د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

'پکتیا کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې زیاتې شوي'


د پکتیا مرکز ګردېز ښار یوه څنډه
د پکتیا مرکز ګردېز ښار یوه څنډه

د پکتیا چارواکي په دې ولایت کې د کرونا د مثبتو پېښو د زیاتېدو خبر ورکوي او له خلکو غواړي چې روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیسي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل ازادي راډیو ته وویل چې د تېرې اوونۍ په پرتله روانه اوونۍ کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

ښاغلی منګل زیاتوي: "روانه اوونۍ کې ۵۷ مشکوکې پېښې ثبت شوي چې له جملې یې ۱۲ مثبت شوي دي. د ده په وینا د دغو کسانو په منځ کې درې تنه محصلان هم شامل دي."

د وروستیو شمېرو له مخې په ټول افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو رسمي شمېر له ۳۸ زرو اوښتی او د مړو شویو نږدې ۱،۴۰۰ ته رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG