د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۰

هند د کرونا ویروس د پېښو له زیاتېدو سره مخ دی


هندوستان کې روغتیايي کارکوونکي خلکو ته د کرونا ویروس په اړه د پوهاوي پر مهال
هندوستان کې روغتیايي کارکوونکي خلکو ته د کرونا ویروس په اړه د پوهاوي پر مهال

هندوستان کې د کرونا ویروس تأیید شوې پېښې له درې میلیونو واوښتې. ګومان کېږي چې د یو میلیارد ۳۰۰ میلونه وګړو په دې هېواد کې به په کرونا ویروس د اخته کسانو رښتینی شمېر تر دې ډېر لوړ وي.

په وروستیو اوونیو کې هندوستان په نړۍ کې تر بل هر هېواد د کرونا ویروس ډېرې پېښې ثبتوي.

په ځانګړې توګه د هند په لویو ښارونو کې د کرونا پېښې په زیاتېدو دي. یو لړ سروې‌ګانو د دې هېواد د پلازمېنې نوې ډیلي او د بل تجارتي ښار مومبيي په استوګنو کې د کرونا ویروس په وړاندې په پراخه کچه انټي باډي موندلې دي.

په نوې ډېلي کې د حکومت یوې وروستۍ نمونوي سروې ښودلې ده چې په دې ښار کې شااوخوا ۲۹ سلنه خلک د کرونا ویروس لپاره انټي باډي لري، خو د ۱۱ میلیونو وګړو په دې ښار کې یوازې ۱۵۰ زره د کرونا ویروس پېښې ثبت شوې دي.

هند کې په یوه امبولانس کې په کرونا ویروس اخته ناروغان
هند کې په یوه امبولانس کې په کرونا ویروس اخته ناروغان

تر اوسه پورې په هندوستان کې د کرونا ویروس له کبله د ۵۶ زره کسانو مړینه ثبت شوې ده. دا مهال کرونا ویروس د دې هېواد کلیوالي سیمو کې په خپرېدو دی چې ډېر وګړي یې بې‌وزلي دي.

په نړۍ کې بیا د شنبې تر ورځې پورې د کرونا ویروس سره د تړلو مړینو شمېر ۸۰۰ زره ته ورسېد او پر دې ویروس د اخته کسانو شمېر هم په ټوله کې له ۲۳ میلیونو واوښت.

دا شمېرې د جانز هاپکنز پوهنتون په ډاګه کړي چې په‌کې د امریکا متحده ایالاتو، برازیل، مکسیکو او هندوستان هغه هېوادونه یاد شوي چې د کرونا ویروس له کبله د نړۍ په کچه د مړو شویو کسانو نیمايي جوړوي.

د نړۍ دوه هېوادونه جنوبي کوریا او جرمني چې ظاهراً د مؤثرو اقداماتو له کبله‌یې د کرونا ویروس خپرېدل ورو کړي وو، د دې وبا د خپرېدو له تازه چټکتیا سره مخ دي.

جنوبي کوریا پر لویو غونډو بندیز لګولی، بارونه او کلیساوې یې تړلي او د سپورتي نندارو مینه‌وال یې له نندارو منعه کړي څو د کرونا ویروس د خپرېدو د بیا چټکتیا مخه ونیسي.

جرمني د شنبې په ورځ په تېرو څلور میاشتو کې د کرونا ویروس تر ټولو لوړه شمېره اعلان کړه چې وايي تر ۲،۰۰۰ زیاتې نوې پېښې یې ثبت کړي. دا له اپرېل میاشت راهیسې لومړی ځل دی چې جرمني په یوه شپه ورځ کې په دې شمېر پېښې ثبتوي.

جرمني کې په ښوونځیو کې د زده‌کوونکو له لوري مېکروب ضد مواد کارول
جرمني کې په ښوونځیو کې د زده‌کوونکو له لوري مېکروب ضد مواد کارول

په نورو لوېدیځو اروپايي هېوادونو په ځانګړې توګه اسپانیا، ایټالیا او فرانسې کې هم بېرته د کرونا ویروس په نویو پېښو کې زیاتوالی لیدل شوی دی.

په لاتینه امریکا کې مکسیکو کې د کرونا ویروس په تړاو د مړینو شمېر ۶۰ زرو ته ورسېد چې د امریکا له متحده ایالاتو او برازیل وروسته د یو هېواد لپاره په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د مړینو تر ټولو لوړه شمېره ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG