د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۵

د امریکا د ولسمشرۍ کاندیدانو ټاکنيزې هلې ځلې ګړندۍکړې دي


د امریکا د ولسمشرۍ کاندیدان جوبايډن او ډونالډټرمپ
د امریکا د ولسمشرۍ کاندیدان جوبايډن او ډونالډټرمپ

سریزه:

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه سیال جوبایډن پرون په هغو ایالتونو کې تېره کړه چې څلور کاله مخکې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې یې د مخالفو ګوندونو کاندیدانو ته رایې ورکړې وې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه ډیموکراټ سیال جوبایډن د ټاکنيزو کمپاینونو په ترڅ کې پرون یکشنبې د دې هېواد په مختلفو ایالتونو کې تېره کړه او په کلیساوو کې یې د یکشنبې د ورځې په مذهبي مراسمو کې ګډون وکړ.

دواړو کاندیدانو په دغو ایالتونو کې چې څلورکاله مخکې مخالفو ګوندونو وړي و، د رایې ورکونکو د ملاتړ جلبولو هڅې وکړې.

ټرمپ چې خپل ټاکنیز کمپاین یې تېز کړی، دوولویدیځو ایالتونو، نوادا او کلیفورنیا کې په دوو ټاکنيزو غونډو کې ګدون وکړ.

جمهوریپال ولسمشر چې د روانې میاشتې په پیل کې پر کرونا ویروس اخته شوی و او له ټاکنیزو کمپایونو یو څه شاته پاتې شوی هڅه کوي چې خپل دریځ بېرته پیاوړی کړي.

ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

نوموړی په پام کې ده چې نن اریزونا ایالت ته ولاړشي او هلته په نورو ټاکنيزو غونډو کې ګډون وکړي.

ټرمپ پرون یوه بوخته ورځ درلوده.

په لاس ویګاس کې یې په نړیواله کلیسا کې په مذهبي مراسمو کې ګدون وکړ او وروسته کلیفورنیا ته ولاړ او هلته یې د کارسون ښار په یوه ټاکنيزه غونډه کې برخه واخیسته.

ټرمپ د مذهبي مراسمو له پیل مخکې په لنډو خبرو وویل چې دی له کلیساوو سره مینه لري او ورته ډېر د ویاړ ځای دی چې په کې ګډون کوي.

هغه د شل ډالري نوټونو یو بنډل د کلیسا د بسپنې راټولو په صندوق کې واچاوه.

نوادا هغه ایالت دی چې له ۲۰۰۴ کال راهیسې د جمهوریپال ګوند هېڅ یو کاندید په دې نه دی بریالی شوی چې په کې ډېرې رایي وګټي.

د ډیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن پرون په خپل پلرني ایالت دلاور کې د رومان کاتولیکانو په کلیسا کې په مذهبي مراسمو کې ګډون وکړ او وروسته د ټاکنیز کمپاین لپاره د شمالي کارولینا ایالت ته ولاړ.

دا هم هغه ایالت دی چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې د ولسمشرۍ لپاره ټاکنيزو سیالیو کې هېڅ یوه ډیموکراټ کاندید نه دى وړی.

جوبایډن
جوبایډن

بایډن په کلیساکې تسبیح ښکاره کړې او ویې ویل چې دی دا تسبیح هره ورځ په جېب کې له ځان سره ګرځوي.

هغه زیاته کړه چې دی یو رومان کاتولیک دی خو خدای ته د دې لپاره دوعا نه کوي چې دی وساتي بلکې ورته دوعا د دې لپاره کوي ورته دا قدرت ورکړي چې هغه څه وګوري چې نور یې تېروي.

که بایډن دغه ټاکنې وګټي هغه به د امریکا په تاریخ کې له جان اف کېنېډي وروسته دوهم رومان کاتولیک ولسمشر وي.

دواړو جمهوریپال او ډیموکراټ کاندیدانو رایې ورکونکي دې ته وهڅول چې خپل رایې وختي ورکړي.

تر اوسه پورې شاوخوا ۲۸ ميلیون امریکایانو خپلې رایې د پوست له لارې ورکړي دي.

دا لومړی ځل دی چې د پوسټ له لارې دومره کسان رایې ورکوي او علت یې هم د کرونا ویروس خپره شوې وبا ده چې له خلکو سره اندېښنې شته چې د ټاکنو په ورځ د رایو په مرکزونو کې به د خلکو له ګڼې ګوڼې سره یو بل ته د دغه ویروس د خپرېدو خطر ډېر وي.

XS
SM
MD
LG