د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

انډپنډنټ: د جنرال رازق د وژلو طراح د طالبانو مرکچي پلاوي غړی ټاکل شوی


په کندهار کې د جنرال رازق د جنازې مراسم
په کندهار کې د جنرال رازق د جنازې مراسم

طالبانو هغه راپورونه نه رد او نه هم تأیید کړي چې ګوندې د دې ډلې د مرکچي پلاوي یو غړی د کندهار د پخواني امنیه قوماندان جنرال رازق د وژلو د طرحې جوړونکی دی.

په دې وروستیو کې انډپنډنټ ورځپاڼې په یو راپور کې ویلي ملا شیرین نورزی چې اوس د افغان حکومت له پلاوي سره د خبرو لپاره د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی ټاکل شوی، د جنرال عبدالرازق د وژلو اصلي طراح دی.

د طالبانو یو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته پرته له دې چې دا خبر رد یا تأیید کړي، په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د حکومت او نړیوالو ځواکونو پر ضد ۱۹ کلنې جګړې ته اشاره وکړه او ویې‌ویل: "خبرې اترې د هغو ترمنځ کېږي چې په جنګ کې وي. له هغو سره د سولې خبرو اترو ته اړتیا نه‌شته چې جګړه کې ورسره ښکېل نه‌يي. باید ووایم چې زموږ کسان چې په جګړه کې ښکېل وو اوس سوله کې هم برخه لري او ممکن همدا کسان په جګړو او وژنو کې هم شامل وي."

جنرال رازق د کندهار د امنیې یو نوموتی قوماندان و چې د ۲۰۱۸ م کال د اکټوبر په ۱۸مه د کندهار د والي په دفتر کې له یوې غونډې څخه د راوتلو پر مهال ووژل شو.

طالبانو هغه مهال ویلي و چې نوموړی د دوی د یو نفوذي کس له‌خوا وژل شوی دی.

بریدګر چې د راپورونو له مخې ګلبدین نومېده، تازه د کندهار د والي په ساتونکو کې شامل شوی و. وروسته امریکايي چارواکو وویل چې د بریدګر اصلي نوم راز محمد و او پر جنرال رازق تر برید شپږ میاشتې مخکې په پاکستان کې د طالبانو له‌خوا روزل شوی و.

د طالبانو ډله
د طالبانو ډله

په کوټه کې د طالبانو یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې د جنرال عبدالرازق د قتل پر مهال ملا شیرین نورزی د کندهار لپاره د طالبانو نومول شوی والي و.

د طالبانو دې سرچینې چې د دې ډلې په استازیتوب‌یې له رسنیو سره د خبرو اجازه نه‌درلوده او له همدې کبله‌یې خپل نوم یادول نه‌غوښتل ازادي راډیو سره خبرو کې ملا شیرین نورزی د طالبانو یو مهم قوماندان یاد کړ چې په وینا یې په ۱۶ ولایتونو کې د طالبانو د استخباراتي فعالیتونو مشري کوي.

د دې سرچینې په وینا، ملا شیرین نورزی د طالبانو د ډلې د رامنځته کېدو راهیسې د دې ډلې د بنسټ ايښودونکي او پخواني مشر ملا محمد عمر د ساتنې مسؤلیت پر غاړه درلود او د هغه د باور وړ یو کس و.

د طالبانو په مرکچي پلاوي کې د ملا شیرین نورزي د شمولیت خبره په داسې حال کې راپورته کېږي چې افغان حکومت او طالبان د بین‌الافغاني خبرو پیل ته تر بل هر وخت زیات نږدې شوي دي.

طالبانو په وروستیو کې خپل مرکچي ټیم اعلان کړی چې په‌کې د ملا شیرین نورزي په شمول څلور نوي نومونه تر سترګو کېږي.

په قطر کې د طالبانو یوې بلې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله‌یې نه‌غوښتل نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډیو ته‌یې پر ملا شیرین نورزي د جنرال عبدالرازق په وژلو کې د لاس لرلو د تورونو په اړه وویل، د بین‌الافغاني خبرو مسئله په یو حساس پړاو کې ده. نوموړي وویل د دا ډول مسئلو مطرح کول دا خبرې اترې له خنډ سره مخ کولای شي.

افغان حکومت د جنرال عبدالرازق د قتل د څېړنې لپاره یو حقیقت موندونکی پلاوی ټاکلی و او ژمنه‌یې کړې وه چې عاملان به‌یې د قانون منګولو ته وسپاري، خو چارواکو تر اوسه په دې اړه چې د طالبانو په مرکچي پلاوي کې دې د جنرال عبدالرزاق د وژنې په طرحه کولو تورن څوک شامل وي، څه نه‌دي ويلي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG