د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

'کابل کې د توغندیو په بریدونو کې ۳ کسان وژل شوي او ۱۶ ټپيان دي'


په کابل کې د توغندیو برید
په کابل کې د توغندیو برید

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، په کابل کې پرون د سې شنبې په ورځ د توغندیو په بریدونو کې درې کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د چارواکو په وینا پر کابل د سې شنبې د ورځې په راکټي حملو کې د دولتي کسانو په ګډون ملکیانو ته مرګ‌ژوبله وواښته.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د سې شنبې په ماښام د اسد په ۲۸مه نېټه ازادي راډيو ته په دې اړه داسې وویل: "توغندي د کابل ښار پر دوو ناحیو له دوو واسطو توغول شوي او د کابل ښار د لومړۍ، دوهمې، اتمې او ۱۶مې ناحیو په اړوندو سیمو کې پر کورونو لګېدلي دي. په خواشینۍ سره د دې بریدونو له امله د دوه دولتي کارکوونکو په ګډون درې تنه شهیدان شوي او د شپږو ملکي وګړو په شمول ۱۶ تنه ټپيان دي چې څلور ماشومان او یوه ښځه هم په‌کې شامل دي."

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین

که څه هم ښاغلي ارین په دې پېښه کې د دوو دولتي کسانو د وژل کېدو خبره کړې، خو دا یې تأیید نه‌کړه چې ایا دا کسان د جمهوري ریاست کارکوونکي وو که د کومې بلې دولتي ادارې.

فرانسې خبري اژانس د دوو چارواکو له قوله چې نومونه‌یې نه‌دي یاد شوي، راپور ورکړی چې په ټپیانو کې د ولسمشر محمد اشرف غني د تشریفاتي ګارد شپږ غړي شامل دي.

د سې شنبې په ورځ د اګسټ په ۱۸مه نېټه په کابل کې د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستلو د ۱۰۱مې کلیزې په مناسبت پر مراسمو د توغندیو بریدونه وشول.

طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي او ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د دې ډلې ویاند معرفي کوي، رسنیو ته ویلي چې په دې اړه معلومات نه‌لري.

طالب پلاوی
طالب پلاوی

اسوشيټډ پرس د سایټ انټلېجنس ګروپ په نوم یوې وېب‌پاڼې چې د داعش په ګډون د سخت دريځو ډلو انلاین فعالیتونه څاري، له قوله لیکلي چې داعش ډلې په یوه پیغام کې پر کابل د توغندیو د برید مسؤلیت منلی دی.

د معلوماتو له مخې د داعش ډلې خراسان څانګې ویلي چې د سې شنبې په ورځ‌یې پر ارګ ماڼۍ، سفارتونو او د افغان حکومت پر دفترونو ۱۶ راکټونه وویشتل.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د کابل پر بېلابېلو استوګنیزو سیمو ۱۴ راکټونه ولګېدل.

دا په داسې حال کې ده چې د سې شنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت ادارې وویل چې د داعش ډلې د خراسان څانګې قاضی‌القضات عبدالله اورکزی یې په هدفي عملیاتو کې وژلی دی. د دې ادارې څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې اورکزي شااوخوا دوه اوونۍ مخکې د ننګرهار پر محبس حمله طراحي کړې وه.

د ننګرهار محبس باندې برید
د ننګرهار محبس باندې برید

په هغه حمله کې ۱۰ حمله کوونکو لاس درلود او په‌کې ۲۵ کسان ووژل شول.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG