د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

د پوهنتونونو له پیل مخکې د کویډ۱۹ مخنیوي لپاره د امریکا هڅې


د امریکا په ایلینوي ایالت کې د یوه پوهنتون انځور
د امریکا په ایلینوي ایالت کې د یوه پوهنتون انځور

د امریکا په متحدو ایالتونو کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۶ مبلیونو ته په داسې حال کې نژدې شوی چې د پوهنتونونو د پرانیستل کېدو له کبله وېره ده چې دا وبا به لا ډېره خپره شي.

چارواکي وايي، باید په اکثرو پوهنتونونو کې پر غونډو، مېلو او بارونو بندیز ولګول شي.

په همدې حال کې اکثره لوی ښوونځي لا هم نه دي پرانیستل شوي او انلاین زده کړو ته دوام ورکوي.

که څه هم په امریکا کې په کرونا ویروس د مړینو شمېر په عمومي ډول کم شوی خو چارواکي وېره لري چې د تعلیمي مرکزونو له پرانیستلو سره به دا ویروس نور هم خپور شي.

په نړۍ کې تر پرون پورې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۲۵ میلیون تنو واوښت.

XS
SM
MD
LG