د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۱

ایا له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د طالب وسله‌والو د ادغام ظرفیت شته؟


ارشیف، افغان سرتېری له طالب جنګیالیو سره
ارشیف، افغان سرتېری له طالب جنګیالیو سره

افغان حکومت وايي، د سولې پروسه اوږده پړاونه لري او دوی د هرې مرحلې د بشپړېدو لپاره پوره چمتو دي.

  • خو که له طالبانو سره د سولې هوکړه وشي، په سبا یې څه کېږي؟

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۳۱» د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، د سولې له هوکړې وروسته باید د طالب وسله‌والو له ۶۰ تر ۱۲۰ زرو کسان راټول شي.

ښاغلی غني زیاته کړې: "خو د بریالي کېدو په سبا څه کوئ، لږ تر لږه له ۶۰ تر ۱۲۰ زره طالب جنګیالي باید جذب کړو، موږ ورته طرحه او چمتووالی لرو."

  • د افغان حکومت له‌خوا د طالب وسله‌والو د جذب لپاره دغه طرحه څه ده؟

ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه پوره وضاحت نه‌ورکوي، خو د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د تلې ۰۱» ازادي راډیو ته وویل، دوی د سولې د هر پړاو د بشپړېدو لپاره پوره چمتووالی لري.

ښاغلی مینه‌پال وايي: "سوله یوه اوږده پروسه ده او خپل پړاوونه لري. د افغانستان حکومت د دې بهیر د هرې مرحلې د بشپړېدو لپاره پوره چمتووالی لري."

دوا خان مینه پال
دوا خان مینه پال

طالبان بیا دا موضوع د مذاکراتي پلاوو په پرېکړو پورې تړلې بولي.

د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "موږ په دې اړه وړاندوینه نه‌کوو، دا موضوع د مذاکراتي ټیمونو په پرېکړو پورې اړه لري. هغوی د همدې لپاره ناست دي چې په دې ټولو مسایلو باندې بحث وکړي."

له سولې وروسته د افغانستان د نظام او حکومتوالۍ سربېره، د طالب وسله‌والو جذب یو له مهمو موضوعاتو دی چې تر ډېره پرې نړیوال بحثونه هم شوي دي.

د افغانستان حکومت وايي، د دې وړتیا او حوصله شته چې طالبان د افغان ټولنې برخه وګرځي. ولسمشر غني هم پرون وویل، سوله زغم او یوه بل مننې ته اړتیا لري او په کار ده چې اوس د تېر په ورانیو تیږه کېښودل شي.

  • خو ایا رښتیا هم د امنیتي او دفاعي ځواکونو په چوکاټ کې د طالب وسله‌والو د ادغام ظرفیت شته؟
  • که چېرې داسې وشي، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته به‌یې ګټه څه وي او تر خوا به‌یې د سولې تړون لا څومره بریالی شي؟

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر مجتبی پتنګ ازادي راډیو ته د دې پوښتنو په ځواب کې وویل، اړینه ده چې د یوې ستراتېژۍ له مخې د ادغام پروسه عملي شي.

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر مجتبی پتنګ
د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر مجتبی پتنګ

ښاغلی پتنګ زیاتوي: "لومړی باید کورنیو چارو او ملي دفاع وزارت د دوی د ادغام لپاره خپله اړتیا وسنجوي چې ایا اوس موږ درې تر درې نیم لکه ځواک لرو، که ورسره یو نیم لک نور یوځای کېږي، د افغانستان په څېر یو غریب هېواد چې جنګ په‌کې ختمېږي، دومره ځواک ته اړتیا شته او که نه. دوهم دا کسان مسلکي دي که نه، که نه‌وي د دوی لپاره مسلکي کورسونه جوړ شي او درېیم که په امنیت کې نه‌وي، باید په نورو برخو کې یې د جذب زمینه برابره شي."

د افغانستان دا پخوانی جنرال د ادغام لپاره له هر څه وړاندې یوه توافق شوې ستراتېژي مهمه بولي چې په پایله کې یې د سولې تړون بریالی کېدای شي.

د افغانستان د ملي اردو د منحل کېدو یوه ترخه تجربه وړاندې هم شته، خو اوس افغان حکومت وايي، اجازه به ورنه‌کړي چې دا ځل تېر تاریخ تکرار او د افغانستان نوې جوړه شوې ځوانه اردو له‌منځه ولاړه شي.

XS
SM
MD
LG