د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

'د حکومت او طالبانو د مرکچي پلاويو رسمي مذاکرات وځنډېدل'


 قطر کې د سولې خبرو پیلېدل
قطر کې د سولې خبرو پیلېدل

د افغان حکومت د مرکچي پلاوي یو غړی وايي، د حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوي ترمنځ نن رسمي مذاکرات نه‌پیلېږي، خو د تماس ډله به سره بیا نن کېني.

که څه هم تمه وه چې نن دوشنبه د افغان حکومت د مرکچي پلاوي او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي، خو اوس‌ د مذاکراتو پیل ځنډېدلی دی.

د افغان حکومت د مرکچي پلاوي یو غړي د دوشنبې د ورځې په سهار د خپل نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل، د مذاکراتو لپاره لا هم اجنډا نه‌ده بشپړه شوې او له همدې امله پیل هم ځنډېدلی دی.

سرچینه وایي، د تماس ډله به په خپله نننۍ ناسته کې د مذاکراتو پر اجنډا خبرې وکړي.

سرچینه په مذاکراتو کې د کېدونکو بحثونو د منځپانګې او تر خوا یې د خبرو د پیل د کره نېټې په اړه څه نه‌وايي.

مسیر: دوحه کې لاهم د خبرو لپاره پر اجنډا توافق نه‌دی شوی

د افغان دولت او طالبانو د تماس ډلو غونډه؛ 'پر کاري اصولو او مهالوېش خبرې وشوې'

طالبان هم د اجنډا په اړه دقیق معلومات نه‌ورکوي، خو د اوربند په اړه‌یې ویلي، په دې اړه به په مذاکراتو کې بحث وشي، خو د افغانستان حکومت تازه یو ځل بیا د تاوتریخوالي په کموالي ټینګار کړی دی.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال د دوشنبې به ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۲۴» ازادي راډیو ته وویل: "د سولې په خبرو کې د افغان حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي د شتون موخه اوربند، د تاوتریخوالي پای ته رسول او په هېواد کې د تل‌پاتې سولې او ثبات تأمینول دي."

د ولسمشر ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال
د ولسمشر ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې غړو نن په خپله عمومي ناسته کې د حکومت او طالبانو دواړو خواوو په مذاکراتي پلاوو غږ وکړ چې سولې ته د رسېدلو لپاره له رامنځته شوي قرصت نه ښه ګټه واخلي.

د افغانستان د حکومت مرکچي پلاوي او طالبانو د تماس په نوم یوه کاري ډله جوړه کړې چې له دواړو لورو یې ۱۰ تنه غړي دي. دې ډلې پرون په خپله لومړۍ غونډه کې پر یو شمېر موضوعاتو هوکړه هم کړې ده.

د افغان حکومت د مرکچي پلاوي کوم غړي چې ازادي راډیو سره د نوم نه‌ښودلو په شرط خبرې کړي دا هم ویلي، د دې ډلې په پرونۍ ناسته کې د یوه او بل پر وړاندې د پاروونکو خبرو او د جنجال پر نه‌راپورته کولو هوکړه شوې ده.

د تماس ډلې غړي نادر نادري هم په خپله ټویټرپاڼه لیکلي "د‌ مذاکراتي پلاویو د تماس کمېټې پرون ناسته درلوده او چال چلند په اصولو او د کار پر مهالوېش باندې خبرې او بحث وشو."

طالبان هم وايي، دې ناسته کې پر یو شمېر موضوعاتو هوکړه شوې او تمه ده چې دا ډله نن بیا سره خبرې وکړي.

په قطر کې د طالبانو د فرهنګي چارو د کمېسیون مرستیال ملا احمدالله وثیق وویل: "د تماس ګروپونو ترمنځ تېره ورځ ناوخته غونډه وشوه. په دې غونډه کې په راتلونکو مذاکراتو کې د چال چلند په اصولو او مهالوېش معلومولو بحث وشو. هیله‌ بخښونکې غونډه وه، هیله شته چې دا ډول غونډې دوام ولري."

د حکومت د مرکچي پلاوي نوم‌پټې سرچینې ازادي راډیو ته دا هم ویلي چې نن به د تماس ډله په خپلو خبرو کې په اجنډا جوړولو بحثونه وکړي چې له مخې به‌یې رسمي مذاکراتو ته لار پرانیستل شي.

د رسمي مذاکراتو پیل داسې مهال ځنډېږي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن پاکستان ته سفر کوي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

پاکستانۍ رسنۍ لیکي، ښاغلی خلیل‌زاد به له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې اړوند موضوعاتو باندې بحث او خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG