د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

د اګست۲۱ مه د ترهګرۍ د قربانیانو له نړیوالې ورځې سره برابره ده


هلمند کې د چاودنې له امله ټپي ماشوم او د هغه پلار-June 29, 2020
هلمند کې د چاودنې له امله ټپي ماشوم او د هغه پلار-June 29, 2020

نن جمعه د اګست میاشت ۲۱ مه ڼېټه، د ترهګرۍ د قربانیانو له نړیوالې ورځې سره برابره وه.

د ترهګرۍ قربانیان وايي، افغان حکومت دغو قربانیانو ته هېڅ ډول رسېدنه نه ده کړې.

څلور کاله وړاندې ملګرو ملتونو سازمان د اګسټ یوشتمه د ترهګرۍ د قربانیانو ورځې ته ونوموله، افغانستان یو له هغه هېوادونو و چې ددې ورځې د نومولو وړاندیز وکړ.

فرحناز فروغ په افغانستان کې د ترهګرۍ د قربانیانو یو له هغې ده.

د فرحناز خور څلور کاله وړاندې د کابل په شپږمې امنیتي حوزې سیمه کې په یوې انتحاري حمله کې ووژل شوه.

هغه وايي، خور تازه د بدخشان ولایت مرکز فیض آباد پوهنتون کې خپل درسونه پیل کړې و.

د نوموړې په خبره، خور یې د ژمنیو رخصتیو لپاره کابل ته راغلې چې ووژل شوه.

هغه زیاتوي: "مشخصاً زما کورنۍ ته هېڅ رسېدنه نه دې شوې، نه یوازې زما کورنۍ بلکې نورې کورنۍ هم دي چې د حکومت له ملاتړه بې برخې پاتې."

که څه هم فرحناز سره خپله خور نشته خو د جګړې له ښکېلو خواو غواړي ترڅو له جګړې لاس واخلي او نړېوالې ترهګرې پروړاندې سره یو شي.

عطاالرحمان صافي د ترهګرې یو بل قرباني دی، هغه چې خپل پلار او تره یې په همدې جګړه کې له لاسه ورکړي د یوې تل پاتې سولې غوښتونکی دی.

صافي وویل: "یو ځل بیا له حکومت او طالبانو غوښتنه کوم چې له جګړې لاس واخلي او د یوې تل پاتې سولې لپاره لاس په کار شي څو نور بیګنا افغانان ونه وژل شي."

هڅه مو وکړه په دې اړه د افغان حکومت نظر راواخلو خو بریالي نشو.

په همدې حال کې د ناټو ملکي استازي ستیفانو پونتیکوروو د ترهګرۍ د قربانیانو د ورځې په مناسبت پر مدني او د سولې فعالانو بریدونه غندلي دي.

ستیفانو پونتیکوروو په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې دغه فعالان خلک دي او د یوې با عزته سولې لپاره هڅه کوي.

ستیفانو پونتیکوروو
ستیفانو پونتیکوروو

ملکرو ملتونو په ۲۰۱۷ کال کې د اګسټ میاشتې ۲۱ مه نېټه د ترهګرۍ د قربانیانو نړېوال ورځ ته ونوموله.

افغانستان یو له هغه هېوادونو څخه دی چې ترهګرۍ ترې ډېرې قرباني اخیستې.

په ملګرو ملتونو د افغانستان پخواني دایمي استازي محمود صیقل په ۱۳ ۹۶ کال کې وړاندیز وکړ چې د ترهګرۍ قربانیانو په نوم دې یوه ورځ ونومول شي.

په ملګرو ملتونو د افغانستان پخواني دایمي استازي محمود صیقل
په ملګرو ملتونو د افغانستان پخواني دایمي استازي محمود صیقل

که څه هم په افغانستان د ترهګرۍ د قربانیانو کره شمېر نه ده ویل شوی خو د بشر حقونو خپلواک کمېسیون له ۲۰۰۹ کال راهېسې تر ۲۰۱۸ کال پورې د یو راپور له مخې ویلي چې شاوخوا ۶۴ زره کسان په ترهګریزو بریدونو کې زیان لیدلی.

په افغانستان د کې د ملګرو ملتونو دفتر هم د ۲۰۲۰ کال په شپږ میاشتني راپور کې ویلي چې شاوخوا ۳۵۰۰ ملکي کسانو ته په دومره وخت کې مرګ ژوبله اوښتې.

دا په داسې حال کې ده چې ترهګري نه یوازې افغانستان ته یو ګواښ دی بلکې دغه ګواښ د سمیې هېوادونو ترڅنګ ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان ته هم یو جدي اندېښنه ده.

XS
SM
MD
LG