د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

'طالبانو مې ورور وواژه؛ که سوله وکړي، بخښنه ورته کوم"


د سولې مشورتي لویې جرګې ګډونوال
د سولې مشورتي لویې جرګې ګډونوال

د سولې مشورتي جرګې یو شمېر غړي وايي، په هېواد کې د تل‌پاتې سولې لپاره حاضر دي چې د ۴۰۰ طالب زندانیانو د ازادۍ په اړه مثبته مشوره ورکړي.

دوی وايي، که څه هم دا ډول پرېکړه ورته سخته ده، خو سولې ته د رسېدو لپاره حاضر دي دا قرباني ورکړي.

د جرګې دغه غړي چې په افغانستان کې د جګړې د قرباني شویو د کورنۍ غړي دي وايي، هغه مهال د ۴۰۰ طالب زندانیانو له ازادۍ سره موافق دي چې تل‌پاتې سوله‌یې هېواد ته راشي.

حمیرا رفیع له ننګرهار ولایت دې جرګې ته رابلل شوې ده. هغه وايي، سوله قربانۍ ته اړتیا لري او که د دې کسانو په ازادۍ سوله راځي، دوی به مثبته مشوره ورکړي.

مېرمن رفیع زیاتوي: "د سولې لپاره او له دې کبله چې موږ دوه لسیزې قرباني ورکړه. هیله‌ لرم چې سوله راشي او دا بندیان هم خوشې شي، خو باید بین‌الافغاني خبرو ته زمینه برابره شي."

د سولې مشورتي لویې جرګې یو شمېر ګډونوال
د سولې مشورتي لویې جرګې یو شمېر ګډونوال

نظیفه وکیلي چې له نیمروز دې جرګې ته رابلل شوې، له جګړې ستړې ده او د تاوتریخوالي پای غواړي.

مېرمن وکیلي زیاته کړه: "زه خپله د یوې قرباني کورنۍ غړې یم، زما خور وژل شوې ده. هڅه کوم، څو داسې پرېکړه وکړم چې تېر څو کلن تاوتریخوالی پای ته ورسوي."

خو د جرګې ځیني ګډونوال بیا د ۴۰۰ طالب زندانیانو د ازادۍ سره مخالف هم دي.

نسیمه نیازۍ له لوګر ولایت جرګې ته راغلې. هغه وايي، هېڅ‌کله به هغه کسان ونه‌بخښي چې لاسونه‌یې د خلکو په وینو سره دي.

مېرمن نیازۍ وايي: "زما تصمیم دا دی، هغه کسان چې د ملت په وینو یې لاسونه ککړ دي، خلک‌یې قتل کړي، هغه به څه ډول دا خوشې کوي. هغه کسان دې خوشې کړي چې بې‌ګناه په پلچرخي کې بندیان دي."

د ۵ زره طالب بندیانو ازادي د امریکا او طالبانو ترمنځ د هغې هوکړې یوه برخه ده چې د فبروري په ۲۰مه‌یې په دوحه کې لاسلیک کړ.

د افغان حکومت له لوري یو شمېر خوشې شوي طالب بندیان
د افغان حکومت له لوري یو شمېر خوشې شوي طالب بندیان

د افغانستان حکومت وايي، دوی د طالبانو د ورکړل شوي نوملړ سره سم ۴،۶۰۰ زندانیان ازاد کړي، خو دا چې دا کسان د لوړې کچې جنګي او جنايي جرمونه لري، له همدې کبله‌یې د نظر اخیستو لپاره مشورتي لویه جرګه رابللې ده.

د دې جرګې په کمېټو کې اوس پر دې بحث روان دی چې ایا دا زندانیان ازاد شي، که نه؟ همدا ډول د دې زندانیانو له ازادۍ وروسته باید طالبان څه وکړي او بین‌الافغاني خبرې څه ډول پیل شي؟

XS
SM
MD
LG