د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

نړۍ کې د سختو بې‌وزلو د شمېر زیاتېدو ته د نړیوال بانک اندېښنه


نړیوال بانک
نړیوال بانک

نړیوال بانک په نړۍ کې د سختو بې‌وزلو د شمېر زیاتېدو ته اندېښنه ښکاره کړه.

په داسې حال کې چې د کرونا وبا د نړۍ اقتصادي وضعیت تر حد زیات تر فشار لاندې راوستی دی، داسې عوامل هم شته چې د لوږې د مخنیوي د هڅو د لارې خنډ ګرځي.

نړیوال بانک وایي چې له دوو لسیزو راپه دې خوا به سږ کال په نړۍ کې بې‌وزلي زیاته شي.

دغه بانک د چهارشنبې په ورځ څرګنده کړه چې د کرونا له خپرېدو سره یو شمېر نور شیان لکه د جګړو ادامې او د هوا بدلون یوځای شوې دي چې مخکې یې لا د لوږې د مخنیوي چارې ورو کړې وې.

پر کرونا باندې اخته کسان
پر کرونا باندې اخته کسان

د نړیوال بانک له وړاندوینې سره سم پر ۱۱۵ میلیونه سخته بې‌وزلو به ۸۸ میلیونه نور ورزیات شي او د اقتصادي ستونزو له امله به تر ۲۰۲۱ کال پورې د ټولو شمېر نږدې ۱۵۰ میلیونو ته ورسېږي.

هغه کسان چې د ورځې تر ۱،۹ ډالرو چې نن سبا نږدې ۱۴۵ افغانۍ کېږي، کم عاید لري دوی د سخت فقر په کټګوري کې راځي.

د فقر او د هوساینې د شراکت راپور په هرو دوو کلونو کې یو ځل خپرېږي. د دې راپور له مخې د بېوزلۍ کچه به روان کال له ۹،۱ تر ۹،۴ فیصدو پورې په نړۍ کې ورسېږي. په دې ډول به نړۍ د ۲۰۱۷ کال د سختې لوږې کچې ته چې ۹،۲ ته رسېده، ستنه شي.

که چېرته د کرونا وبا نه‌وی خپره شوې، نو تمه وه چې سږ کال په نړۍ کې د سختې بې‌وزلۍ کچه ۷،۹ ته راټیټه شوی وی.

د راپور له مخې په هغو هېوادونو کې به د سختو بې‌وزلو شمېر زیات شي چې اوس هم په‌کې خوار خلک ډېر دي.

ارشیف
ارشیف

په راپور کې دا وړاندوینه شوې ده چې په یو شمېر هغو هېوادونو کې چې متوسط عواید لري د پام وړ خلک به‌یې د سخت فقر تر کرښې لاندې کچې ته ټیټ شي.

نړیوال بانک وایي، د جګړو له فشارونو او د اقلیم له بدلون سره چې کرونا وبا یوځای شوې ده، که ژر او بنسټیز اقدامات ونه‌شي تر ۲۰۳۰ کال پورې به د لوږې مخه ونه‌نیول شي او تر هغه وخت پورې به په نړۍ کې په نسبتاً عادي حالت کې بیا هم اووه فیصده خلک د سخت فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG