د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

ډونالد ټرمپ د ډیموکراتانو پر کاندید جوبایډن لفظي ګوزارونه وکړل


ډونالد ټرمپ او جوبایډن
ډونالد ټرمپ او جوبایډن

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ډیموکراتانو پر کاندید جوبایډن لفظي ګوزارونه کړي او هغه‌یې د "امریکایي عظمت" لپاره یو ګواښ بللی.

ټرمپ پنجشنبه په سپينه ماڼۍ کې په دې اړه خبرې کړي.

ډونالد ټرمپ د جمهوري غوښتونکو له‌خوا کاندید دی او سیال‌یې جوبایډن د ډیموکراتانو په استازولۍ ټاکنو ته درېدلی.

ښاغلي ټرمپ د جمهوري غوښتونکو د کنګرې په پای کې د دغه ګوند کاندیداتوري ومنله.

هغه په خپله وینا کې تر ډېره په خپل سیال جوبایډن او ډیموکرات ګوند کلکې نیوکې وکړې.

ټرمپ تور پورې کړ چې جوبایډن او ډیموکرات ګوند کیڼ اړخي افراطيان دي چې د ده په خبره امریکايي هیلې ګواښي.

ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ

ټرمپ زیاتوي: "دا ټاکنې به پرېکړه وکړي چې موږ د امریکايي ژوند بڼې دفاع کوو یا افراطي خوځښت پرېږدو چې په بشپړه توګه‌یې سره ووېشي او له‌منځه یې یوسي. داسې څه به ونه‌شي. د ډیموکراټانو په ملي کنګره کې جوبایډن او د هغه ګوند په مکرر ډول پر امریکا د یوې توکميزې، اقتصادي او ټولنیزې بې‌عدالتۍ د ځمکې په توګه ګوزارونه وکړل."

ټرمپ زیاته کړه چې د ده ادارې څلور کاله د هغو زیانونو په جبران تېر کړل چې جوبایډن د سنا په دوره کې او هم کله چې د امریکا مرستیال ولسمشر و، رسولي وو.

ولسمشر ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې جوړو مراسمو ته همداراز وویل ټول هغه څه په خطر کې دي چې د ده په اداره کې ترلاسه شوي. هغه تور ولګاوه چې ډیموکراتان امریکا ته د یوه تر ټولو ازاده، سم او استثنايي ملت په توګه نه‌ګوري.

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال جمهوري غوښتونکي او ډیموکرات ګوند کاندیدان هر وار پر یو بل لفظي ګوزارونه کوي، خو دا ځل د کمپاینونو له پيله کاندیدانو یو بل سخت ټکولي.

جوبایډن او کمالا هارېس
جوبایډن او کمالا هارېس

د جمهوري غوښتونکو تر کنګرې څو ورځې مخکې د ډیموکراتانو کنګره جوړه شوه چې په‌کې جوبایډن د دغه ګوند له‌خوا ولسمشرۍ ټاکنو ته کاندید او کمالا هارېس‌یې هم مرستیاله شوه.

ټرمپ، د توکمپ‌النې او کرونا وبا له امله په امریکا کې جوړو لانجو ته په اشارې وویل چې بایډن به یوازې پر افریقایي امریکایانو د پولیسو د ډزو په واسطه توکمیزې شخړې لا پسې زیاتې کړي.

جوبایډن د ټرمپ تر پرونیو څرګندونو وروسته په خپل ټویټر باندې هغه ته ځواب ولیکه.

بایډن لیکلي: "د تاوتریخوالي هر یو مثال چې ټرمپ‌یې یادوي په خپله د ټرمپ تر نظر او رهبرۍ لاندې او د هغه د ولسمشرۍ په دوره کې شوي دي."

بایډن چې د ډیموکراتانو له‌خوا ولسمشرۍ ټاکنو ته کاندید دی په خپلو لومړنیو کمپایني غونډو کې په تېره بیا د کاندیداتورۍ د منلو په بیانیه کې وویل چې که بریالی شي د دیکتاتورانو سپکوونکې ورځې به پای ته ورسوي.

بایډن د پولیسو له‌خوا د تورپوستي جورج فلوید تر وژل کېدو وروسته د توکم‌پالنې ضد اعتراضونو ته په اشارې وویل چې دی ټوله امریکا به سره متحده کړي.

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې د نومبر په درېیمه ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG