نړۍ
بیلاروس کې د لسمې ورځې لپاره د پراخو لاریونونو دوام
په بیلاروس کې نن هم لاریون کوونکي د لسمې پرلپسې ورځې لپاره د پلازمېنې مینسک لارو سړکونو ته راوتلي دي.
دوی، چې د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا پرخلاف راوتلي، له واک څخه د ده د لیرې کېدو او د نویو ټاکنو غوښتونکي دي.
د بیلاروس د اپوزیسیون یوې رهبرې ماریا کالیس نیکایا پرون په مینسک کې وویل: "ټولې ستونزې تر ډېره څرګندې دي، چې موږ له مخکې هم په اړه خپل اواز اوچت کړی دی، چارواکي دا نه درک کوي، چې په کار ده زموږ اواز واورېدل شي، موږ غواړو مقامات راته غوږ ونیسي."
په بیلاروس کې نن اعتراضونه په داسې حال کې دوام لري، چې د دغه هېواد ولسمشر الکساندر لوکاشینکا پرون وویل، په دغه هېواد کې د ولسمشرۍ نوې ټاکنې په هغه صورت کې ممکنې دي، که اول اساسي قانون نوی شي.
د ټاکنو کمېسیون الکساندر لوکاشینکا، چې له ۲۶ کلونو راهیسې په واک کې دی، د ولسمشرۍ د تېرو ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، خو د هغه مخالفان وايي په دغو ټاکنو کې درغلي شوې ده.
په پام کې ده اروپايي ټولنه سبا د بیلاروس د وضعیت په اړه بېړنۍ غونډه راوبولي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د اروپایي کمېسیون مشره کییف ته رسېدلې
د اروپایي کمېسیون مشرې اورزولا فون دیرلاین نن جمعه وویل چې دا د اوکراین پلازمېنې کییف ته رسېدلې او د دې هېواد له چارواکو سره به د اروپایي ټولنې د ملاتړ، د ژمي لپاره د تیاریو، دفاعي چارو او اوکراین ته د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو یا جي اوه ډلې لهخوا په پور ورکولو کې د پرمختګ پر موضوعاتو خبرې وکړي.
هغې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې دا یې کییف ته اتم سفردی او هغه داسې مهال ترسره کوي چې سخت فصل نږدې دی چې پیل شي او روسیې هم د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونو ته دوام ورکړی.
د اروپایي کمېسیون مشرې همدارنګه وویل چې د روسیې د کنګل شویو شتمنیو ۱۷۸ میلیون ډالره به په اوکراین کې د ژمنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ځانګړې شي.
د اسپانیا صدراعظم په منځني ختیځ کې د شخړو د کمېدو غوښتنه وکړه
د اسپانیا صدراعظم پیدرو سانچیز په منځني ختیځ کې د شخړو د کمېدو غوښتنه وکړه.
سانچیز وروسته تر دې په منځني ختیځ کې د شخړو زیاتېدو ته اندېښنه ښکاره کړه چې لبنان وویل، په مخابراتي وسایلو کې د چاودنو له امله ۳۷ کسان وژل شوي دي.
هغه پرون د فلسطیني ادارې د مشر محمود عباس کوربه و او له هغه سره یې ګډې خبرې غونډې ته وویل، په لبنان کې د شخړو د زیاتېدو خطر خورا زیات شوی او پهکار ده چې له زغمه کار واخیستل شي او د سولې لپاره هڅې وشي.
اسراییل تر اوسه په لبنان کې د مخابراتي وسایلو د چاودنو په اړه چې اکثر قربانیان یې د حزبالله د ډلې دي، څه نه دي ویلي.
بایډن او هاریس د اوکراین ولسمشر سره جلاجلا کتنې ترسره کوي
سپینه ماڼۍ وایي چې ولسمشر جوبایډن او د ولسمشر مرستیاله او د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره کاندیده کاملا هاریس به راتلونکې اوونۍ د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زیلینسکي سره جلا کتنې ترسره کړي.
سپینې ماڼۍ پرون پنجشنبې په یوه بیان کې وویل چې په دغو کتنو کې به چې ټاکل شوې د سپټمبر په ۲۶مه ترسره شي، د دواړو هېوادونو مشران د اوکراین د ستراتیژیک پلان او د روسیې د یرغل پر وړاندې د دفاع په چاره کې له اوکراین څخه د متحده ایالتونو د ملاتړ په ګډون د روسیې او اوکراین ترمنځ د روانې جګړې په اړه خبرې وکړي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین جین پیر وویل چې ولسمشر او مرستیاله به یې به تر هغو چې اوکراین روانه جګړه ګټلې نه وي، له دې هېواد څخه پر خپل ټینګ ملاتړ بیا ټینګار وکړي.
د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر همدارنګه اعلان وکړ چې زیلینسکي به متحدو ایالتونو ته په سفر کې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د جمهوریپالو له کاندید، پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم وګوري.
په پاکستان کې محکمې یوې مسیحۍ مېرمنې ته د مرګ سزا اورولې
په پاکستان کې یوې محکمې پرون پنجشنبې یوې مسیحۍ مېرمنې ته په ټولنیزو رسنیو کې مقدساتو ته د سپکاوي محتوا د خپرولو په تور د مرګ سزا واوروله.
د جرمني خبري آژانس د راپور له مخې، دا یو نادره سزا ده چې په پاکستان کې چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي، په اقلیت پورې تړلې یوې مېرمنې ته اورول کېږي.
په اسلامآباد کې د محکمې قاضي افزا ماجوکا اعلان وکړ چې شګوفته کیرن څلور کاله مخکې د وټساپ له لارې د یوه پوسټ په شریکولو سره چې هغه د اسلام ستر پیغمبر ته سپکاوی بلل شوی، مجرمه وپېژندل شوه.
کیرن چې عمر یې شاوخوا ۳۰ کاله او د څلورو اولادونو مور ده، محاکمې یې درې کاله وخت ونیوه.
د هغې مدافع وکیل ویلي چې مېرمن کیرن حق لري چې د محکمې د دغې پرېکړې پر وړاندې د استېناف غوښتنه وکړي، هغه سترې محکمې ته وړاندې کړي او هم د یوه پیټشن یا د لاسلیکونو د راټولولو له لارې د دې هېواد له ولسمشر څخه د عفوې غوښتنه وکړي.
د هاریس ټاکنیز ټیم د کمپایني پیغامونو د خپرولو لپاره خپلې سیمهییزې شبکې وهڅولې
په داسې حال کې چې د ډیموکرات او جمهوري غوښتونکي ګوندونو نوماندان کمالا هاریس او ډونالډ ټرمپ په امریکا کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د هغې ټولنې د ملاتړ ترلاسه کولو هڅه کوي چې په ایالتي سیالیو کې مهم رول لوبولی شي، کمالا هاریس هیلهمنه ده چې د روسیې پر وړاندې د پولنډي ټبرو امریکایانو او د ټرمپ لهخوا د اوکراین په ملاتړ کې د شک او تردید څخه ګټه پورته کړي.
د امریکا د مرستیالې ولسمشرې او د ډیموکرات ګوند نوماندې کمالا هاریس انتخاباتي ټیم، چې د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر ۱۸مه له خپلو پولنډي ټبرو امریکايي ملاتړو سره یو ملي ټیلیفوني تماس تنظیم کړ، څو هغوی د خپلو سیمهییزو شبکو له لارې د دوی د انتخاباتي کمپاین د پیغامونو خپرولو ته وهڅوي.
ټاکل شوې ډونالډ ټرمپ هم د سپټمبر په ۲۲مه، د پولنډي ټبرو امریکایانو له یو زیارت څخه په پنسلوانیا کې لیدنه وکړي، چېرې چې به د کمونېزم ضد د یووالي د تحریک د یو یادګار پرانیسته وشي.
د امریکا د جمهوريپالو کاندید ډونالډ ټرمپ به د پولنډ ولسمشر اندري دودا سره یوځای په دې مراسمو کې ګډون وکړي.
ټرمپ ښايي راتلونکې اوونۍ د اوکراین له ولسمشر سره وګوري
د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو نوماند او پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ممکن راتلونکې اوونۍ د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زیلنسکي سره وګوري.
ټاکل شوې زیلنسکي راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله کې د ګډون په هدف متحده ایالتونو ته ولاړ شي.
ټرمپ پرون چهارشنبه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې له زیلنسکي سره د احتمالي لیدو کتو خبر ورکړ.
ټرمپ پخوا تر دې له اوکراین سره د خپل هېواد پر مرستو نیوکې کړي او له دې خبرې یې هم ډډه کړې چې غواړي اوکراین د روسیې په وړاندې جګړه کې بریالی کړي.
تېره ورځ د اوکراین ولسمشر هم وویل چې د سولې یوه طرحه یې چمتو کړې او غواړي د امریکا له ولسمشر جو بایډن او ولسمشریزو ټاکنو ته له ولاړو نوماندانو ډونالډ ټرمپ او کمالا هاریس سره یې شریکه کړي.
لبنان کې د ارتباطي وسیلو د چاودنو دوهمه څپه؛ لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي
په لبنان کې د ارتباطي وسیلو د چاودنو په دوهمه څپه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي دي.
د لبنان د روغتیا وزارت تېر ماښام ویلي چې د چاودنو په دوهمه څپه کې ۴۵۰ کسان ټپيان شوي هم دي.
تر پرونیو چاودنو ۲۴ ساعته مخکې، د سهشنبې په ورځ د پیجرونو یا پیغام لېږدونکو درې زره وسیلو د چاودنو له کبله ۱۲ تنه ووژل شول او ۲۸۰۰ نور ټپيان شول.
رویټرز خبري اژانس د یوې سرچینې په حواله چې نوم یې نه دی یاد کړی لیکلي، دا ځل پیجر نه، بلکې یو ډول (لاسي، بې سیمه وسیلې) چاودلي چې له پیجرونو سره یې توپیر درلود.
د حزبالله ډلې، چې د اسراییل د څارنې له وېرې پیجر او نورې ارتباطي وسیلې کاروي او دغه راز د ایران حکومت د چاودنو پړه پر اسراییل اچولې ده.
اسراییل تراوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
پاکستاني پولیس: پر یوې واکسیناتورې د ډلهییز تېري اصلي مشکوک کس نیول شوی
پاکستاني چارواکي وایي چې پولیسو د پولیو واکسین پر یوې کارکوونکې د ډلهییز تېري اصلي مشکوک کس نیولی دی.
پر دې ښځې تېره اوونۍ درې کسانو هغه وخت تېری وکړ چې د سیند ایالت په جیکب اباد سیمه کې کور په کور ګرځېده چې ماشومان واکسین کړي.
پولیس د هغو دوو نورو مشکوکو کسانو د نیولو په لټه کې دي.
د اوکراین ولسمشر له روسې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپل پلان بشپړ چمتو کړی
د اوکراین ولسمشر وایي، کییف له روسې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپل پلان بشپړ چمتو کړی دی او تر ټولو مهمه خبره دا ده چې اوس یې د پلي کولو هوډ لري.
ولودومیر زیلینسکي تېر ماښام په خپله وینا کې دا پلان "بریالی پلان" وباله او څرګنده یې کړه چې د ټولې اروپا اوږدمهاله امنیت ته اړتیا شته.
د اوکراین ولسمشر تېره اوونۍ ویلي وو چې روانه میاشت به د دې پلان په اړه د امریکا د متحد ایالتونو له ولسمشر جوبایډن سره خبرې وکړي، همداراز به یې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو له کاندیدانو کاملا هاریس او ډونالډ ټرمپ سره شریک کړي.
ټاکل شوې ده چې زیلینسکي راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د ګډون لپاره د امریکا متحد ایالتونو ته ولاړ شي.
ملګروملتونو لوېديځه غاړه کې د اسراييل د حضور په اړه د فلسطينيانو پرېکړهليک تصويب کړ
د ملګروملتونو عمومي اسامبلې نن چهارشنبې د فلسطینیانو هغه پرېکړهلیک ته رایې ورکړه، چې له اسراییل غواړي، په غزه او اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې خپل حضور چې هغه غیرقانوني بولي، تر یوکال پورې پای ته ورسوي، خپل ځواکونه وباسي او یهودي مېشت ځایونه تخلیه کړي.
د ملګروملتونو د عمومي اسامبلې چې ۱۹۳ غړي لري، ۱۲۴ غړیو یې دغه پرېکړهلیک ته مثبتې او ۱۴ منفي رایې ورکړې او ۴۳ غړیو هم له رایې ورکولو ډډه ورکړه.
پر دغه پرېکړهلیک د ملګروملتونو په عمومي اسامبله کې داسې مهال رایې واخیستل شوې، چې په غزه کې د حماس په وړاندې چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، د اسراییل د جګړې کال پوره کېدو ته نژدې دی.
دغه جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې د حماس وسلهوالو د تېر کال د اکتوبر پر اوومه د اسراییل پر قلمرو برید وکړ، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا دونیم سوه نور یې یرغمل کړل.
په ملګروملتونو کې د اسراییل سفیر ډني ډانون د فلسطینیانو د ډیپلوماتیک ماموریت په ملاتړ د دغه پرېکړهلیک تصویبېدل شرمونکي وبلل.