د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

چارواکي: د کرونا ناروغۍ د معتادينو د درملنې بهير ټکنی کړی دی


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې، د کرونا ناروغۍ او کرنتین د معتادينو د درملنې بهير ټکنی کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت په روغتونونو او روغتیايي مرکزونو کې د بستري شويو معتادینو لپاره د درملنې ترڅنګ، په کورونو کې هم د معتادینو درملنه کوي.

په کابل کې د معتادینو د یوه روغتیايي مرکز اجتماعي کار کوونکی زمری الکوزی وايي چې دوی د معتاد تر بستري کېدو مخکې د معتادینو د راټولېدلو ځایونو ته ځي او هغوی ته د نشه يي موادو د زیانونو په اړه پوهاوی ورکوي.

هغه زیاته کړه: " موږ هره ورځ د معتادينو د راټولېدو ځایونو ته ورځو، زموږ په ټيم کې ډاکټر، نرس او اجتماعي کارکوونکی شامل دی. موږ هلته د نشه يي موادو د زیانونو په اړه معتادینو ته پوهاوی ورکوو او ناروغان درملنې ته هڅوو. وروسته ناروغ د معتادینو د درملنې مرکز ته راځي، له همدې ځایه د درملنې پړاو پیل کېږي، په دې پړاو کې د معتادینو د کورنی غړی را غواړو او ژمنه ځنې اخلو چې د معتاد په درملنه کې به مرسته راسره کوي. که یو معتاد له خپلې کورنۍ سره ستونزه ولري، له کورنیو سره په غونډو کې یې څېړو او يوه د حل لاره ورته پيدا کوو چې یو معتاد تر درملنې وروسته بېرته په نشو باندې اخته نه شي."

په خپله خوښه د اعتیاد درملنې ته د معتادینو هڅول او د درملنې پر مهال د کورنیو مرسته را جلبول، هغه ساحوي فعالیتونه دي چې د اعتیاد، درملنې او تر درملنې وروسته معتادینو سره په روغ پاته کېدلو کې مرسته کوي.

د عامی روغتیا وزارت د نشه یی موادو د غوښتنې کمولو ریاست مرستیال ډاکټر عبدالشکور حیدري وايي چې د کرونا وایرس او کرنتین د معتادینو پر درملنه ناوړه اغېزه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه: " زموږ ساحوي فعالیتونه دا دي چې د درملنې مرکزونو ته معتادین را جذبوو، دوهم پروګرام مو دا دی چې تر درملنې وروسته د معتادینو څارنه کوو، خو کرونا دا فعاليتونه اغېزمن کړي دي، له همدې امله ډېری کسان بېرته په نشو باندې اخته شوي دي."

د کرنتین پر مهال سلګونه معتادین له بېلا بېلو ښارونو څخه راټول او د درملنې په مرکزونو کې تر (۴۵) ورځنۍ درملنې وروسته بېرته رخصت کړای شول، خو د کرنتین له امله د معتادینو کورنیو ته د روغتیايي کارکوونکو نه لاسرسي او د معتادینو د څارنې محدودیت دا وېره ډېره کړې چې ډېری معتادین به بېرته نشو ته مخه کړي.

-----------------------

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:01 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG