د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۲
قطر کې بین‌الافغاني خبرې
قطر کې بین‌الافغاني خبرې

د افغان حکومت او طالبانو مذاکرات؛ 'مذاکره کوونکي پلاوي د تشدد پر کمولو خبرې کوي'

د افغانستان دولت پلاوي (د سپټمبر په ۱۲مه) په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره د سولې خبرو د پيل لپاره په رسمي مراسمو کې مخامخ شول. د افغانستان دولت له‌خوا د خبرو پلاوی بېګا دوحې ته ورسېد.

د افغانستان دولت پلاوي (د سپټمبر په ۱۲مه) په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره د سولې خبرو د پيل لپاره په رسمي مراسمو کې مخامخ شول.

د افغانستان دولت له‌خوا د خبرو پلاوی جمعه ماښام دوحې ته ورسېد.

په همدې حال کې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا حکومت ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وايي چې په دوحه کې خبرې افغانان خپله کوي او هېڅ منځګړی به نه‌لري او نه به څوک د سهولت برابرولو لپاره په‌کې وي.

هغه وویل چې دا وار به افغانان په خپله د سولې لپاره نقشه جوړوي څو د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره سیاسي لاره جوړه شي، خو که‌یې مرستې ته اړتیا درلوده، امریکا مرستې ته تیاره ده.

خلیلزاد دا خبرې جمعې په ورځ په یوه ټیلیفوني کنفرانس کې خبریالانو ته کړې دي.

هغه وویل: "اوس موږ داسې یوې پروسې ته داخل شوي یو چې د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو ترمنځ ده، کله چې افغانان سره ګوري هلته به هېڅ منځګړی یا سهولت جوړونکي نه‌وي. موږ به د اړتیا په وخت کې مرستې ته تیار یوو، که هرې خوا اړتیا درلوده موږ به‌يې څارونکي او مرستندوی یو، خو که‌یې مرستې ته اړتیا نه‌درلوده، پروا نه‌لري، ښه خبره به وي."

د افغانستان دولت د پلاوي مشر د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله دی. په پلاوي کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري هم شامل دي.

امریکا د روان کال د فبرورۍ په وروستیو کې له طالبانو سره د سولې موافقه وکړه چې یوه مهمه خبره په‌کې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل چې د دې ژمنې د سر ته رسولو په دوهم پړاو کې دي.

زلمی خلیلزاد وايي: "له طالبانو سره په موافقه کې او له حکومت سره په تفاهم‌لیک کې په مشروط ډول زموږ د قواوو د کمېدو خبره شوې ده چې یوازې د امریکا نه، بلکې د ائتلافي قواوو او ناټو غړي هم دي، موږ اوس‌مهال په دوهمه مرحله کې یو، په اول پړاو کې موږ ۸،۶۰۰ ته راکم شوو او دوهم پړاو به موږ ۴،۵۰۰ ته راورسوي، د اکټوبر او نومبر تر میاشتو وخت کې او اوس موږ په دې پړاو کې یوو."

خلیلزاد پرون وویل، د امریکا حکومت هیله لري چې د افغانستان دولت به له طالبانو سره پر داسې سیاسي موافقه جوړ شي چې بیا په ګډه د نورو ترورېستي ډلو لکه داعش پر ضد مبارزه او په افغانستان کې د هغوی د فعالیت مخنیوی وکړي.

په دوحه کې به شنبه د خبرو د پیل رسمي مراسم وي او خبرې به د دوشنې په ورځ پيل شي.

۰۸:۱۵ ۲۲.۶.۱۳۹۹

د افغانستان دولت پلاوی به نن (د سپټمبر په ۱۲مه) په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره د سولې خبرو د پيل لپاره په رسمي مراسمو کې مخامخ شي.

د افغانستان دولت له‌خوا د خبرو پلاوی بېګا دوحې ته ورسېد.

په همدې حال کې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا حکومت ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وايي چې په دوحه کې خبرې افغانان خپله کوي او هېڅ منځګړی به نه‌لري او نه به څوک د سهولت برابرولو لپاره په‌کې وي.

هغه وویل چې دا وار به افغانان په خپله د سولې لپاره نقشه جوړوي څو د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره سیاسي لاره جوړه شي، خو که‌یې مرستې ته اړتیا درلوده، امریکا مرستې ته تیاره ده.

د فبروري په ۲۹مه په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون

خلیلزاد دا خبرې پرون په یوه ټیلیفوني کنفرانس کې خبریالانو ته کړې دي.

هغه وویل: "اوس موږ داسې یوې پروسې ته داخل شوي یو چې د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو ترمنځ ده، کله چې افغانان سره ګوري هلته به هېڅ منځګړی یا سهولت جوړونکي نه‌وي. موږ به د اړتیا په وخت کې مرستې ته تیار یوو، که هرې خوا اړتیا درلوده موږ به‌يې څارونکي او مرستندوی یو، خو که‌یې مرستې ته اړتیا نه‌درلوده، پروا نه‌لري، ښه خبره به وي."

د افغانستان دولت د پلاوي مشر د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله دی. په پلاوي کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري هم شامل دي.

امریکا د روان کال د فبرورۍ په وروستیو کې له طالبانو سره د سولې موافقه وکړه چې یوه مهمه خبره په‌کې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل دي.

په افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتېري

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل چې د دې ژمنې د سر ته رسولو په دوهم پړاو کې دي.

زلمی خلیلزاد: "له طالبانو سره په موافقه کې او له حکومت سره په تفاهم‌لیک کې په مشروط ډول زموږ د قواوو د کمېدو خبره شوې ده چې یوازې د امریکا نه، بلکې د ائتلافي قواوو او ناټو غړي هم دي، موږ اوس‌مهال په دوهمه مرحله کې یو، په اول پړاو کې موږ ۸،۶۰۰ ته راکم شوو او دوهم پړاو به موږ ۴،۵۰۰ ته راورسوي، د اکټوبر او نومبر تر میاشتو وخت کې او اوس موږ په دې پړاو کې یوو."

خلیلزاد پرون وویل، د امریکا حکومت هیله لري چې د افغانستان دولت به له طالبانو سره پر داسې سیاسي موافقه جوړ شي چې بیا په ګډه د نورو ترورېستي ډلو لکه داعش پر ضد مبارزه او په افغانستان کې د هغوی د فعالیت مخنیوی وکړي.

اچین کې د افغان ځواکونو له لوري د داعش ډلې ضد عملیات

په دوحه کې به نن د خبرو د پیل رسمي مراسم وي او خبرې به د دوشنې په ورځ پيل شي.

۰۸:۲۵ ۲۲.۶.۱۳۹۹

امریکا: بین‌الافغاني خبرې به اوږدې او له ستونزو ډکې وي

په دوحه کې به نن (د سپټمبر په ۱۲مه) د دولت او طالبانو د استازو د خبرو د پیل مقدماتي مراسم پيل شي.

د دواړو خواوو استازي رسماً د دوشنبې په ورځ خبرې پيلوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتګُس پرون وویل چې دا خبرې به اوږدې او له ستونزو ډکې وي.

مورګان اورتګُس
مورګان اورتګُس

هغې پرون وویل: "موږ پوهېږو چې دا د یوه اوږده او ستونزمن پړاو پيل دی، خو موږ خوشحاله یو چې داسې تاریخي موقع ته رسېدلي یو چې یوه موافقه ترلاسه شوې چې هغه تضمین کوي چې له افغانستانه به بیا امریکا ته د ترورېستانو ګواښ نه‌پېښېږي."

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم په دوحه کې په دې خبرو کې ګډون لري، خو د امریکا حکومت ویلي چې دا خبرې یوازې افغانان کوي او دوی یوازې د مرستې لپاره تیار دي.

۰۸:۳۵ ۲۲.۶.۱۳۹۹

اتمر: د سولې مذاکرو ماته به سیمې او ټولې نړۍ ته خطر وي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر ویلي چې د افغانستان د سولې د مذاکرو ماته به سیمې او ټولې نړۍ ته خطر وي.

اتمر پرون (د سپټمبر په ۱۱مه) د دوحې په لاره کې په الوتکه کې خبریالانو ته دا خبره وکړه.

هغه وویل: "زموږ هیله دا ده چې ډېر ژر به یوې پایلې ته ورسېږو. په دې مذاکرو کې ماته به یوازې د افغانستان لپاره نه، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره خطرناکه وي."

حنیف اتمر وویل چې په دوحه کې د طالبانو له سیاسي پلاوي سره به تر هر بل شي مخکې پر اوربند خبرې وکړي.

د افغانستان دولت د مذاکرې پلاوی پرون ماښام له کابله دوحې ته ورسېد. د پلاوي مشر د روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله دی.

۰۹:۵۸ ۲۲.۶.۱۳۹۹

قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د نننۍ خبرو په اړه د کابل ورځپاڼو لیکنې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره په قطر کې د سولې بین‌الافغاني خبرو اترو د پیل په تړاو لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په قطر کې د سولې بین‌الافغاني خبرو اترو ته په اشارې سره لیکلي چې نن د ډېرو افغانانو سترګې قطر ته دي څو د سولې په تړاو مثبت او هیله بخښونکې خبرې اترې ولري.

ورځپاڼې لیکلي چې دا د سولې ارمانجنو افغانانو لپاره ستر او هيله بخښونکی زېری دی، هغه زېری چې هره کورنۍ ورته د بېګا او سبا تر ډوډۍ هم ډېره اړتيا لري! له همدې امله افغان ولس، افغان حکومت او د امريکا په شمول د سيمې او نړۍ دوست هېوادونه د دې لړۍ د پيل هرکلی کوي.

وړاندې د بین‌الافغاني خبرو اترو یو مهم او اساسي شرط اوربند بلل شوی چې د سرمقاله لیکونکي په باور، د دواړو لورو تر خبرو وروسته به معلومه شي چې دغه شرط څومره عملي بڼه خپلوي.

لیکوال لیکي، دا به یوه مقدماتي ناسته وي او د بحثونو په پیلېدو سره به اصلي اجنډا روښانه شي.

ورځپاڼه لیکي، که څه هم د خبرو اترو د دوام اصلي ځای نه‌دی روښانه شوی، خو په خبره‌یې قطريان او یو شمېر نور هېوادونه هڅه کوي چې تر نومبر میاشتې جلسې په قطر کې دوام پیدا کړي.

یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم د سولې بین‌الافغاني خبرو اترو په تړاو لیکلي چې د افغان حکومت مرکچي پلاوی به له طالبانو سره په پيل کې د اوربند غوښتنه وکړي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، که له يوې خوا پام وکړو، نو طالبانو تل د داسې خبرو لپاره وخت ضايع کړی او د دښمنو هېوادونو په هڅو د سولې لپاره خبرې په شا تمبول شوې دي، خو له بلې خوا هيلې شته، ځکه د سرمقاله لیکونکي په وینا، په امريکا کې ولسمشريزې ټاکنې ډېرې مهمې دي او واکمنه اداره چې د دې ټاکنو لپاره خپل کانديد لري تر ټولو ډېره په دې هڅو کې ده چې په افغانستان کې يې د سولې پلان بريالی شي.

ورځپاڼې لیکلي، له همدې امله امريکا په ټول فشار سره د دې خبرو پيل او بريا غواړي، د دې لپاره امريکا پر پاکستان ډېر فشارونه راوستل او ان ښايي پاکستان ته د دې سولې په بدل کې د سترو امتيازونو منلو ته هم چمتو شوې وي.

د ورځپاڼې په وینا دا چې پاکستان په دې برخه کې کوم امتيازونه ترلاسه کوي دا به وروسته معلومه شي، خو په خبره‌یې پر افغانستان او د افغانستان پر ملي ګټو او وروستيو لاسته راوړنو په هېڅ توګه افغانان معاملې ته چمتو نه‌دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې هم د سولې بین‌الافغاني خبرو اترو ته اشاره کړې لیکلي چې د سولې د خبرو اترو په پیل سره د افغانانو ترمنځ هیلې راټوکېدلې دي.

وړاندې راغلي، که څه هم د دواړو لورو ترمنځ خبرې اترې به له جنجالونو ډکې وي، خو په وینا یې هیلې ډېرې دي چې د امریکا فشارونو له امله به دا ناسته مثبته پایله ولري.

ورځپاڼې لیکلي چې افغان پلاوی به د افغانستان له څو کلنو لاسته راوړنو، بیان ازادۍ او بشري حقونو د خوندیتوب دفاع وکړي.

خو ورځپاڼې ټينګار کړی چې دواړه لوري باید نرمښت وښیي څو بین‌الافغاني خبرې یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG