د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

نړۍ کې تېر ۲۴ ساعته د کرونا ویروس ۲۹۴،۲۳۷ پېښې ثبت شوي


ارشیف
ارشیف

د روغتیا نړیوال سازمان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د نژدې درې لکه نویو پیښو راپور ورکړی.

دغه سازمان ویلي، په یوه شپه او ورځ کې ۲۹۴۲۳۷ پیښې بې سارې دي.

له دې سره په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر ۲۱ میلیونو ته ورسېد.

تراوسه د کویډ-۱۹ ناروغۍ له کبله نژدې ۷ لکه او ۵۶ زره کسان مړه شوي دي.

امریکا، برازیل او مکسیکو هغه درې هېوادونه دي چې د کویډ-۱۹ ناروغۍ له کبله د مړو شویو کسانو نژدې نیمایي پېښې په کې رامنځته شوي.

د روغتیا نړیوال سازمان یوازې د کرونا د پیښو او مړینې رسمي شمېرې ثبتوي، باور دا دی چې نا رسمي شمېرې ممکن له دې هم لوړې وي.

XS
SM
MD
LG