د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

غزني کې موټر بم حملې ۹ پوځیان وژلي او ۱۶ نور ټپیان دي


ارشیف، غزني ښار
ارشیف، غزني ښار

په غزني کې د تېرې شپې په موتربم برید کې لږترلږه ۹ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ژوبل دي.

برید د ښار په روضې کوتل کې د هاموې زغرګاډي په وسیله د عامه ساتنې پر کنډک وشو.

چارواکي وایي، له چاودنې وروسته یو شمېر حمله کوونکو غوښتل چې کنډک ته ننوځي، خو په وینا یې تر لنډې جګړې وروسته ټول ووژل شول.

د غزني د ملکي روغتون رئیس باز محمد همت تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "نن سهار روغتون کې سرچینو وویل چې ۹ تنه وژل شوي او ۱۶ ژوبل دي."

ځینې سرچینې د ۱۳ تنو د وژل کېدو خبره هم کوي، خو دا ادعا لا تأیید شوې نه‌ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین هم په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې برید کوونکي وژل شوي دي، خو دا یې نه‌دي ویلي چې څو کسان وو او په کومې ډلې پورې یې تړاو درلود.

د برید مسؤلیت لا کومې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.

په غزني ولایت کې وسله‌وال طالبان ډېر فعال دي او د دې ولایت ګڼې سیمې یې په لاس کې دي.

XS
SM
MD
LG