د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۰

ډېلي مېل: د ۴۰۰ طالب بنديانو خوشې کولو د بين‌الافغاني خبرو پيل ناڅرګند کړی


یو شمېر بهرنۍ ورځپاڼې
یو شمېر بهرنۍ ورځپاڼې
  • نشنل رېویو

نشنل رېویو خپرونې د سي.اېن.اېن ټلوېزیوني شبکې پر هغه وروستي راپور لیکنه کړې چې وايي، ایران طالبانو سره تړلو وسله‌والو ته د امریکا پر پوځي اډو له برید وروسته نقدي انعامونه ورکړي دي.

دا مسئله د سي.اېن.اېن ټلوېزیوني شبکې د دوشنبې په ورځ د امریکا د استخباراتي چارواکو له خولې راپورته کړه.

لیکنه وايي، د امریکا استخباراتو ارزونې ښودلې چې یو بهرني حکومت له‌خوا تمویل شویو وسله‌والو تېر کال په لږترلږه شپږ بریدونو کې برخه اخیستې چې په‌کې د ۲۰۱۹م کال کې په بګرام کې د امریکا پر هوايي اډه برید هم شامل دی.

په دې کې دوه تنه غير نظاميان وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان شوي وو. که څه هم د دې بهرني حکومت نوم پټ ساتل شوی، خو سي.اېن.اېن د دوو استخباراتي چارواکو له خولې ویلي چې د دې پیسو ورکولو تر شا ایران و.

  • هیل

هيل ورځپاڼې هم په دې اړه يو راپور ليکلی او وايي د بګرام بريد په عراق کې د ايران د قدس ځواک د جنرال، قاسم سليماني له وژل کېدو نږدې يوه مياشت مخکې و. دا لوړپوړی ایرانی جنرال د امريکا د بې‌پيلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شو.

په ليکنه کې ويل شوي چې هم د اوسنۍ ادارې يو چارواکي او هم يو پخواني امريکايي چارواکي سي.اېن.اېن ته ويلي، د طالبانو او ايران ترمنځ اړيکې پر قاسم سليماني د امريکا د بريد د توجيه د يوې برخې په توګه يادې شوې دي.

تر دې مخکې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ازادي راډيو ته په يوه مرکه کې وويل چې ايران طالبانو ته وسلې ورکوي.

د جون په مياشت کې نيويارک ټايمز د امریکا د استخباراتي چارواکو له قوله ويلي وو، د روسیې د پوځي استخباراتو يوې ډلې په افغانستان کې د امریکايي او نورو نړيوالو سرتېرو د وژلو پر سر نقدي جايزې منلې وې.

هم طالبانو او هم روسیې دا راپور رد کړی و.

  • ډېلي مېل

ډېلي مېل د بين‌الافغاني خبرو په اړه يو راپور خپور کړی.

په راپور کې راغلي چې د ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشې کولو بهیر د بين‌الافغاني خبرو پيل ناڅرګند کړی دی.

د امريکا او طالبانو ترمنځ په فبرورۍ میاشت کې د لاسليک شوې دوحې د تړون له مخې دا خبرې اترې بايد د مارچ په ۱۰مه پيل شوې وې، خو ظاهراً د ۵،۰۰۰ د طالب بنديانو په خوشې کېدو خنډ او ځنډ د بين‌الافغاني خبرو پيل هم ځنډنی کړی.

XS
SM
MD
LG