ولیکا روغتون ډاکتر مصطفی هدزیچ د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د بالکان څانګې خبریال ته ویلي چې دا ۱۰ ورځې دومره زیات ټپي پناه غوښتونکي د دوی روغتون ته انتقال شوي چې له ۲۰۱۷ کاله‌یې ساری نه‌و.

د بوسنیا پر پوله د کرویشیا پولیس
د بوسنیا پر پوله د کرویشیا پولیس

هغه ویلي چې د پناه غوښتونکو په پښو، ورنونو او ډډو باندې د سختو ګوزارونو ردې موجودې دي.

د پناه غوښتونکو یوه ډله دلته د بوسنیا په یوه ښارګوټي کې سره ټول دي او د کرویشیا د پولیسو پر ضد شعار ورکوي او وايي چې "مرګ د کرویشیا په پولیسو باندې."

یوه پاکستاني پناه غوښتونکي عدنان اکرم د ازادې اروپا/ ازادي راډیو بالکان څانګې ته وویل چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارو باید د دوی حال ته جدي پاملرنه وکړي.

عدنان زیاتوي: "اصلي ستونزه د کرویشیا پولیس دي. زه به یوه میاشت وروسته بیا ځم. زه هیله کوم چې وهل مه‌کوئ. ډېر خلک ژوبل شوي. سترګې یې ژوبلې دي، په سر وهل کوي. دا څو ورځې ګڼ خلک بېرته راشړل شوي. د ملګرو ملتونو له کډوالو ادارې غواړم چې د دغه وضعیت مخه ونیسي."

د بشري حقونو ګڼو مدافع ډلو د کرویشیا د پولیسو د ناوړه چلند پر ضد غږ پورته کړی.

له دې ډلې د بشري حقونو د څار سازمان د ختیځې اروپا او بالکان څانګې مشرې څېړونکې لیدیا ګال ازادې اروپا/ ازادي راډیو ته ویلي چې د کرویشیا د پولیسو چلند ټکان ورکوونکی دی. هغې ویلي چې له کلونو راهیسې یې د پناه غوښتونکو د رد مرز ګڼې پېښې ثبتې کړي او په کرویشیا باندې یې غږ کړی چې له دې کار لاس واخلي.

د کرویشیا د کورنیو چارو وزیر داوور بوزینوویچ له پناه غوښتونکو سره د ناوړه چلند په اړه راپورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG