د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

ارګ: د ځینو طالبانو د خوشې کولو په هدف خبرې دوام لري


د ۴۰۰ لانجمنو طالبانو له ډلې د ځینو د خوشې شویو انځور
د ۴۰۰ لانجمنو طالبانو له ډلې د ځینو د خوشې شویو انځور

قطر د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بین الافغاني مذاکراتو د پرانیست غونډې لپاره د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته هم بلنه ورکړې ده.

عبدالله عبدالله ته یو شمېر نږدې کسانو ازادي راډيو ته وویل چې د دې غونډې لپاره د شمېر نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته هم د ګډون بلنې ورکړل شوي دي.

عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته نږدې کسان وایي قطر د بین الافغاني مذاکراتو پرانیست غونډې ته عبدالله عبدالله هم د مېلمه په توګه بللی دی.

له دې ډلې د ملي مصالحې د رهبري شورا غړی او د افغانستان د سولې عالي شورا پخوانی مرستیال عزیزالله دین محمد ازادي راډيو ته وویل په دې ناسته کې به د یو شمېر نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران هم ګډون وکړي.

هغه زیاته کړه: "هغه ( عبدالله عبدالله ) د قطر لخوا دعوت دی، د ډېرو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران هم په دې پرانیست غونډه کې ګډون کوي، نو په دغه سلسله کې یې عبدالله عبدالله هم غوښتی دی، د دې غوښتنې په اساس ده په دې اړه موږ سره هم مشوره وکړه، د هغه ( عبدالله عبدالله) دغه سفر د یو مېلمه په توګه دی نه د افغان مذاکراتي پلاوي د مشرۍ په توګه."

یو شمېر نورو سرچینو ازادي راډيو ته وویل تر دې دمه ښاغلي عبدالله د بین لافغاني مذاکراتو د پرانستې په غونډه کې د ګډون پرېکړه نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم د بین الافغاني مذاکراتو نېټه نه ده معلومه شوې، او لامل یې هم ظاهراً د څلور سوه هغو لانجمنو طالب بندیانو مسئله ده چې د افغان حکومت په خبره د درنو جرمونو دوسیې لري، خو د دوی د خلاصون په اړه د ولسمشر د فرمان له مخې له ډلې یې تر دې دمه یوازې ۸۰ کسان ازاد شوي دي.

طالبانو وړاندې ازادي راډيو ته وویلي چې د دوی له لوري د دغو مذاکراتو لپاره اجنډا بشپړه شوې او تر هغه به د مذاکراتو مېزلاړ نه شي تر کومه چې په خبره دا ټول څلور سوه بندیان یې افغان حکومت ازاد کړي نه وي.

په قطر کې د دغې ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین
په قطر کې د دغې ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین

په قطر کې د دغې ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو وویل چې د دوی له لوري د اجنډ لوی ټکی په افغانستان کې د ټول شموله اسلامي نظام رامنځته کول دي.

خو افغان حکومت وایي د دغو بندیانو له ډلې چې د شپږو په اړه یې استرلیا او فرانسې د خوشې کولو مخالف یې کړی د حل لارې په لټه کې دي.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي
د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ د یوې خبري ناستې پر مهال وویل: "دغه لېست یو ستونزمن لېست دی، په دې هغه مجرمین شته چې نه یوازې د افغانستان بلکې د نړۍ د امنیت لپاره ګواښوونکي دي نو د دغو شپږ که اوو کسانو مجرمینو په اړه چې زموږ متحدین یې د خوشې کولو په اړه ملاحظات لري او د افغان حکومت سره یې په رسمي ډول شریک کړي، نو د افغانستان حکومت د بهرنیو چارو وزارت په دې کار کوي چې څنګه وکولای شو دغه ستونزه حل کړو."

هڅه مو وکړه عبدالله عبدالله ته د قطر د بلنې او دا چې ایا په د دغو مذاکراتو په پرانیست غونډه کې به نور افغان چارواکي هم ګډون وکړي که نه؟ د صدیق صدیقي ځواب هم ولرو.

نوموړي وویل چې په دې اړه خبرې کول لا وخته دی.

خو په واشنګټن د افغانستان د سولې د انسټیټوټ مشر او سیاسي کارپوه یاسر احمدزی بیا وایي چې افغان چارواکو ته د مېلمه په توګه بلل په دې معنا دي چې دا مذاکرات د افغانانو په مالکیت نه ترسره کېږي.

هغه زیاتوي: "له بده مرغه دا مذاکرات کاملا د افغانانو په مالکیت نه دي که چېرې داسې وای، نو دا مذاکرات به دومره نه ځنډېدل، نوي ـ نوي فرمایشونه به په کې نه ورکول کېدل او لا هم دا موضوع د نورو په فرمایشو مخکې ځي او د حکومت په ګډون افغانان په کې یوازې یوه سمبولیکه ونډه لري."

ښاغلی احمدزی وایي امریکا ته په کار ده چې اوس د مذاکراتو په مقابل لوري فشار راولي او دا ومني چې په خبره نوره د سولې پروسه داسې پړاو ته رسېدلې چې باید د افغانانو په خپلمنځۍ خبرو مخته لاړه شي.

XS
SM
MD
LG