د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

یوناما په افغانستان کې د تاوتریخوالو د کمښت غوښتنه وکړه


آرشیف، کابل کې د چاودنې یو انځور
آرشیف، کابل کې د چاودنې یو انځور

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي دیبورا لاینز د دې سازمان د امنیت شورا په غونډه کې پرون د وینا پر مهال د افغانانو ترمنځ مذاکرات یو تاریخي فرصت وباله ، خو ویې ویل چې دا بهیر به اوږد او ستونزمن وي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وایي د افغانانو ترمنځ مذاکرات به ښایي یو اوږد او ستونزمن بهیر وي.

دیبورا لاینز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې دا مذاکرات به په نژدې ورځو کې پیل شي.

افغانانو ترمنځ د سولې خبرو د پیل په درشل کې د ملګرو ملتونو لوړ پوړي چارواکي په دې هېواد کې د تاوتریخوالي د کمېد وغوښتنه کړې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي دیبورا لاینز د دې سازمان د امنیت شورا په غونډه کې پرون د وینا پر مهال د افغانانو ترمنځ مذاکرات یو تاریخي فرصت وباله، خو ویې ویل چې دا بهیر به اوږد او ستونزمن وي.

آغلې لاینز زیاته کړه چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي سطح د اندېښنې وړ ده او د جګړې ښکېلې خواوې باید تاوتریخوالی کم کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي دیبورا لاینز
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي دیبورا لاینز

هغې زیاته کړه؛ "جګړه په دوامداره توګه سلګونه افغانان وژنې او ټپیان کوي یې، جګړه دغه راز د میلیونونو کسانو د بېځایه کېدو سبب کېږي او ډېری یې په سمدستي ډول خپلو کورونو ته د بېرته تګ هیله نه لري، جګړه په دې بحراني حالت کې بشردوستانه مرستو ته لاسرسی ستونزمنوي ، ډېری خلک د ژوند ژغورلو لپاره د مرستو څخه محروموي او هم د کویډ ۱۹ ناروغۍ د خورېدو د مخنیوي مبارزې ته خنډ جوړوي."

نوموړې زیاته کړه چې اوربند د افغانانو ترمنځ د سولي خبرو د اجنډا په سر کې ده.

مېرمن لاینز دا هم وویل چې دا خبري به په څو ورځو کې پیل شي او ملګري ملتونه به یې ملاتړ وکړي.

بلخوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي د سولي خبرو ته په استازې عادله راز ټینګار وکړ چې د تیرو شاوخوا دوو لسیزو لاسته راوړني باید خوندي شي.

عادله راز
عادله راز

هغې زیاته کړه: "دلته غواړم د هغو هېوادونو چې د امریکا په مشرۍ یې د سولې خبرو په برخه کې د اسانتیا په راوستلو کې ښکېل وو او له هغو هېوادونو چې د دې خبرو د کوربتوب لپاره یې لېوالتیا ښودلې وه لکه جرمني، اندونیزیا، ناروې قطر او ازبکستان څخه مننه کوم."

په همدې حال کې، تمه ده د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوی نن یا سبا له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته سفر وکړي.

د بین الافغاني خبرو پیل ته وروسته له هغه هیلې ډېرې شوې چې د افغانستان حکومت د پاته ۳۲۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو لړۍ له سره پیل او د ملي امنیت شورا یې پرون د بشپړېدو خبر ورکړ، خو دغي شورا په اعلامیې کې ویلي هغه طالب بندیان چې د خوشې کېدو په اړه یې نړیوال مخالفتونه کېدل خوشي شوي نه دي او په دې اړه دیپلوماتیکې هڅې روانې دي.

د افغانستان د حکومت یوې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نوم ونه ښود، آزادي راډیو ته پرون وویل ، هغه اووه تنه طالب بندیان چې فرانسه او آسترالیا یې له خوشې کېدو سره مخالف دي، قطر ته انتقالېږي او هلته به د امریکا تر نظارت لاندې وي.

XS
SM
MD
LG