د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

د سولې مشورتي لویې جرګې په پرېکړه‌لیک کې کوم موارد دي؟


د سولې مشورتي لویه جرګه
د سولې مشورتي لویه جرګه

د سولې د مشورتي لويې جرګې درېیمه او وروستۍ ورځ.

د دغې جرګې ۳،۴۰۰ ګډونوالو پرېکړه وکړه چې افغان حکومت باید هغه ۴۰۰ طالب بندیان خوشې کړي چې حکومت‌يې خطرناک مجرمین بولي.

د سولې د مشورتي لویې جرګې غړو نن یکشنبه «۱۳۹۹ کال د زمري ۱۹» د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو ترڅنګ په خپل پرېکړه‌لیک کې د سولې د مخامخ خبرو د ژر تر ژره پيلېدو، تاوتریخوالي کموالي، د طالبانو له‌خوا د افغان حکومت د بندیانو ازادېدو او د سولې په خبرو کې د افغان مېرمنو پر ونډې ټینګار وکړ.

دې پرېکړه‌لیک ۲۵ مادې درلودې.

د جرګې منشي رفیع‌الله حیدري د دغه جرګې پرېکړه‌لیک ولوست او ټینګار يې وکړ چې که په یادو بندیانو کې بهرني وګړي موجود وي باید له اړوند هېواد څخه د تظمین اخیستلو په صورت مربوط هېواد ته وسپارل شي.

په پرېکړه‌لیک کې دغه‌شان غوښتنه شوې چې باید د یادو طالب بندیانو په اړه ډاډ ترلاسه شي چې بېرته به د جګړې لیکو ته نه‌ستنېږي.

هغه زیاته کړه: "جرګه د سولې مذاکراتو د پيل په وړاندې د شته خنډونو د لیرې کولو، د وینې له تویېدلو څخه د مخنیوي لپاره د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو د خوشې کېدو نظر تأییدوي باید ډاډ ترلاسه شي چې د دغو بندیانو له خوشې کېدو سره سم، مستقیم مذاکرات له کومې بهانې پرته ژر تر ژره پيل شي."

د افغان حکومت له لوري یو شمېر خوشې شوي طالب بندیان

د بندیانو له خوشې کولو وروسته اوربند، د جګړې له ښکېلو لورو څخه د تاوتریخوالي د درولو غوښتنه، د سولې په خبرو کې اسلامي ارزښتونو ته درناوی او د علماوو رول او دغه‌شان د تېرو دوه لسیزو لاسته راوړنو ساتل د جرګې د غړو نورې سپارښتنې دي.

د دې ترڅنګ د جرګې غړو په پرېکړه‌لیک کې د حق‌العبد د موضوع په خوندیتوب هم ټینګار کړی او غوښتنه‌يې کړې چې باید ټول هغه امنیتي سرتېري چې په ملي خیانت تورن نه‌وي او له طالبانو سره د اړیکو په تور بندیان شوي وي له افغان زندانونو ازاد شي.

هغه وویل: "جرګه له طالبانو څخه غواړي چې د دولت د ټولو ملکي او نظامي بندیانو په وړاندې خپل مکلفیت ادا او بندیان دې ژر تر ژره خوشې کړي. جرګه ټینګار کوي چې افغان مېرمنې باید له خپلو حقوقي او سیاسي موقف څخه برخه‌منې وي او د سولې بهیر په ټولو پړاونو کې رغنده رول او مشارکت ولري."

د جرګې غړو په یو درېیم‌ګړي اسلامي بې‌پرې هېواد کې د مذاکراتو د پیل غوښتنه هم کوله.

دغه‌شان يې د اسلامي هېوادونو او اسلامي همکاریو سازمان او ګاونډیو هېوادونو هیله درلوده چې له افغانانو سره د سولې ټینګښت کې مرسته وکړي.

په پرېکړه‌لیک کې؛

  • د ملي مصالحې په عالي شورا کې د ملي مشارکت په اساس شفافیت او د دې شورا لپاره د ولایتي څانګو جوړېدل،
  • د سولې له پروسې د ولس وخت پر وخت خبرول،
  • له نړیوالې ټولنې نه په افغانستان کې د بهرنیو لاسوهنو د مخنیوي غوښتنه،
  • د سولې په خبرو کې د جمهوریت ساتل،
  • د ښځو او په افغانستان کې د اقلیتونو له حقونو دفاع،
  • او دغه‌شان له طالبانو د ټولنیز نظم او زېربناوو ته پام کولو

غوښتنې هم ځای شوې دي.​

وسله‌والو تازه د جرګې د پرېکړه‌لیک په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي، خو وړاندې یې ورسره مخالفت ښودلی و.

د سولې مشورتي لویه جرګه د جمعې په ورځ پیل شوې وه.

په دې جرګه کې ۳،۴۰۰ کسانو برخه اخیستې وه چې ۷۲۰ يې مېرمنې وې.

XS
SM
MD
LG