د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

جلال‌اباد کې ولې زرګونه کسان د پاکستان ویزې د ترلاسه کولو هڅه کوي؟


جلال‌اباد کې د پاکستان ویزې د ترلاسه کولو لپاره راټول شوي کسان
جلال‌اباد کې د پاکستان ویزې د ترلاسه کولو لپاره راټول شوي کسان

پاکستان ته یو شمېر تلونکي افغانان وایي، د ټولنیزو او سوداګریزو اړیکو ترڅنګ بې‌کاري او بې‌روزګاري هم هغه لاملونه دي چې دوی یې دغه هېواد ته په ورتګ مجبور دي.

دوی زیاتوي، نه‌کېږي چې په ټوله معنی له پاکستان مخ راواړوي او په خبره‌یې، اړ دي چې د یوه ګاوندي هېواد په توګه ورسره راشه درشه وپالي.

ناامني، د با کیفیته درملو او مجهزو روغتونونو نشتوالی نور هغه څه دي چې یو شمېر خلک‌یې پاکستان ته د تګ لپاره د اړتیا په توګه یادوي.

د ننګرهار اوسېدونکی بختیار د هغو زرګونه کسانو له ډلې دی چې په جلال‌اباد کې یې د پاکستان ویزې د اخیستو لپاره‌یې نوم‌لیکنه کړې ده.

دوی وایي، د ده په څېر ډېری افغانان پاکستان ته په دې خاطر ځي چې کورنۍ، خپلوان او د کار روزګار یوه اندازه برخه‌یې په دغه هېواد کې دي.

جلال‌اباد کې د پاکستان ویزې ترلاسه کولو لپاره راټول شوي کسان
جلال‌اباد کې د پاکستان ویزې ترلاسه کولو لپاره راټول شوي کسان

بختیار زیاتوي، نیمه کورنۍ او خپلوان‌یې ځکه په پاکستان کې دي چې په خبره‌یې په خپل هېواد کې یې د کار روزګار او امنیت خوند نه‌شته.

بختیار وايي: "دلته داسې خاص کار نه‌شته چې ویې‌کړو، نو پاکستان ته د دې لپاره ځو چې هلته مو کاروبار دی، هلته مو ژوند په امن کې دی، نیمه کورنۍ مو هلته او نیمه دلته ده، د مستۍ نه څوک نه‌ځي، پاکستان ته تګ مو یو مجبوریت دی، ماماګان مو هلته دي، کورنۍ مو هلته دي."

ابرارالله یو ناروغ دی، دی وایي یو کال کېږي چې د ملا تکلیف ورته پیدا شوی او له دې سره سره چې په کور دننه‌یې ډېره درملنه کړې، خو په خبره‌یې چې ګټه‌یې نه‌ده ورته کړې.

ابرارالله زیاتوي، اوس غواړي پاکستان ته ولاړ شي څو د ملا اساسي درملنه وکړي او جوړ شي: "زه ناروغ یم، د ملا تکلیف لرم، دلته هم په ډېرو ډاکترانو وګرځېدم، دوا مې کړې، خو فایده‌یې نه‌ده کړې، ډېر خلک راته لګیا دي چې باید پاکستان ته لاړ شم او اساسي درملنه وکړم او ښه شم."

جلال‌اباد کې د پاکستان ویزې ترلاسه کولو لپاره ګڼه ګوڼه کې ټپي شوی سپین ږیری کس
جلال‌اباد کې د پاکستان ویزې ترلاسه کولو لپاره ګڼه ګوڼه کې ټپي شوی سپین ږیری کس

په جلال‌اباد کې د مدني ټولنو غړي له دې ډلې عبدالرحمن معاون وایي، په پاکستان کې لکونه افغانان پراته دي او ژوند کوي او اړ دي چې راشه درشه سره ولري.

ښاغلي معاون زیاته کړه: "هلته افغانان پراته دي، هلته زموږ کډوال پراته دي، هلته مو خپلوان پراته او هلته لکونه خلک پراته دي، هلته تګ راتګ ضروري دی، خبره یوازې د سیاحت، ناروغۍ او تجارت نه‌ده."

دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا اته میاشتې وړاندې پاکستان د افغانانو لپاره د ویزو په ورکړه بندیز ولګاوه، خو شااوخوا ۱۰ ورځې وړاندې یې په جلال‌اباد کې د ویزو د ورکړې اعلان وکړ.

خو تېره ورځ کله چې د ننګرهار ولایتي ادارې د پاکستان د ویزو لپاره د فورمو د وېش اعلان وکړ، د رسمي شمېرو له مخې له ۲۰ زرو ډېر کسان ورغلل چې په‌کې د ګڼې ګوڼې د جوړېدو له کبله ۱۲ ښځې ووژل شوې او درې نارینه او ۱۰ ښځې ژوبل شول.

د دغې ګڼې ګوڼې لامل د ځایي حکومتي ادارې په باور د خلکو له‌خوا د نظم نه‌مراعتول او د خلکو په باور د ځایي ادارې له‌خوا د پروسې د نظم لپاره کمزوری مدیریت یاد شوی دی.

عطاالله خوګیاڼی
عطاالله خوګیاڼی

خو د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي، د دې پروسې د راتلونکي لپاره په یو لړ کړنلارو کار روان دی چې له مخې به‌یې د ویزو اخیستنې په برخه کې سهولتونه رامنځته شي.

ښاغلی خوګیاڼی وايي: "د ننګرهار والي له جمهور رئیس سره هم خبرې کړي، د بهرنیو چارو له وزارت سره هم غږېدلی، د بهرنیو چارو وزیر بیا د پاکستان له سفیر سره ناسته کړې، دلته موږ د پاکستان له قونسلر سره هم خبرې وکړې، د دې ټولو خبرو پایه دا وه چې په راتلونکي کې د ویزو په برخه کې سهولتونه رامنځته کړو، ځينې پرېکړې او ژمنې شوي، تمه ده چې وخت ته په کتو به دغه ژمنې عملي شي."

د ننګرهار د مسؤلینو په خبره، په پام کې ده چې ۳۰ زره هغو کسانو ته چې غواړي پاکستان ته ولاړ شي، د دغه هېواد د وېزو د ترلاسه کولو لپاره فورمې ووېشل شي.

XS
SM
MD
LG