د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۱

کرونا میلیونونه ښځې د حاملګۍ ضد درملو ته له لاسرسي محرومې کړي


ارشیف
ارشیف

د کرونا وبا په خاطر میلیونونه ښځې په ټوله نړۍ کې د حاملګۍ ضد درملو ته له لاسرسي او د جنین د سقط له خدماتو محرومې شوي.

دا خبره د ماري استوپس انټرنشنل په نوم یوه سازمان په خپل راپور کې کړې ده.

د راپور له مخې ګڼې ښځې په هند کې له دې ستونزو سره مخې دي.

د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې د سږکال له جنورۍ تر جون پورې په ۳۷ هېوادونو کې د تېر کال د همدې مودې په نسبت نږدې دوه میلیونه ښځې د حاملګۍ ضد درملو او د جنین د سقط له خدماتو بې‌برخې شوي.

له دې نږدې دوو میلیونو یوازې یو میلیون او درې لکه‌یې په هند کې ثبت شوې دي.

د کرونا وبا د اوج پر مهال په مې میاشت کې یونېسف خبر ورکړی و چې د کرونا وبا پر مهال د کال تر پایه ۱۱۶ میلیونه ماشومان نړۍ ته سترګې غړوي او دا شمېر د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونېسف ویلي یوازې ۲۹ میلیونه ماشومان په جَنوبي اسیا کې زېږي چې له ډلې به‌یې ۲۰ میلیونه په هند، پنځه میلیونه په پاکستان او یو میلیون په افغانستان کې وي.

XS
SM
MD
LG