د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

پروان کې د سېلابونو له امله د وژل شویو خلکو شمېر له ۱۰۰ واوښت


پروان کې اوسېدونکي له نړېدلو کورونو د مړو د ایستلو پر مهال
پروان کې اوسېدونکي له نړېدلو کورونو د مړو د ایستلو پر مهال

د پروان ولایت مرکز چارېکار ښار کې د سېلابونو د راوتو له امله څه باندې ۱۰۰ کسان مړه او له ۳۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاءالدین جېلاني ازادي راډیو ته وویل چې دا لومړنۍ شمېرې دي او د ډېرېدو احتمال‌یې شته.

ښاغلي جېلاني په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په خواشینۍ سره تېره شپه درې بجې چارېکار له شمال لوېدیځ نه له پنځو لورو، سېلابونه راغلل چې خلکو ته‌یې ډېر مالي او ځاني زیانونه واړول. زموږ لومړۍ شمېرې ښيي چې څه باندې ۱۰۰ کسان له‌منځه تللي او له ۳۰۰ ډېر ټپیان شوي چې روغتونونو ته لېږدول شوي دي."

د مسؤلو منابعو د معلوماتو له مخې، په دغه طبیعي پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان مړه شوي او په سلګونه کورونه یا زیانمن شوي او یا ویجاړ شوي دي.

چارېکار ښار کې په نیمه شپه چې خلک ویده وو، ناڅاپه پرې سېلابونه راغلل.

چارېکار ښار کې سېلاب
چارېکار ښار کې سېلاب

په دغه ښار کې د پېښې دوه عیني شاهدان سید مصور او عبدالباقي وايي: "وضعیت ډېر خراب و. دوه بجې او ۵۰ دقیقې وې چې زموږ او زموږ له سیمې نه پورته سېلاب راغی، ډېره خرابي يې وکړه، کورونه، موټر او خلک اوبو یوړل. یوه خوریې مې له جوماته راوایستله، کانال ډېر سامان لکه دوشکې، کمپلې او د کور لوازم راوړل. خلک له سختو ستونزو سره مخ دي، ښځې او ماشومان له دغه سړکه نه‌شي تېرېدلی، ټولې لارې تړلې دي."

د چهارشنبې د ورځې په سهار د دفاع وزیر او د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره د دولت وزیر او یو شمېر نور دولتي چارواکي د پېښې سیمې ته ورغلل.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره د دولت وزارت د معلوماتو له مخې، ورته سېلابونه په ننګرهار، میدان وردک، نورستان، کاپیسا او پنجشېر ولایتونو کې هم راوتلي چې پر پروان ولایت سربېره، په دغو ولایتونو کې یې هم خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

دغه وزارت وايي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په دغو سېلابونو کې شااوخوا ۳۰۰ کورونه، ۲۰۰ متره استنادي دېوالونه، ۱۰۰ متره سړک، ۱۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړ شوي دي.

په ورته وخت کې د میدان وردګو ولایتي شورا مرستیال شریف‌الله هوتک ازادي راډیو ته وویل چې د دې ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله پنځه تنه مړه شوي دي.

میدان وردک کې سېلابونه
میدان وردک کې سېلابونه

په ورته وخت کې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې وړاندوینه کړې چې ممکن په راتلونکو څو ورځو کې د کابل په ګډون په ننګرهار، کونړ، نورستان، پکتیا، لوګر، خوست، پروان، کاپیسا او میدان وردګ ولایتونو په ځینو سیمو کې سخت بارانونه وشي چې سېلابونه به هم راووځي.

دغه اداره خلکو ته سپارښتنې کوي، په هغو ځایونو کې چې د سېلابونو د راوتلو احمتال شته خپل کورونه امن ځایونو ته انتقال کړي.

اخوا د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په خپل فېس‌بوک لیکلي چې د پروان د سېلابونو تلفات او تاوانونه ډېر دي او په مرکز کابل کې ټولو اړوندو ادارو ته امر شوی چې پروان ته ودانګي او له ولایتي ژغورندويه ټیمونو سره همکاري وکړي.

د پروان د مرکز چارېکارو اوسېدونکو ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي سېلابونو ټول غافلګیره کړي او زیات اندېښمن دي چې د تلفاتو شمېر به لوړ ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG