د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

بامیانو کې د بحث پاروونکو څرګندونو په اړه د دانش وضاحت: 'ټولو شخصیتونو ته درناوی کوو'


سرور دانش
سرور دانش

د افغانستان جمهور رئیس دوهم مرستیال سرور دانش بامیانو ولایت کې د خپلو وروستیو څرګندونو په اړه وضاحت ورکړ.

ښاغلي دانش د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۳۱» ولسمشرۍ ماڼۍ کې د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې وویل، د ده هدف تېرو حکومتونو او یا شخصیتونو ته سپکاوی نه، بلکې خلکو ته د جمهوریت او امارت ترمنځ توپیر په ګوته کول وو.

ښاغلی دانش زیاتوي: "د دې پرتلې هدف نه قومي او نه هم شخصي و، موږ ټول خپل تاریخ، فرهنګ، قومونو، مشرانو، تاریخي شخصیتونو لکه احمد شاه دراني او امان‌الله خان ته درناوی کوو، خو څه چې د سیاسي تاریخ مطالعه، له حقوقي اړخه، فقهي او اسلامي اړخه موږ ته جوتوي هغه دا ده چې په اوسنۍ نړۍ کې د مشروع حکومت اساس د خلکو رایه ده."

ښاغلي دانش همداراز وویل، په سلطنتي او امارتي نظامونو کې خلک خپله بقا نه‌ویني.

د جمهور رئیس غني دوهم مرستیال سرور دانش په بامیانو کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال
د جمهور رئیس غني دوهم مرستیال سرور دانش په بامیانو کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د یکشنبې په ورځ بامیانو ته خپل سفر کې ویلي چې د طالبانو نظام د سدوزیو او محمدزیو استبدادي او دیکتاتوري نظامونو ته ورته دی چې ۲۳۰ کاله‌یې پر خلکو حکومت وکړ.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر افغان کاروونکو د ښاغلي دانش پر دې څرګندونو تند عکس‌العمل ښودلی و او ځینو یې د ولسمشر دوهم مرستیال ځانګړي قوم ته په سپکاوي تورن کړ او له نوموړي یې غوښتي چې د خپلو خبرو په اړه بخښنه وغواړي.

بل‌خوا د افغانستان ولسي جرګه وايي، حکومتي چارواکي باید له هغو خبرو ډډه وکړي چې د هېوادوالو ملي وحدت زیانمنوي.

د دې جرګې رئیس میر رحمان رحماني د یکشنبې په ورځ د جرګې پرېکړه‌لیک کې د ښاغلي دانش خبرو ته په اشارې وویل له هغو خبرو باید ډډه وشي چې د افغانانو ترمنځ واټن رامنځته کوي.

د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني
د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني

ښاغلی رحماني زیاتوي: "د ښاغلي دانش د خبرو په اړه باید ووایم چې هېواد ملي وحدت او یو بل منلو ته اړتیا لري، له هغو خبرو چې د نفاق بوی ترې راځي هغه هم د حکومتي چارواکو له‌خوا باید مخه‌یې ونیول شي."

د افغانستان جمهور رئیس دوهم مرستیال سرور دانش د طالبانو امارتي نظام په اړه په داسې حال کې څرګندونې کوي چې له دې وړاندې طالبانو په پرله‌پسې توګه افغانستان کې د اسلامي امارت غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG