د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸
قطر کې بین‌الافغاني خبرې
قطر کې بین‌الافغاني خبرې

د افغان حکومت او طالبانو مذاکرات؛ 'مذاکره کوونکي پلاوي د تشدد پر کمولو خبرې کوي'

د افغانستان دولت پلاوي (د سپټمبر په ۱۲مه) په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره د سولې خبرو د پيل لپاره په رسمي مراسمو کې مخامخ شول. د افغانستان دولت له‌خوا د خبرو پلاوی بېګا دوحې ته ورسېد.

د افغانستان دولت پلاوي (د سپټمبر په ۱۲مه) په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره د سولې خبرو د پيل لپاره په رسمي مراسمو کې مخامخ شول.

د افغانستان دولت له‌خوا د خبرو پلاوی جمعه ماښام دوحې ته ورسېد.

په همدې حال کې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا حکومت ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وايي چې په دوحه کې خبرې افغانان خپله کوي او هېڅ منځګړی به نه‌لري او نه به څوک د سهولت برابرولو لپاره په‌کې وي.

هغه وویل چې دا وار به افغانان په خپله د سولې لپاره نقشه جوړوي څو د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره سیاسي لاره جوړه شي، خو که‌یې مرستې ته اړتیا درلوده، امریکا مرستې ته تیاره ده.

خلیلزاد دا خبرې جمعې په ورځ په یوه ټیلیفوني کنفرانس کې خبریالانو ته کړې دي.

هغه وویل: "اوس موږ داسې یوې پروسې ته داخل شوي یو چې د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو ترمنځ ده، کله چې افغانان سره ګوري هلته به هېڅ منځګړی یا سهولت جوړونکي نه‌وي. موږ به د اړتیا په وخت کې مرستې ته تیار یوو، که هرې خوا اړتیا درلوده موږ به‌يې څارونکي او مرستندوی یو، خو که‌یې مرستې ته اړتیا نه‌درلوده، پروا نه‌لري، ښه خبره به وي."

د افغانستان دولت د پلاوي مشر د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله دی. په پلاوي کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري هم شامل دي.

امریکا د روان کال د فبرورۍ په وروستیو کې له طالبانو سره د سولې موافقه وکړه چې یوه مهمه خبره په‌کې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل چې د دې ژمنې د سر ته رسولو په دوهم پړاو کې دي.

زلمی خلیلزاد وايي: "له طالبانو سره په موافقه کې او له حکومت سره په تفاهم‌لیک کې په مشروط ډول زموږ د قواوو د کمېدو خبره شوې ده چې یوازې د امریکا نه، بلکې د ائتلافي قواوو او ناټو غړي هم دي، موږ اوس‌مهال په دوهمه مرحله کې یو، په اول پړاو کې موږ ۸،۶۰۰ ته راکم شوو او دوهم پړاو به موږ ۴،۵۰۰ ته راورسوي، د اکټوبر او نومبر تر میاشتو وخت کې او اوس موږ په دې پړاو کې یوو."

خلیلزاد پرون وویل، د امریکا حکومت هیله لري چې د افغانستان دولت به له طالبانو سره پر داسې سیاسي موافقه جوړ شي چې بیا په ګډه د نورو ترورېستي ډلو لکه داعش پر ضد مبارزه او په افغانستان کې د هغوی د فعالیت مخنیوی وکړي.

په دوحه کې به شنبه د خبرو د پیل رسمي مراسم وي او خبرې به د دوشنې په ورځ پيل شي.

۱۵:۴۶ ۲۳.۶.۱۳۹۹

د افغانستان د سولې د دواړو لورو مرکچیانو د دریځونو له اعلانه وروسته، د خلکو ترمنځ بېلابېلې هیلې او اندېښنې مطرح شوي دي.

دوی وايي، د دوو لسیزو پر لاسته راوړنو باید معامله ونه شي او د بشر حقونو، کار، ښوونې او روزنې او د بیان د ازادۍ حقونه دې خوندي وساتل شي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو له پیلېدو سره د خوشبینو ترڅنګ، د ټولنې د بېلابېلو قشرونو له خوا یو لړ اندېښنې هم مطرح شوي دي.

ځینې اندېښمن دي چې کارونه به یې له لاسه ووځي او ځینې وايي، داسې نه چې د څو کلونو پرلاسته راوړنو معامله ونه شي.

د خوست اوسیدونکې پلوشه وايي: "په اتلسو کلونو کې چې ښځو کوم پرمختګونه کړي، له نارینه سره یې څنګ په څنګ کارونه کړي او تعلیم یې کړی، دا باید ترپښو لاندې نه شي، د ښځو حقونه باید وغوښتل شي."

د بامیانو اوسېدونکې ۶۳ کلنه بختاوره وايي، زوی یې په جنګونو کې وژل شوی،خو اوس سوله مهمه ده.

هغې وویل: "ډېر انسانان ووژل شول، زما زوی په کندهار کې ووژل شو، جنګ نور بس دی، ځکه د بېوزلو اولادونه په کې وژل کېږي."

د ننګرهار اوسېدونکی جان اقا صالح وايي، سوله د ټولو افغانانو هیله ده خو د دواړو لورو خبرو کې باید د تېرو کلونو لاسته راوړنو ته پام وشي.

صالح وویل: "په دغو خبرو کې باید لاسته راوړنو ته په کم نظر ونه کتل شي او د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب وویل شي."

د کندهار اوسیدونکی علي محمد وايي، په څلویښت کلنو جنګونو کې مو ځوانان ووژل شول، هیله ده چې د سولې خبرې مثبته نتیجه ورکړي او ورور وژنه نور پای ته ورسېږي.

هغه زیاته کړه: "په بازار کې رېړه ګرځوم، سولې ته خوشحاله یو، خدای دې سوله راولي، څلويښت کاله ځورېدلي یو، شهیدان لرو، بندیان لرو، تاسې ته د خدای روی نیسو چې سوله وکړئ."

په ورته وخت کې په کابل کې د ښځو د حقونو فعالې ماریه توتاخېل ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو د ښځو د حقونو په اړه په څرګنده توګه څه نه دي ویلي او دا د افغانستان د ټولو ښځو د اندېښنې وړ ده.

توتاخېل زیاتوي: "د افغانستان د څه پاسه ۹۵ فیصد ښځې په اسلامي حجاب کې دي، خو طالبان بیا هم د حجاب خبره کوي، زه نه پوهېږم له حجاب نه د دوی مقصد څه دی،که دوی دا واضح کې په راتلونکې کې د ښځو پر وړاندې دریځ څه دی، باید روښانه یې کړي."

خو د لغمان ولایت اوسېدونکی محمد ایمل بیا بله اندېښنه لري.

دی وايي، داسې نه چې په دغو مذاکراتو کې دځینو هېوادونو له غرضه ډکې مداخلې وشي.

هغه وویل: "زموږ یوازینی تشویش له ګاوڼدیانو نه دی چې بیا مداخله ونه کړي، او د سولې پروسه د لاس اله وګرځئ او د سیاسي اهدافو لپاره ګډوډي جوړه کړي."

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې سبا دوشنبه په قطر کې پیلېږي.

که څه هم د دغې ناستې د بحث لومړۍ موضوع تراوسه څرګنده نه ده، خو د افغان حکومت مذاکره کوونکي پلاوي ویلي چې د بحث لومړۍ موضوع به اوربند وي او افغانان د تېرو ۱۹ کلونو د لاسته راوړنو پر خوندیتوب ټیګار کوي.

۱۵:۱۸ ۲۳.۶.۱۳۹۹

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، که طالبانو سره سوله وشي نو د نورو وسله والو ډلو ځپل اسانه کار دی.

د دې شورا ویاند جاوید فیصل ازادي راډيو ته وویل، سوله د بهرنیو ترهګریزو ډلو سره نه کېږي او دغو ډلو ته طالبانو د فعالیت مناسب بستر برابر کړی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي له طالبانو سره د سولې وروسته بهرنۍ ترهګریزې ډلې د خپل فعالیت خوندي بستر له لاسه ورکوي.

جاوېد فیصل
جاوېد فیصل

د دې شورا ویاند جاوید فیصل د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "له خوارجو سره سوله نه کېږي، هغوي د دې وطن اتباع نه دي، سوله یوازې له افغانانو سره کېږي، کله، چې له طالب سره سوله وشي، دا نورې ډلې دلته د خپل فعالیت خوندي بستر له لاسه ورکوي او ټغر یې په اسانۍ سره ټولېدای شي."

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې سبا په رسمي ډول په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوي ترمنځ د سولې خبرې پیل شي.

تېره ورځ د دې خبرو پرانیسته وه او نن د دواړو لوریو تخنیکي ټیمونه د سبا ورځې د خبرو لپاره په تیاریو بوخت دي.

خو له دې سره په افغانستان کې پوښتنې پیدا شوي چې ایا له طالبانو سره له سولې وروسته جګړه پای ته رسېږي؟

دا اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوي چې په وروستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې بمې چاودنې او انتحاري بریدونه وشول خو هیڅ وسله والې ډلې يې مسئولیت ونه مانه.

د تېرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ په پلازمېنه کابل کې د افغانستان د جمهوري رئیس د لومړۍ مرستیال امرالله صالح په موټریز کاروان بمې چاودنې دا اندېښنې لا پسې زیاتې کړې.

په اسلام اباد کې پخوانی افغان سفیر عمر زاخېلوال وايي، له سولې وروسته ښايي په بشپړ ډول جګړه پای ته ونه رسېږي خو دا په ټوله کې د سولې پر لور ستر ګام دی.

هغه وویل: " که په مکمل ډول هم جګړه ختمه نشي خو هغه وړې وړې ډلې چې پاتې کېږي، که طالبان یوې نتیجې ته ورسېږي بیا هغوي هم نه پاتې کېږي، ځکه کله هم چې طالبانو اوربند کړی دی، پېښې ډېرې کمې وې او یا هم په نشت کې حسابېدې."

په اسلام اباد کې پخوانی افغان سفیر عمر زاخېلوال
په اسلام اباد کې پخوانی افغان سفیر عمر زاخېلوال

ښاغلی زاخېلوال د دې موضوع ترڅنګ په قطر کې د سولې روانو خبرو ته هم اشاره کوي او وايي، دواړه خواوې باید له دې ترلاسه شوې فرصته سمه ګټه واخلي، اوربند وشي څو روان بهیر اغېزمن نه کړي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکی محب شریف بیا د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته د جګړې دوام مشروط بولي.

شریف وویل: "که طالبان خپلې اړیکې له القاعدې ډلې سره پرې کړي نو په دې صورت کې نورې وړې وسله والې ډلې هم نه شي کولای چې بیا جګړه مخته یوسي."

دی وايي ښايي په دې هېواد کې ټولې شل وسله والې ډلې ترهګریز فعالیتونه ونه لري خو له دې وړاندې افغان حکومت بار بار ویلي چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو په ګډون نږدې شل بېلابېلې وسله والې ډلې افغان ضد فعالیتونه ترسره کوي چې حکومت يې په ځپلو بوخت دی.

۱۴:۵۷ ۲۳.۶.۱۳۹۹

۱۳:۳۰ ۲۳.۶.۱۳۹۹

د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې د افغان حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي او طالبانو ترمنځ د خبرو په درشل کې یادې وسله والې ډلې لا هم په لوړه کچه تاوتریخولي ته دوام ورکړی او په ۱۹ ولایتونو کې یې تازه بریدونه کړي.

که څه هم ټاکل شوې چې سبا د دوشنبې په ورځ به په قطر کې په رسمي ډول د افغان حکومت او طالبانو د مذاکره کوونکو پلاوو ترمنځ خبرې پیل شي خو د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې روان حالت تر دې دمه په جګړو هېڅ اغېز نه دی کړی.

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې طالبانو په ۱۹ ولایتونو کې بریدونه کړي.

امان زیاتوي: "د طالبانو له لوري په تاوتریخوالي کې هېڅ کمښت نه دی راغلی، اوس هم په لوړه کچه تاوتریخوالی دوام لري، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د فعال دفاعي حالت په چوکاټ کې له خپل ځان دفاع کوي او د دښمن حملو ته ځواب ورکړی."

فواد امان
فواد امان

خو ښاغلي امان د جګړې له امله افغان سرتېرو، ولسي وګړو او طالبانو ته د اوښتو ځاني تلفاتو په اړه معلومات ورنه کړل.

بلخوا افغان چارواکو وايي، چې طالبانو بېګاه شپه د جوزجن ولایت د مینګجیک ولسوالۍ په ودانۍ او د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ په ودانۍ بریدونه کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، چې دوی بریدونه نه دي کړي، بلکې له هغو سیمو کې یې دفاع کړې، چې افغان حکومت هلته تازه پوستې جوړه وي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په قطر کې د ښکېلو اړخونو ترمنځ د سولې د خبرو اترو په پرانستغونډه کې د ټولو اړخونو د استازو په خبرو کې ظاهراً نرمي لیدل کېده.

خبرې تر ډېره په اوربند او تلپاتې سولې متمرکزې وي.

خو پوښتنه داده چې د سولې د خبرواترو په درشل کې تاوتریخوالي دوام دغه خبرې له ګواښ سره مخ کولای شي؟

د افغانستان د سولې انسټېټوټ مشر يې د سولې د خبرو په زیان بولي.

یاسر احمدزی
یاسر احمدزی

د دې انسټېټوټ مشر یاسر احمدزي وویل: " طالبان د تاوتریخوالی په نه کمولو سره هڅه کوي، چې د خبرو په مېز کې زیات امتیاز واخلي او ځان پیاوی وښيي، دوی د جګړې له زیاتوالي په استفادې هڅه کوي، چې په مذاکراتو کې په مقابل لوري خپلې غوښتنې ومني."

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد ازادي راډيو ته وویل، ګومان کوي،چې ډېر ژر د تاوتریخوالی شدت راکم شي.

ټاکل شوې، چې سبا دوشنبه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د سولې رسمي مذاکرات پيل شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG