نړۍ
د فرانسې ولسمشر د ناوالني د مسمومېدو په اړه له مسکو وضاحت وغوښت

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون له مسکو څخه وغوښتل چې د حکومت د سیاسي مخالفانو د مشر الکسي ناوالني د مسموم کېدو په اړه وضاحت ورکړي.
ناوالني د برلین په یوه روغتون کې بستر او روغتیایي وضعیتیې په ښه کېدو دی.
ډاکترانو ویلي چې نوموړی د نوویچوک په نوم فلج کوونکې مادې مسموم شوی دی.
دغه ماده په پخواني شوروي کې تولیدېده. مکرون د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته پرون په وینا کې وویل، په اروپا، روسیه یا سوریه کې له کیمیاوي وسلو څخه استفاده نهشي زغمل کېدای.
۴۴ کلن ناوالني د اګسټ په ۲۰مه له سایبریا څخه مسکو ته د سفر پر مهال ناروغ شو.
د هغه د سپرلۍ الوتکه په نیمه لاره کې په اومسک ښار کې بېړنۍ کېناسته او نوموړی روغتون ته ولېږدول شو.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
روسي سیاستوالو د دوی اوبو ته نژدې د امریکا د اټومي اوبتلونو ځای پر ځای کول ( کم اهمیته) بللي

د کریملین نژدې سیاستوالو او کارپوهانو روسیې ته نژدې د امریکا د دوو اټومي اوبتلونو ځای پر ځای کول، کم اهمیته بللي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې دغه اوبتلونه یې یوه مناسب ځای ته استولي دي.
د ډي.پي. اې خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د پارلمان یا دوما مرستیال لیونېډ ایولیف تاس خبري اژانس ته ویلي، د دوو اټومي اوبتلونو ځای پر ځای کول، د روسیې ملي امنیت ته کوم ګواښ نه دی.
ټرمپ له روسیي چارواکو سره تر اختلاف وروسته د خپلو سمندري ځواکونو دوه اټومي اوبتلونه روسیې ته نژدې ځای پر ځای کړل.
ډونالډ ټرمپ تیره اونۍ د روسیې ولسمشر ته ۱۰تر ۱۲ ورځو مهلت ورکړ چې د اوکراین جګړه پای ته ورسوي، که نه بندیزونه به پرې ولګوي.
غزه کې د فلسطیني سرې میاشتې ټولنې یو کارکوونکی د اسراییل په برید کې وژل شوی دی

د فلسطین د سرې میاشتې ټولنې نن یکشنبه ( د زمري ۱۲مه) اعلان کړی چې د غزې خان یونس کې د دوی پر دفتر د اسراییلو برید کې یې یو کارکوونکی وژل شوی دی.
د فرانس پریس په خبره، دغه برید دوه ورځې وروسته تر هغه کیږي چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي سټیف ویټکوف په غزه کې د مرستې رسونې له هغه مرکزه لیدنه وکړه چې متحده ایالتونه یې ملاتړ کوي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د غزې له جګړې نژدې دوه کاله وروسته غزه د بشپړې قحطۍ په درشل کې ده.
د غزې د عامې روغتیا وزارت وایي، د اسراییل په جګړه کې تراوسه له شپیته زره او درې سوو څخه زیات کسان وژل شوي، ملګرو ملتونو دغه شمیرې د باور وړ بللې دي.
د ایران ولسمشر پاکستان ته تللی،دوه اړخیزې اړیکې او له امریکا سره د ایران نانندۍ د بحث وړ مسلې دي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پاکستان ته سفر کړی دی.
د ایران او پاکستان چارواکو ویلي چې پزشکیان به په دې دوه ورځني سفر کې له پاکستاني چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.
دا د ولسمشر په توګه پاکستان ته د پزشکیان لومړنی سفر دی.
پاکستان پرون جمعه وویل، چمتو دی چې د امریکا او ایران ترمنځ د نانندریو په کمولو کې رول ولوبوي.
پر روسیې د اوکراین بریدونو درې تنه وژلي، د سمارا هوایي ډګر فعالیت هم ځنډیدلی

پر روسیې د اوکراین د تیرې شپې هوایي بریدونو کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي دي.
د روسیې دفاع وزارت ویلي، اوکراین د کریمیا ټاپوزمې په ګډون د روسیې پر اتو سیمو باندې ۱۱۲ بې پيلوټه الوتکې توغولي دي.
دفاع وزارت ویلي، د هوایي دفاع سیستم یې دا الوتکې نسکورې یا ویجاړې کړي دي.
په روستوف، پینزا او سمارا سیمو کې دغو بریدونو درې تنه وژلي، یوشمیر یې ټپيان کړي او ځینو سیمو کې اور هم لګېدلی دی.
نن سهار مهال د سمارا هوایي ډګر فعالیت هم په موقتي ډول وځنډول شو.
د پاکستان په کراچۍ کې امریکایي دیپلوماتانو ته خبرداری

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په موقتي ډول یې د پاکستان د کراچۍ ښار هوټلونو ته د امریکا د حکومتي غړیو پر تګ محدودیتونه لګولي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې په کراچۍ کې د امریکا جنرال قونصلي داسې راپور ترلاسه کړی دی چې په هغه کې امریکایانو ته د کراچۍ هوټلونو ته د ورتګ ګواښ شوی دی.
رویټرز اژانس څرګندوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپلو ټولو اتباعو ته خبرداری ورکړی دی چې د ترهګرۍ د خطر او د احتمالي وسله والې شخړې له امله دې، پاکستان ته په خپل سفر له سره غور کوي.
ولسمشر ټرمپ: هر وخت د برازیل له جمهور رییس سره بحث او خبرو ته چمتو دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د برازیل ولسمشر لویز اناسیو لولا دا سلوا کولی شي هر وخت ورسره اړیکه ونیسي.
د جمعې په ورځ (د اګست لومړۍ نیټه) په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو سره په خبرو کې، ټرمپ د برازیل ولسمشر په اړه وویل چې "هغه کولی شي هر وخت له ما سره خبرې وکړي او د هیوادونو ترمنځ د تعرفو او نورو شخړو په اړه بحث وکړي."
د رویټرز اژانس په وینا، ولسمشر ټرمپ په برازیل باندې ۵۰ سلنه تعرفه لګولې ده، چې سر له راتلونکې اونۍ به پیل شي.
متحده ایالاتو د برازیل د سترې محکمې پر قاضي هم بندیزونه لګولي دي.
د برازیل ولسمشر لویز اناسیو لولا دا سلوا بندیزونه او تعرفې رد کړې دي، او هغه یې "ناعادلانه" او د خپل هیواد په قضايي سیسټم کې "نه منلو وړ" لاسوهنه بللې ده.
روسیې او چین ګډ پوځي تمرینات پيل کړل

لکه څنګه چې روسیه او چین د پوځي همکارۍ له لارې اړیکې ژوروي، دواړو هیوادونو د روسیې د ولادي وستوک بندري ښار په ساحل کې ګډ سمندري تمرینونه پیل کړي دي.
دا پنځه ورځني تمرینات نن پيل شول چې پکې د روسیې او چین ځواکونو برخه اخیستې ده.
د روسیې د ارام سمندر سمندري ځواکونو په یوه بیان کې ویلي دي چې دا تمرینات به د دوه اړخیزو او څو اړخیزو امنیتي اړیکو د پیاوړتیا سبب شي.
د واشنګټن میشته د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز (CSIS) په وینا، بیجینګ او مسکو له ۲۰۰۳ راهیسې ۱۱۳ ګډ پوځي تمرینات ترسره کړي دي.
دافغانستان دفوټبال پخوانی روزونکی د هالند د فوټبال د ۱۸ کلنو ښکته لوبغاړو روزونکی وټاکل شو

انوش دستګیر دافغانستان دفوټبال پخوانی روزونکی د هالند د فوټبال د ۱۸ کلنو ښکته لوبغاړو روزونکی وټاکل شو.
دستګیر پرون پنجشنبې په خپله فیسبوک پانه کی ولیکل چې د هالند د ۱۸ کلنو ښکته لوبغاړو د روزونکی قرارداد یی لاس لیک کړی دی .
انوش دستګیر له ۲۰۱۸ کال نه تر ۲۰۲۲ کال پورې دافغانستان د فوټبال د ملی ټیم روزونکی وو.
ټرمپ : ایران بد چلند غوره کړی او کیدای شي خپل اټومي پروګرام بیا پیل کړي

دامریکا ولسمشر وايي وروسته لدې چې د ایران اټومي تاسیسات په نښه شول دغه هیواد "ډیر بد" چلند غوره کړی دی.
دونالد ترمپ تهران سره دخبرو اترو دبیا بیل دامکان په اړه د پنجشنبې په ماښام خبریالانو ته وویل، "ایران ډیر بد چلند غوره کړی دی، "د دوی اټومي وړتیاوې ویجاړې شوې، له منځه تللي دي ... دوی یې بیا پیل کولی شي مګر په نویو ځایونو کې."
ښاغلي ټرمپ په خپلو دغو څرګندونو کې دایران د فوردو، نطنز او اصفهان اټومي تاسیساتو باندې په تیرې جون میاشت کې د متحده ایالاتو هوایی بریدونو ته اشاره وکړه .
ایران تایید کړې چې دغو تاسیساتو جدي زیان اوښتی دی.
ډونالډ ټرمپ څو ورځې مخکې هم ویلی وو چې ایران "بد سیګنالونه" لیږي اود تهران هره هغه هڅه چې د خپل اټومي پروګرام د بیا پیل کولو لپاره یې وکړی سمدلاسه به وځپل شي.
د پاکستان یوې محکمې د عمران خان یو شمېر پلویان په بند محکوم کړل

په پاکستان کې یوې محکمې نن د حکومت یو مخالف مشر او د پخواني صدراعظم عمران خان شاوخوا ۲۰۰ پلویان په لس کاله بند محکوم کړل.
دوی د ۲۰۲۱ کال په حکومت ضد مظاهرو کې د رول درلودو په تور مجرم وپېژندل شول.
عمر ایوب، چې د پاکستان د حکومت له مخالفو مشرانو څخه دی، هم د هغو کسانو په ډله کې دی چې د پنجاب ایالت د فیصلاباد ښار یوې محکمې مجرم وباله.
لږترلږه په شپږو نورو محکوم شویو کسانو کې ځینې د ملي جرګې (اسمبلۍ) غړي او یو تن د سنا جرګې غړی دي.
د پاکستان د حکومت مخالفانو دا پرېکړه سیاسي بللې او پر محکوم شویو لګول شوي تورونه یې بېاساسه ګڼلي دي.