د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

قطر کې د دولت او طالبانو مرکچیانو پر یو بل نوي تورونه پورې کړل


قطر کې د بین الافغاني خبرو پرانیستغونډې انځور- 12.9.2020
قطر کې د بین الافغاني خبرو پرانیستغونډې انځور- 12.9.2020

په قطر کې د دولت او طالبانو د مذاکراتي ډلو غړي پر یوه او بل تور پورې کوي، چې د منل شویو اصولو خلاف ځینې مسایل له رسنیو سره شریکوي.

که څه هم د دولت یوه مذاکره کوونکې وايي، اصلاً د طالبانو له خوا ځینې مسایل له رسنیو سره شریکېږي، خو د طالبانو یوه مذاکره کوونکی بیا د دولت مذاکراتي ډله ملامتوي.

په قطر کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچیانو ترمنځ پر طرزالعمل د بحثونو په ترڅ کې اختلافات په زیاتېدو ښکاري.

دا مهال دواړه لوري یو او بل له ځینو منل شویو اصولو په سرغړونه تورنوي.

دواړو لوریو د طرزالعمل په لومړیو مواردو کې پر دې سلا کړې وه چې له رسنیو سره به د خبرو د روان بهیر په اړه معلومات له سلا مشورې وروسته شریکوي.

د دولت د مذاکراتي ډلې یوې غړې حبیبې سرابي ازادۍ راډیو ته وویل، دوی کره معلومات لري چې طالبانو ځینې موارد له رسنیو سره شریک کړي دي.

حبیبه سرابي
حبیبه سرابي

هغې زیاته کړه: "ډېر کره موارد شته چې طالبانو خپله ځینې موضوعات بهر ایستلي یا منعکس کړي دي، دوی تر ډېره غواړي موږ تورن کړي، حال دا چې دا د اسلامي جمهوريت هیئت دی چې بدیلې لارې وړاندیز کوي، ځکه موږ کنګل شوی یا وچ سوچ نه لرو، بلکې هڅه کوو چې بېلابېلې حل لارې پیدا شي."

خو د مېرمن سرابي تر دغو خبرو مخکې د طالبانو د مذاکراتي ډلې یوه غړي د دولت مذاکره کوونکې ډله تورنه کړې، چې ځینې موضوعات د منل شویو اصولو خلاف له رسنیو سره شریکوي.

د طالبانو له الاماره ویبپاڼې سره په خبرو کې دا تور پورې کړ.

مولوي عبدالسلام حنفي
مولوي عبدالسلام حنفي

هغه وویل: ."زموږ د کړنلارې یوه ماده دا وه تر هغو چې پر یوه بند موافقه ونه کړو، باید هېڅکله رسنیز نه شي او په مطبوعاتو کې ونه ویل شي، ځکه دا د مذاکرو د پرمختګ او وړاندې بېولو په ګټه کار نه دی، خو له بده مرغه د مقابل لوري د ډلې غړو مخکې له دې چې موږ یوې موافقې ته ورسېږو یا یو بند حل شي، د مذاکرې ټول اصول له مطبوعاتو سره شریک کړل، په ځینو مواردو کې دوی موضوعات تحریف کړي هم دي."

په قطر کې د دولت او طالبانو د مذاکراتي ډلو ترمنځ مذاکرې د سېپټېمبر پر ۱۲مه پیل شوي، خو د رسمي خبرو د پیل لپاره د کوم پرمختګ راپور نه دی ورکړل شوی.

د رسمي خبرو په وړاندې یو خنډ د کړنلارې پر ټولو ټکو د دواړو اړخونو له خوا نه سلا کېدل دي، چې ویل کېږي ځینې اختلافي ټکي لا حل شوي نه دي.

د دولت د مذاکره کوونکې ډلې غړې حبیبه سرابي وايي، د دوی وروستۍ غونډه تېره چهارشنبه وه، خو له هغې راوروسته د هغې په خبره د دواړو ډلو تماسونه روان دي او دا په دې معنی نه ده چې دوی به بله غونډه نه کوي.

د طالبانو د مذاکره کوونکې ډلې غړي مولوي عبدالسلام حنفي وویل، ځینې «داخلي او بهرني جریانونه» شته چې نه غواړي د سولې مذاکرې او د سولې پروسه بریالۍ شي، خو ښاغلي حنفي د دغو جریانونو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي، چې څوک دي.

د شنبې په ورځ په قطر کې د دولت د مذاکره کوونکي هیئت یوې سرچینې ازادۍ راډیو ته ویلي وو، چې د طالبانو ډله پر موضوعاتو د پرېکړې صلاحیت نه لري، خو د طالبانو هیئت بیا تور پورې کړی و، چې د دولت د مذاکره کوونکې ډلې په غړو کې د نظر اختلاف شته.

XS
SM
MD
LG