د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

جرمني، فرانسې او بریتانیا د ناوالني پر مسموم کوونکو د بندیزنو غوښتنه وکړه


 الکسي ناوالني
الکسي ناوالني

وروسته تر دې چې په هاګ کې د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان دا تأیید کړه چې د روسیې د اپوزېسیون مشر الکسي ناوالني مسموم شوی دی، جرمني او فرانسې پر اروپایي ټولنې غږ وکړ چې پر هغو کسانو بندیزونه ولګوي چې په انفرادي ډول په دې پېښه کې لاس لري.

ناوالني په جرمني کې دی او په ښه کېدو دی. دی د اګسټ په میاشت کې د نوویچوک په کیمیاوي موادو مسموم شو. روسیې ویلي دي چې په دې پېښه کې لاس نه‌لري او په دې برخه کې مسکو د نړیوالو د فشار سربېره له جنایي تحقیقاتو سره مخالفت کړی دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د چهارشنبې په ورځ په برلین کې پارلمان ته وویل چې روسیه باید مخالفت ونه‌کړي.

هغه زیاته کړه: "دا ښکاره ده که دا قضیه حل نه‌شي او اړین معلومات چمتو نه‌شي، نو ممکنه نه‌ده چې پر هغو خلکو چې په روسیه کې دي بندیزونه ونه‌لګول شي. روسیې ته به دا ښه لارښوونه وي چې اجازه ورنه‌کړي چې خبره تر دې بریده مخته لاړه شي."

هایکو ماس
هایکو ماس

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس او د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژن ایف لودریان په یوه ګډ بیان کې وویل چې دوی به خپلو شریکانو ته په اروپایي اتحادیه کې د بندیزونو په اړه ډېر ژر خپل وړاندیز وړاندې کړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر دومینیک راب وویل چې هېواد یې له جرمني او فرانسې سره همغږه دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا د برلین او پاریس د بیان متن او لهجه د منلو وړ ونه‌بلله او پر جرمني او فرانسې یې تور پورې کړ چې ګواښونه ورته کوي.

روېټرز اژانس د دوو ډیپلوماتانو په وینا خبر ورکړ چې د روسیې د پوځ د استخباراتو یو شمېر غړي به په بندیزونو کې شامل شي.

XS
SM
MD
LG