د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۴
قطر کې بین‌الافغاني خبرې
قطر کې بین‌الافغاني خبرې

د افغان حکومت او طالبانو مذاکرات؛ 'مذاکره کوونکي پلاوي د تشدد پر کمولو خبرې کوي'

د افغانستان دولت پلاوي (د سپټمبر په ۱۲مه) په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره د سولې خبرو د پيل لپاره په رسمي مراسمو کې مخامخ شول. د افغانستان دولت له‌خوا د خبرو پلاوی بېګا دوحې ته ورسېد.

د افغانستان دولت پلاوي (د سپټمبر په ۱۲مه) په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره د سولې خبرو د پيل لپاره په رسمي مراسمو کې مخامخ شول.

د افغانستان دولت له‌خوا د خبرو پلاوی جمعه ماښام دوحې ته ورسېد.

په همدې حال کې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا حکومت ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وايي چې په دوحه کې خبرې افغانان خپله کوي او هېڅ منځګړی به نه‌لري او نه به څوک د سهولت برابرولو لپاره په‌کې وي.

هغه وویل چې دا وار به افغانان په خپله د سولې لپاره نقشه جوړوي څو د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره سیاسي لاره جوړه شي، خو که‌یې مرستې ته اړتیا درلوده، امریکا مرستې ته تیاره ده.

خلیلزاد دا خبرې جمعې په ورځ په یوه ټیلیفوني کنفرانس کې خبریالانو ته کړې دي.

هغه وویل: "اوس موږ داسې یوې پروسې ته داخل شوي یو چې د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو ترمنځ ده، کله چې افغانان سره ګوري هلته به هېڅ منځګړی یا سهولت جوړونکي نه‌وي. موږ به د اړتیا په وخت کې مرستې ته تیار یوو، که هرې خوا اړتیا درلوده موږ به‌يې څارونکي او مرستندوی یو، خو که‌یې مرستې ته اړتیا نه‌درلوده، پروا نه‌لري، ښه خبره به وي."

د افغانستان دولت د پلاوي مشر د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله دی. په پلاوي کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري هم شامل دي.

امریکا د روان کال د فبرورۍ په وروستیو کې له طالبانو سره د سولې موافقه وکړه چې یوه مهمه خبره په‌کې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل چې د دې ژمنې د سر ته رسولو په دوهم پړاو کې دي.

زلمی خلیلزاد وايي: "له طالبانو سره په موافقه کې او له حکومت سره په تفاهم‌لیک کې په مشروط ډول زموږ د قواوو د کمېدو خبره شوې ده چې یوازې د امریکا نه، بلکې د ائتلافي قواوو او ناټو غړي هم دي، موږ اوس‌مهال په دوهمه مرحله کې یو، په اول پړاو کې موږ ۸،۶۰۰ ته راکم شوو او دوهم پړاو به موږ ۴،۵۰۰ ته راورسوي، د اکټوبر او نومبر تر میاشتو وخت کې او اوس موږ په دې پړاو کې یوو."

خلیلزاد پرون وویل، د امریکا حکومت هیله لري چې د افغانستان دولت به له طالبانو سره پر داسې سیاسي موافقه جوړ شي چې بیا په ګډه د نورو ترورېستي ډلو لکه داعش پر ضد مبارزه او په افغانستان کې د هغوی د فعالیت مخنیوی وکړي.

په دوحه کې به شنبه د خبرو د پیل رسمي مراسم وي او خبرې به د دوشنې په ورځ پيل شي.

۱۷:۴۴ ۲۳.۶.۱۳۹۹

د افغانستان د دولت او طالبانو پلاوي نن یکشنبې په قطر کې د بین الافغاني خبرو پر اجنډا او څرنګوالي خبرو ته دوام ورکوي.

د بین الافغاني خبرو پرانیستونکې غونډه پرون د ښکېلو خواوو او د امریکا او د افغانستان په مسایلو کې د دخیلو بهرنیو خواوو په ګډون پيل شوه او دواړه لوري نن د غونډو، مهالوېش او هغو کارونو په اړه بحث کوي چې باید وشي.

د افغانستان د دولت د پلاوي مشر محمدمعصوم ستانکزي نن ماسپښین په دوحه کې د دې خبرو د پرمختګ په اړه خبریالانو ته مالومات ورکړل.

ښاغلي ستانکزي د خبرو فضا مثبته وبلله.

هغه زیاته کړه: "زه فکر کوم چې روحیه مثبته وه، تراوسه یوه مسلکي روحیه حاکمه ده، که په دې روحیه مخکې ولاړ شو، هیله من یو چې دا تعهد او مسئولیت به دوه اړخیز وي، موږ به په دې کې بحث کوو، قضاوت دې د افغانستان خلک وکړي."

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په دې خبري غونډه کې پر دواړو لورو غږ وکړ چې سولې ته د رسېدو لپاره انعطاف وښيي.

ښاغلي عبدالله همداراز د افغان دولت، طالبانو، قطر او امریکا ترمنځ د پلان شوې څلور اړخیزې غونډې د فسخ کېدو خبر ورکړ ځکه د نوموړي په وینا د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مایک پومپیو ناڅاپه قبرس ته سفر وکړ.

۱۷:۰۰ ۲۳.۶.۱۳۹۹

۱۶:۰۱ ۲۳.۶.۱۳۹۹

۱۵:۴۹ ۲۳.۶.۱۳۹۹

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG