د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۰

افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره د مرستو غوښتنه وکړه


پروان کې د سیلابونو له امله د ویجاړیو یو انځور
پروان کې د سیلابونو له امله د ویجاړیو یو انځور

په افغانستان کې له طبیعې پېښو سره د مبارزې وزارت ۲۰۲۰ کال د طبیعي پېښو له اړخه ښه کال نه بولي او له نړیواله ټولنې غواړي چې د دې ادارې سره مرستې ډېرې کړي.

د دغه وزارت چارواکو په کابل کې(د پېښو د خطرونو د کمولو نړېوالې ورځې) په نماځغونډه کې وویل، په دې کال کې شاوخوا ۱۵ ولایتونو کې سختو سیلابونو او وروښتونو د ګڼ شمېر افغانانو ژوند واخیست.

له طبعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې د افغان دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني وویل، سره له دې چې کرونا ویروس ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان کې ګڼ شمېر کسان ووژل خو طبیعي پېښو هم په دغه کال له افغانانو زیاته قرباني واخیسته.

نوموړي په افغانستان کې د زیاتو سیلابونو د راتګ دلایل هم په ډاګه کړل.

غلام بهاءالدین جیلاني
غلام بهاءالدین جیلاني

هغه زیاته کړه: "ولې په افغانستان کې طبیعي پېښې ډېرې زیاتې پېښېږي؟ د ځنګلونو قطع کول او د شنو ساحو له منځه وړل هغه څه دي چې زموږ افغانان یې له بده مرغه په زغرده دغه چاره ترسره کوي، همداشان یو بل دلیل چې سیلابونه ډېر ورانی رامنځته کوي د سیندنو غاړو د ځمکو غصب دی، یو شمېر کسان په دغه غصب شویو ځمکو کې خپل سري او غیر معیاري کورونه جوړوي چې بلاخره د سیلابونو د راتګ سره له خلکو قرباني اخلي."

ښاغلي جیلاني وايي، د راتلونکي ژمي لپاره وزارت او ټولو دولتي ادارو د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو په برخه کې لازم چمتوالی نیولي.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې د افغان دولت وزارت د معلوماتو له مخې دغه وزارت په ۲۰۲۰ کال کې د سیلابونو او بېړنیو حالاتو د کنټرول لپاره د ۶۰۰ میلیونه افغانۍ وړاندوینه کړې وه، خو د رامنځته شویو بېړنیو حالاتو سره دغه وزارت وايي تقریباً دغه پيسې مصرف شوي.

د وزارت د معلوماتو پر بنسټ، حکومت چې د بېړنیو حالاتو لپاره ۱ میلیارد افغانۍ ځانګړې کړې وې د ۶۰۰ میلیونو افغانیو په مصرفولو سره ۴۰۰ میلیونه افغانې پاتې شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې پاتې ۴۰۰ میلیونه افغانۍ د راتلونکې ژمې او بېړنیو حالاتو لپاره کافي نه وې.

پروان کې سیلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي، ارشیف
پروان کې سیلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي، ارشیف

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وضعیت ته په کتو سره د ۲۰۰ میلیونو نورو افغانیو منظوري ورکړې چې دغه وزارت د راتلونکې ژمي او بېړنیو حالاتو لپاره ۶۰۰ میلیونه افغاني بودیجه لري.

ښاغلي جیلاني په راتلونکې کې د طبیعې پېښو د رامنځته کېدو د ښه مخنیوي لپاره له ټولو نړیوالو ډونرانو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې طبیعي پېښو د سټراټیژۍ رییس عبدالله الدردری چې په دې غونډه کې ګډون درلود د لازمو همکاریو ډاډ ورکړ.

هغه زیاته کړه: "موږ او اغاخان بنسټ دلته یو چې په ګډه د افغان حکومت او ادارو سره د دغې ستونزې د راکمېدو په برخه کې کار وکړو او افغان حکومت ته اړتیا ده چې په دې برخه کې خپل ټولې اړتیاوې او فرصتونه معلوم کړي، موږ له افغان حکومت او نورو همکارانو سره یې د ګډ کار لپاره چمتو یو."

هغه وايي، افغانستان سره له دې چې د یو سخت کرونايي بحران څخه تېردونکی دی خو بیا هم په دې حساسو شرایطو کې د طبیعي پېښو په برخه کې لازمو اقداماتو ته اړتیا ده.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې د افغان دولت وزارت په داسې حال کې د (پېښو د خطرونو د کمولو نړیواله) ورځ نمانځي چې یوه نیمه میاشت وړاندې د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې سختو سیلابونو او ورښتونو له لسګونو افغانانو قرباني واخیسته.

په دې سیلابونو کې پروان هغه ولایت و چې شاوخوا ۱۵۰ کسان په کې مړه او له ۲۰۰ زیات په کې ټپیان شوي وو.

همدا شان په زرګونو کورونه او هټۍ هم د دې سیلابونو له امله ویجاړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG