د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

دې هیل: په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو دقیق پلان څه دی؟


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې وروستي هېوادونه دي چې لا هم د ماشومانو ګوزڼ یا پولیو په‌کې له‌منځه نه‌ده تللې.

  • اکانومیست

په دې موضوع اکانومیست خپرونې لیکنه خپره کړې او دا یې هم په‌کې ویلي چې د کرونا ویروس خپرېدو په دواړو هېوادونو کې د پولیو د پېښو له ډېرېدو سره مرسته کړې ده.

د اکانومیست پر اساس، د روغتیا نړیوال سازمان په اګسټ کې افریقا له پولیو څخه پاکه اعلان کړه. د دې ورځپاڼې له لیکنې سره سم تر ۳۰ کاله پخوا پورې درې نیم لکه تنه په نړۍ کې په ګوزڼ اخته کېدل، خو اوس یوازې افغانستان او پاکستان پاتې دي چې له ډېرو هڅو سره سره لا هم د پولیو محدودې پېښې په‌کې ثبت کېږي.

د دې نارغۍ تر ټولو لویه بدي دا ده چې که پرله‌پسې واکسین ونه‌شي، همدا لږ شمېر ژر ډېرېدای شي او نورو هېوادونو ته هم سرایت کوي.

په پاکستان کې په ۲۰۱۸ کال ۱۲ پېښې ثبت شوې وې، خو تېر کال ۱۴۷ پېښو ته زیاتې شوې.

د دې لپاره چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله بندیزونه د واکسیناسیون چارې ټکنۍ کړې دي، وېره ده چې په دواړو هېوادونو کې به سږ کال د پولیو پېښې نورې هم ډېرې شي.

  • دې هیل

دې هیل ورځپاڼې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو په اړه لیکنه خپره کړې.

ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ولیکل چې تر کرسمس پورې به امریکايي پوځیان له افغانستانه وباسي.

دې هیل پوښتنه کړې چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو دقیق پلان څه دی؟

د ورځپاڼې پر اساس، دا پوښتنه له هغه وخته پوښتل کېږي چې ښاغلي ټرمپ تر کرسمس پورې د خپلو پوځیانو د ایستلو اعلان وکړ؛ په داسې حال کې چې تر دې څو ساعته مخکې د ده د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین وویل، د راتلونکي کال په لومړیو کې به په افغانستان کې دوه نیم زره امریکايي پوځیان پاتې وي.

د ورځپاڼې په نظر دا هغه مغشوشتیا ده چې نه سپینې ماڼۍ او نه پنټاګون د هغې په اړه څه ویلي دي.

دې هیل ورځپاڼې له لیکنې سره سم، د ټولو ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ ټویټ او د ځواکونو د شمېر د کمولو په باب د اوبراین څرګندونې د نورو چارواکو له څرګندونو سره په تناقض کې دي چې وايي، مخکې تر دې چې د خپلو پوځیانو شمېر تر ۴ نیم زرو کم کړي، په افغانستان کې به موجود شرایط وارزوي.

امریکايي چارواکو پخوا هم ویلي و چې له افغانستان څخه د دوی د ځواکونو وتل له ترورېستي ډلو سره د طالبانو د اړیکو له پرې کولو او په افغانستان کې د تشدد له کمولو سره تړلي دي.

XS
SM
MD
LG